ایران د رادیولوژۍ متخصص ډاکټر حمید قرهحسنلو په اعدام محکوم کړی

بي بي سي فارسي ته ویل شوي چې په کرج ښار کې د رادیولوژۍ متخصص ډاکتر حمید قرهحسنلو د ایران د قضائیه قوې له خوا په اعدام محکوم شوی.
داسې مالومات هم ترلاسه شوي چې ۵۳ کلن حسنلو د ګوزار له کبله روغتون کې بستري شوی دی.
د هغه مېرمن فرزانه قرهحسنلو (اهواز کې د ۲۵ کلونو تبعیدي حبس) په سزا محکومه شوې ده.
د ایران پخوانی ولسمشر: د لاریونیانو غوښتنې ومنئ
د ایران پخواني ولسمشر محمد خاتمي په ښکاره د حکومت ضد لاریونوال ستایلي او له چارواکو یې غوښتي "مخکې له دې چې وخت تېر شي" باید د لاریونیانو غوښتنې واورېدل شي.
۷۹ کلن خاتمي ویلي دا "ښکلی شعار" چې د "ښځه، ژوند، ازادي" پیغام لېږدوي ایراني ټولنه د غوره ژوند لوري ته بیايي.
ده د امنیتي ځواکونو ځپونکو عملیاتو کې د محصلانو پر نیولو هم نیوکه کړې ده.
د نوموړي څرګندونې د محصل ورځې په مناسبت چې د چارشنبې ورځ وه، رامخې ته شوې دي.
د سپتمبر نیمايي کې محصلانو ایران کې د اخلاقو اړوندو پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته لاریونونه وکړل.
مهسا امیني د حجاب په تړاو د ایران د حکومت د سختو قوانینو نه مراعاتولو له کبله نیول شوې وه چې د پولیسو بند کې مړه شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا لاریونونه چې مشري یې ښځې کوي، د ایران ۲۱ سیمو ۱۵۰ ښارونو او ۱۴۰ پوهنتونونو ته غځېدلي دي او د ۱۹۷۹ کال له انقلاب راهیسې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ ګڼل کېږي.
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون واکمنو ایراني مشرانو دا لاریونونه "د اړو دوړ" پېښې بللې دي چې په وینا یې د بهرنیانو په لمسون رامنځ ته شوي او امنیتي ځواکونو ته یې ورسره په جدي توګه د چلن امر کړی.
تر اوسه په دې لاریونونو کې لږ تر لږه ۴۷۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲۱۵ نور نیول شوي چې ۵۸۶ یې محصلان/محصلانې دي او د امنیتي ځواکونو ۶۱ کسان وژل شوي.
خاتمي چې یو سمونپال مشر و او دوه ځله یې د ایران ولسمشري کړې ده، ویلي، "چارواکو ته مې سپارښتنه دا ده ددې پرځای چې له راوتلو خلکو سره زور زیاتی وشي، باید د مرستې لاس وروغځول شي او د وخت له تېرېدو مخکې چارواکي د ښې واکمنۍ خوا ته متوجه کړل شي".
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د ایران قضائیه قوې پنځه لاریونیان (په ځمکه کې د فساد) په تور په اعدام محکوم کړي دي.

























