د روغتیا پېپټایډونو نوې لېوالتیا: ولې خلک داسې "معجزه درمل" ځان ته پېچکاري کوي چې د انسان د استعمال لپاره نهدي

د عکس سرچینه، Katie
- Author, روت کلېګ
- دنده,
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
کېټي په احتیاط له کڅوړې پېچکاري راباسي. له ابيرنګه مایع لرونکي کوچني بوتله پېچکاري ډکوي. ستن د خپلې شا په پورتنۍ برخه کې ننباسي او ځان ته په خپله ستن وهي.
هغه خوشاله ده، څو اوونۍ کېږي چې جي اېچ کې- کاپر (GHK-Cu) چې د مسو یو پېپټایډ دی، ځان ته پېچکاري کوي او ډاډه ده چې دا یې پر پوستکي اغېز کوي. د هغې په وینا، د دوو ماشومانو له زېږون وروسته چې پر پوستکي د کشوالي نښې پاتې شوې وې او اوس نږدې ورکې شوې دي.
له زېږون وروسته د میندو پر نسونو یو ډول لیکې پاتې کېږي چې کېټې د همې خطونو د له منځه وړلو لپاره دا ډول پیچکارۍ کاروي.
یو څه اندېښمنوونکې خبره دا ده چې د بوتل پر لیبل په څرګند ډول لیکل شوي: "یوازې د څېړنې لپاره". یعنې دا پېپټایډ د انسان د استعمال لپاره مناسب نه دی.
لکه په ټولنیزو رسنیو کې نور هغه کسان چې ځان ته د نامنظمو او غیرقانوني پېپټایډونو د پېچکارۍ ویډیوګانې خپروي، کېټي هم ظاهراً له دې خبرداري اغېزمنه ښکاري. هغه باور لري چې دا خوندي دي.
هغې وویل: "ما یې په اړه ډېره څېړنه کړې او له احتیاطه کار اخلم."
"له ډېرې کمې اندازې مې پیل وکړ، ترڅو ډاډ ترلاسه کړم چې کومه ستونزه راپېښه نهشي."
کېټي زیاتوي، دې پېپټایډ یې ویښتان هم غټ او پوستکی یې نرم او ښه کړی دی.
که څه هم جي اېچ کوي- کاپر GHK-Cu هغه پېپټایډ دی چې زموږ بدن یې پخپله تولیدوي او په کریمونو کې د پوستکي د نرمو کرښو د کمولو لپاره کارېږي، خو د ستنې له لارې یې کارول خوندي نه بلل کېږي. دلیل یې دا دی چې کافي علمي څېړنې نه دي شوې او دا کار کولی شي د بدن داسې معافیتي غبرګون را وپاروي چې خطرناک وي.
راپور زیاتوي، ځینې بایو فعاله پېپټایډونه د چین د جینګژو ښار په یوه ورکشاپ کې تولیدېږي.

د عکس سرچینه، Huang Zhigang/VCG via Getty Images
پېپټایډونه د امینو اسیدو لنډ ځنځیرونه یا واړه پروټینونه دي چې زموږ بدن یې په طبیعي ډول تولیدوي. دا د پیغام رسوونکو په توګه عمل کوي، حجرو ته وايي چې څه وکړي او د پوستکي په روغتیا، معافیتي سیستم او د هورمونونو په کنټرول کې مهم رول لري.
پېپټایډونه له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې د بېلابېلو طبي حالتونو د درملنې لپاره کارېږي. انسولین چې لومړنی پېپټایډ و چې کشف شو، د لومړي ډول او د دوهم ډول ځینو شکر لرونکو ناروغانو سره مرسته کوي څو د وینې د قند کچه کنټرول کړي.
وروسته له هغې چې د وزن د کمولو درملو (GLP-1s) عام شهرت وموند، نامنظم او غیرمنظور پېپټایډونه هم د روغتیا او هوساینې په بازار کې په چټکۍ سره زیات شوي دي.
GLP-1s هغه درمل دي چې د "ګلوکاګون ته ورته پېپټایډ-۱" هورمون تقلید کوي. دا هغه هورمون دی چې زموږ بدن یې په طبیعي ډول تولیدوي او د لوږې د کچې په تنظیم کې مرسته کوي.
په داسې حال کې چې GLP-1 درمل پر انسانانو پراخې ازموینې تېرې کړې دي او د بریتانیا د درملو د څار ادارې (MHRA)، لهخوا جواز لري خو ورسره د نورو پېپټایډونو یو "خړ بازار" هم راټوکېدلی دی.
"خړ بازار" پېپټایډونه په قانوني او مقرراتي لحاظ په منځنۍ ساحه کې قرار لري. د دې اخیستل او لرل یې ناقانونه نهدي خو په عین وخت کې د انسان د استعمال لپاره هم تایید شوي نهدي. له همدې امله پر هغوی هغه کیفي کنټرولونه، نه پلي کېږي چې د درملو د تولید په صنعت کې لازم بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Huang Zhigang/VCG via Getty Images
د کورني ډاکټر، مایک مروزینسکي په خبره: "موږ له یو بشپړ طوفاني حالت سره مخ یو."
هغه زیاتوي: "د قانوني او تنظیم شویو GLP-1 درملو بریا د ستنې کارول عادي کړي او ځان ته د پېچکارۍ وهلو رواني خنډ یې راکم کړی دی. خلک د درملیزې کچې پېپټایډونو بدلون راوستونکي پایلې ویني او په ناسم ډول دا انګېري چې ټول پېپټایډونه په ذاتي توګه خوندي دي."
ټولنیزې رسنۍ له اعلانونو او هغو ویډیوګانو ډکې دي چې اغېزمن کسان پکې ځان ته د بېلابېلو پېپټایډي ترکیبونو پېچکارۍ وهي؛ داسې مواد چې یوازې د څېړنې لپاره پلورل کېږي.
غواړئ عضلات مو غټ شي او له ورزش وروسته ژر بېرته عادي حالت ته راوګرځئ؟ ادعا کېږي چې BPC 157 دا کار کوي.
BPC 157 یو مصنوعي پېپټایډ دی چې د انسان د معدې له پروټینونو اخیستل شوی. د څارویو لومړنۍ څېړنې ښيي چې ښايي د زخمونو په رغېدو او د هاضمې د سیستم په ساتنه کې رول ولري.
ایا غواړئ د بدن التهاب کم او میتابولیک روغتیا ښه کړئ؟ ځینې کسان وايي TB 500 د ازمایښت وړ دی.
د لنکاسټر پوهنتون د اناتومي پروفیسور اډم ټایلر وايي: "هغه کسان چې دا محصولات کاروي، په اصل کې له ځانونو د لابراتوار موږکان جوړوي. یعنې دا مواد پر ژویو ازمویل شوي خو پر انسانانو نهدي."
هغه وايي، له یو کال راهیسې د دې بازار وده څاري او له هغو کسانو سره یې خبرې کړې چې د سر ګرځېدو، نسناستې، د پوستکې دانې او د پښو پړسوب په څېر عوارض یې تجربه کړي دي. نوموړی اندېښنه لري چې ښايي په اوږدمهال کې خلک خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.
هغه زیاتوي، نه یوازې دا چې د دغو پېپټایډونو په اړه کافي او پیاوړې څېړنې نهدي شوې، بلکې ډېر هغه محصولات چې په بازار کې پلورل کېږي، خطرناک هم دي.
د یوې څېړنې له مخې چې د بازار څو پېپټایډونه یې وازمایل، شاوخوا ۱۲سلنه کې یې د بکتریاوو اندوټوکسینونه موندل شوي وو.
د هغه په وینا، بکتریايي اندوټوکسینونه کولی شي "جدي زیان" ورسوي. کمه اندازه تبه، ستړیا او د بدن دردونه رامنځته کوي خو په لوړه کچه کې کولی شي د ژوند ګواښوونکي حالتونه رامنځته کړي او ان د وژنې لامل شي.

د جک سارګینسن په ملا کې د جېم پرمهال ټپ پیدا شو او د هغه د رغېدو لپاره یې "د څو پېپټایډونو ګډ استعمال" پیل کړی.
دغه ۲۴ کلن ځوان تېر کال په ډسمبر کې د والورين "Wolverine" په نوم د پېپټایډونو یو ترکیب ځان ته پېچکاري کول پیل کړل؛ داسې یو ترکیب چې ادعا کېږي د بیا رغونې "ډېر چټک" ځواک لري، لکه د مارول د هغه کرکټر په څېر چې نوم پرې ایښودل شوی.
د جک په وینا، په دوو اوونیو کې یې "پام وړ ښهوالی" احساس کړ. هغه وايي، تر پنځمې اوونۍ پورې نږدې "له درده خلاص" شوی و او داسې کارونه یې کولی شول چې "له ډېرې مودې راهیسې" یې نه شوی کولی.
هغه زیاتوي، له دې مخکې چې پېپټایډونه وازمايي، خپل کورني ډاکټر ته تللی و او د فزیوتراپۍ مشورې ورکړل شوې وې. که څه هم هغه تمرینونه چې ورته سپارل شوي وو په منظم ډول ترسره کول، بیا یې هم حالت ښه نهشو.
د هغه په خبره، حالت داسې شو چې ورځنی ژوند یې اغېزمن کړ او دی "سخت خپه" کېده.
هغه وايي: "زه پوهېږم چې د دې موضوع دوه اړخونه شته. ځینو ته ښايي ځان ته د درملو پېچکاري کول ډېر افراطي کار ښکاره شي، خو زما په اند له کووېډ وروسته خلک هڅه کوي د خپلې روغتیا واګې په خپل لاس کې واخلي."
"زه فکر کوم که پېپټایډونه په مسوولانه ډول وکارول شي، ګټه لرلی شي."
د "ازمایښتي موږک" کلتور
ډاکټر مایک مروزینسکي خبرداری ورکوي چې په دې پړاو کې د نامنظمو پېپټایډونو کارول نور "له عادي لارو هاخوا د بدن ښه کول" نهدي، بلکې یو بیولوژیکي قمار دی.
هغه وايي: "که د ازمایښتي موږک دا کلتور خپور شي، موږ ښايي له داسې عامه روغتیايي کړکېچ سره مخ شو چې پکې د دغو نامنظمو پېپټایډونو له امله رامنځته شوې 'نامعلومې' ناروغۍ وي؛ داسې حالتونه چې دودیز روغتیايي سیستم لا چمتو نهدی چې درملنه یې وکړي."
په داسې حال کې چې په ټولنیزو رسنیو کې د پېپټایډونو په اړه میلیونونه پوسټونه خپرېږي، ورسره یو مخ پر زیاتېدو شمېر کلینیکونه هم راټوکېدلي چې د "پېپټایډ درملنه" وړاندې کوي.
ډاکټر سید عمر بابر چې د بېړنیو څانګو متخصص او د هیلنډ کلینیک مشر دی، د پېپټایډ درملنه وړاندې کوي، هغه هم د BPC-157 او TB-500 په څېر نامنظمو پېپټایډونو په کارولو سره. هغه باور لري چې دا د پېپټایډونو لپاره "طلایي دوره" ده او دا به د روغتیايي پاملرنې په راتلونکي کې ستره ونډه ولري.
خو پوښتنه دا ده: که دا پېپټایډونه دومره خوندي او اغېزمن وي، ولې پر انسانانو د لوړ معیار ازموینې نهدي شوي؟ او ولې لا هم جواز لرونکي درمل نهدي؟
هغه وايي، دا مسله په تمویل یا مالي ملاتړ پورې تړلې ده. د ژویو څېړنو له پړاه تر انساني ازموینو او بیا تر بشپړ جواز لرونکي درملو پورې رسېدل کلونه وخت او میلیاردونه ډالر لګښت غواړي. د هغه په خبره، لوی درمل جوړونکي شرکتونه دې بهیر ته د مالي ملاتړ په برابرولو کې خاص لېواله نهدي.
هغه زیاتوي: "هغه ډېر پېپټایډونه چې موږ یې په اړه خبرې کوو، په بشپړ ډول طبیعي دي، زموږ بدن یې پخپله جوړوي نو ځکه یې ثبتول ستونزمن دي. د دې لپاره چې ثبت شي، باید له خپلې طبیعي بڼې په څرګند ډول توپیر ولري او دا کار له پېپټایډونو په اړه اسانه نهدی."
د هغه په وینا، که ثبت نهوي، شرکتونه له دې وېرېږي چې پر یوه محصول ډېرې پیسې ولګوي خو مالي خونديتوب ونه لري.
ډاکټر بابر وايي، هغه پېپټایډي درملنې چې د دوی په کلینیک کې وړاندې کېږي، د GMC راجسټر شوي ډاکټر تر څار لاندې دي. خو دا چې دغه محصولات جواز نه لري او د کارولو په اړه یې "درسي کتاب" نشته نو کار تر ډېره د تجربې او د هغه په څېر د متخصصینو ترمنځ د "یو بل نه زده کړې" پورې تړلی دی.






















