بریتانیا افغانانو ته د کار او زده کړو ویزې بندوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا حکومت به له همدې روانې میاشتې د افغانستان، کامرون، میانمار او سودان وګړو ته د زده کړې ویزو ورکول بند کړي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود وویل چې افغانانو ته د مسلکي کار ویزو ورکول هم بندوي.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا ګام له ویزو د هغې پراخې ناوړې ګټې اخیستنې له امله پورته شوی چې دوی یې یادونه کړې وه. د رسمي شمېرو له مخې، د دغو څلورو هېوادونو وګړي تر نورو ډېر احتمالي کسان وو چې په اصل کې د زده کړې لپاره بریتانیا ته له راتلو وروسته یې د پناه غوښتنې کولې.
د حکومت یوه ویاند زیاته کړه: "حکومت له ویزو د ناوړې ګټې اخیستنې مخه نیسي چې بریتانیا وکولی شي له هغو کسانو سره د مرستې کولو خپله وړتیا او ویاړلی دود وساتي چې ریښتیا هم اړمن دي."
په خپله ویناپاڼه کې حکومت ویلي چې د هغو کسانو لخوا د پناه غوښتنې ادعاوې چې په پیل کې په قانوني ډول د زده کړې په څېر ویزو بریتانیا ته تللي وو، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ تر درې چنده زیاتې شوې دي. د کورنیو چارو وزارت شمیرې ښيي هغه کسان چې د زده کړې ویزې له لارې د پناه غوښتنې کوي، اوسمهال په سیستم کې د ټولو موجودو ادعاوو ۱۳٪ جوړوي.
شبانې محمود وویل چې هغې "دا بې سارې پرېکړه د هغو وګړو د ویزو ردولو لپاره کړې چې غواړي زموږ له سخاوته ناوړه ګټه پورته کړي." هغې زیاته کړه: "زه به خپلو پولو ته نظم او کنټرول بېرته راولم."
د کورنیو چارو وزارت وویل چې د دغو څلورو هېوادونو د وګړو په منځ کې د پناه غوښتنې پر مهال د "بې وزلۍ" یادونه تر اوسط لوړه ده، او اوسمهال د دغو څلورو هېوادونو ۱۶،۰۰۰ کسانو سره مرسته کېږي.
د ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۹۵٪ افغانان چې په تعلیمي ویزه بریتانیا ته تللي، وروسته یې د پناه غوښتنه کړې ده. ویل شوي چې د میانمار د زده کوونکو غوښتنلیکونه ۱۶ برابره او د کامرون او سودان د زده کوونکو غوښتنې تر څلور چنده زیاتې شوې دي.
افغانانو ته د کار د ویزو د پای ته رسولو په اړه، د کورنیو چارو وزارت همدارنګه هغو لویو شمېرو ته اشاره وکړه چې د ویزې له پای ته رسېدو وروسته په بریتانیا کې پناه غواړي. وزارت وویل چې دا د دې هېواد د پناه غوښتنې اډانې ته یو "ناپایه ګواښ" دی.
په افغانستان کې امنیتي حالت نازک دی او د دغه هېواد او پاکستان ترمنځ وروستی کړکېچ ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د خونړیو نښتو لامل شوي دي. په سودان کې له ۲۰۲۳ کال راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده، چې په میلیونونو خلک یې له خپلو کورونو تېښتې ته اړ کړي او ملګرو ملتونو ورته د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین نوم ورکړی دی. په کامرون کې بېلتون غوښتونکي ناکرارۍ شته، چېرته چې ملېشه ځواکونه د دغه هېواد د دوو انګریزي ژبو سیمو د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي. په میانمار کې د ۲۰۲۱ کال له پوځي کودتاه وروسته کورنۍ جګړه روانه ده.
شبانه محمود به د پنجشنبې پر ورځ، د مارچ پر ۵مه نېټه، د کډوالۍ په قوانینو کې د بدلون له لارې د ویزو د ورکړې د بندولو لپاره نوی قانون معرفي کړي.
د نومبر میاشت کې، د کورنیو چارو وزیرې خبرداری ورکړی و چې د انګولا، نمیبیا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت لپاره به ټولې ویزې بندې کړي تر هغه چې د دغو هېوادونو حکومتونه د خپلو وګړو پر بېرته منلو (دیپورټ) هوکړه وکړي، چې له امله یې له دغو درېیو واړو هېوادونو سره د بېرته ستنېدو الوتنې بیا پیل شوې.
دا ګامونه د لومړي وزیر د هغې پرېکړې پر دوام دي چې غواړي د سیاسي ښي اړخو لخوا د کډوالۍ د کچې کمولو د فشار په ځواب کې، له سخت ډیپلوماټیک چلنده کار واخلي.
تېره اونۍ حکومت اعلان وکړ چې د کډوالو د خوندیتوب موده به د کوچنیو کښتیو له لارې د اوښتو د مخنیوي په هڅه کې نیمایي ته، یعنې ۳۰ میاشتو ته راکمه شي. په ۲۰۲۵ کال کې، ټولټال ۴۱،۴۷۲ کډوال په کوچنیو کښتیو کې له سمندري کاناله تېر شوي، چې دا د تېر کال په پرتله نږدې ۵،۰۰۰ زیات وو.
بریتانیا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ لخوا د معرفي شویو کډوالو په مېشتولو کې په نړۍ کې شپږم لوی هېواد دی، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا دا د هغو کسانو سره د مرستې لپاره د حکومت ژمنتیا ښيي چې په رښتوني ډول اړمن دي.
د کورنیو چارو وزیره به دې اونۍ کې د کډوالۍ د کنټرول لپاره د "پرمختللي استدلال" په اړه وینا وکړي. تېره میاشت، د کارګر ګوند شاوخوا ۴۰ استازو د هغو وړاندیزونو د اغېز په اړه اندېښنې راپورته کړې چې دلته د مېشتو کډوالو د دایمي استوګنې په حقونو کې د بدلون په اړه وو. هغوی دا تېر ته ګرځېدونکی چلند او "د اصولو بدلون" وباله. هغوی خبرداری ورکړی چې دا کار کولی شي په بریتانیا کې د مسلکي کارګرانو کمښت، په ځانګړې توګه د پاملرنې په برخه کې، حالت لا پسې خراب کړي.
د لیبرال ډیموکراټ ګوند د کورنیو چارو ویاند، مکس ویلکینسن وویل: "دا سمه ده چې ووایو تعلیمي ویزې د کډوالو لپاره د پناه غوښتنې لارې دي خو ستونزه دا ده چې لا هم کډوالو ته بریتانیا ته د رسېدو لپاره کومه کنټرول شوې او خوندي لاره نشته، او نه هم د هغو کسانو لپاره چې غوښتنلیکونه یې ردېږي، له نورو هېوادونو سره د بېرته منلو کومه معنا لرونکې هوکړه لرو. تر هغه چې حکومت دا چاره سمه نه کړي، دوی به په همدې ډول د سیستم له نورو برخو سره دا ډول لنډمهاله لوبې کوي."

























