ژوندۍ پاڼه, د سریلانکا سواحلو کې د ایران یوه بېړۍ ډوبه شوې، لږ تر لږه ۸۰ تنه وژل شوي

رویټرز خبري اژانس د سریلانکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي د هند سمندر کې د امریکا پوځ یوه اوبتل برید کې د ایران 'دنا' نومې بېړۍ له ډوبېدو وروسته، لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي. همدارنګه، پر ایران د امریکا او اسرائیلو سخت بریدون روان دي او سیمه کې پر بېلابېلو هدفونو د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکوي. هغه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې چې اسرائیل، سعودي عربستان او عراق یې په نښه کړي وو، ویشتل شوې او نسکورې شوې دي، خو یو توغندی د قطر پر هغه هوايي اډه ولګېد چې د امریکا تر کنټرول لاندې ده. د نښتو په پنځمه ورځ، د امریکا پوځ وایي د عملیاتو له پیل راهیسې یې نژدې دوه زره هدفونه په ایران کې په نښه کړي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې بریدونه شوي‌ دي.

    map
  2. د امریکا دفاع وزیر: امریکايي اوبتل هندي سمندر کې د ایران یوه جنګي بېړۍ ډوبه کړه, د امریکا د دفاع وزیر: د ایران غیرنظامي ځایونه نه په نښه کوو

    هګسیټ

    د عکس سرچینه، US pool

    د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسیت په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، متحده ایالونه د ایران په اړه د خپلو پوځي عملیاتو پر مهال غیرنظامي تأسیسات او ځایونه نه په نښه کوي.

    هغه په همدې خبري ناسته کې وویل چې د امریکا یوه اوبتل د ایران یوه کښتۍ ډوبه کړې ده.

    هېګسیت زیاته کړه: "موږ پرته له دې چې خپل سرتېري ښکته کړو، خپلو هدفونو ته رسېدلي یو".

    نوموړي دا هم وویل چې ایران هره ورځ کمزوری کېږي او په سیمه کې د امریکا ځواک زیاتېږي.

    د امریکا د دفاع وزیر وویل هېواد یې په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید موضوع څېړي.

    د "شجره طیبه" لومړني ښوونځي د زد‌کوونکو او نورو وژل شوو کسانو د جنازې مراسم پرون په مینار ښار کې ترسره شول.

    د امریکا او اسرائيل له خوا له ایران سره د جګړې په لومړۍ ورځ، تهران اعلان کړی و چې دغه ښوونځی د دواړو هېوادونو د توغندیز برید هدف ګرځېدلی دی.

  3. د طالبانو د حکومت د رییس‌الوزرا مرستیال د ایران سفارت کې د خامنه‌ايد یادښت په کتاب لاسلیک وکړ

    کابل

    د عکس سرچینه، Iran Emabassy

    د طالبانو د حکومت د رییس‌الوزرا مرستیال د ایراند روحاني مشر علي خامنه اي د یادښت کتاب د رسمي لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.

    خامنه اي څو ورځې وړاندې وژل شوی و.

    په کابل کې د ایران سفارت په ایکس لیکلي چې د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم، د تشریفاتو عمومي رییس عبدالباري عمر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي عمومي رییس ذاکر جلالي د ایران سفارت ته ورغلي او خامنه‌اي د وژل کېدو په تړاو یې خواخوږي څرګنده کړه.

    د ایران سفارت د اعلامیې له مخې، دغه مراسم په کابل کې د ایران په سفارت کې د دولتي چارواکو، مېشتو سفیرانو او ډیپلوماټانو او د خلکو د بېلابېلو قشرونو په ګډون د دوو ورځو لپاره تر سره کېږي.

  4. نقشو کې د ایران لنډ لارښود

    د ویډیو تشریح، نقشو کې د ایران لنډ لارښود
  5. وروستی, د ایران پر کومو ځایونو بریدونه شوي؟

    iran
  6. "ټرمپ د ایران د راتلونکې لپاره واقعي پلان نه لري"

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، EPA

    پر ایران د امریکا او اسرائيل د جګړه د برېتانیا مطبوعاتو کې د سر ګرځېدلی دی. دې وضعیت د کالمونو لیکوالان هڅولي چې د جګړې سیاسي او پوځي پرمختګونه وڅېړي، او همدارنګه پر راتلونکي یې رڼا واچوي او احتمالي پایلې یې وشني.

    په فایننشل ټایمز ورځپاڼه کې ګیډیون رچمون د: "ټرمپ د ایران د راتلونکې لپاره واقعي پلان نه لري" په نامه مقاله خپره کړې. هغه باور لري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر وخت د نظام بدلون جګړو- لکه په عراق او افغانستان کې - له تجربو زد‌کړه نه ده کړې.

    د رچمون په اند، په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو کې پر افغانستان او عراق د امریکا یرغلونو د "نظام بدلون" جګړو خطرونه په ډاګه کړل، خو دا عملیات د ایران پر وړاندې د اوسني امریکایي ـ اسرائیلي برید پرتله منظم او له مخکې پلان شوي ښکارېدل.

    په افغانستان او عراق کې امریکا او متحدین یې چمتو وو چې ځمکني ځواکونه ځای پر ځای کړي، حکومت نسکور کړي، بیا نظم بېرته ټینګ کړي او د نوي سیاسي نظام د لېږد بهیر وڅاري.

    د لیکوال په باور، په افغانستان او عراق کې د امریکایي سرتېرو مرګ ژوبلې ښايي ټرمپ دې پایلې ته رسولی وي چې ایران ته د امریکایي ځمکنیو ځواکونو لېږل به حماقت وي. خو دا معنا لري چې ټرمپ اوس له داسې بهیر سره تړل شوی چې د یوازې هوايي ځواک له لارې د نظام بدلون هېڅ رښتینې مخینه نه لري.

    لیکوال د ټرمپ هغو څرګندونو ته اشاره کوي چې پکې یې له ایرانیو ځواکونو غوښتي وسلې پر ځمکه کېږدي او د ایران له خلکو یې غوښتي چې واک په لاس کې واخلي. راشمن باور لري چې ان که وسلې کېښودل هم شي، په ایران کې داسې بدیله اداره یا پوځ نه شته چې دغه وسلې تسلیم کړي.

    هغه وايي: "داسې ښکاري چې هیله دا ده چې د ایران د مشرتابه له منځه وړل او د هغه د پوځي ځواک ویجاړول به په اوتومات ډول نوي سیاسي نظام ته د لېږد لامل شي، بې له دې چې نور امریکایي مداخله ته اړتیا وي. خو هېڅ دلیل نشته چې دا کار به بریالی شي."

    رچمون باور لري چې د امریکا او د ټرمپ ادارې لپاره خطرونه ډېر لوړ دي. هغه زیاتوي چې که د خلیج هېوادونه له جدي ګواښ سره مخ شي، یا ایران ګډوډۍ ته ولاړ شي، نو دا به پر امریکا منفي اغېز وکړي.

    د لیکوال په وینا: "هغه کورني سیاسي خطرونه چې ټرمپ ورسره مخ دی، ډېر لوی دي." هغه یادونه کوي چې پر ایران د برید لپاره کورنی ملاتړ محدود دی، په داسې حال کې چې پر عراق او افغانستان د یرغل پر مهال پراخ ملاتړ موجود و.

    راشمن په پای کې وايي: "داسې ښکاري چې امریکايي ولس له عراق او افغانستان څخه درسونه زده کړي دي."

  7. وروستی, د ایران دولتي رسنۍ: د خامنه‌اي د جنازې مراسم وځنډول شول

    لاریونوالو سره د خامنه‌اي عکس ورسره دی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي د جنازې مراسم ځنډول شوي دي.

    ټاکل شوې وه چې د ایران او اسرائيل په بریدونو کې د دغه وژل شوي مشر په دولتي کچه د جنازې مراسم نن د شپې ناوخته د امام حمیني په جومات کې پیل شي.

    پر خواله رسنیو خپرو شوو عکسونو او ویډيوګانو کې ښکاري چې دغو مراسمو ته پراخ چمتوالی روان دی.

    په رپوټونو کې د جنازې مراسمو د سمبالوونکو له خولې د دغه ځنډ لامل دا بلل شوی چې ګواکې "د یو میلیون ګډونوالو اټکل" شوی او د هغوی د سمبالښت لپاره باید پلان جوړ شي. خو کره نېټه یې لا نه ده اعلان شوې.

  8. وروستی, د سعودي عربستان د تېلو پر سترې کارخونې د برید هڅه؛ کوېت هم د بریدونو له څپې سره مخ دی

    د سعودي عربستان دفاع وزارت وايي چې هلته د تېلو پر یوې سترې کارخونې د بې‌پېلوټه الوتکې د برید هڅه شوې ده.

    د برید دا هڅه د (راس تنوره) په نوم د تېلو پر چاڼ‌خونې شوې او د سعودي دفاع وزارت ویلي،‌ "اټکل کېږي چې برید د بې‌پېلوټه الوتکې پر مټ شوی خو په پایله کې یې چا ته کوم زیان نه د اوښتی."

    د تېلو پر دې کارخونې مخکې هم ایران برید کړی و او له سپوږمکۍ په اخیستل شوي دغه عکس کې یې حالت ښکاري:

    د تېلو فابریکه

    د عکس سرچینه، VANTOR

    د ایران په ختیځ کې "لویه چاودنه"

    په ورته حال کې د ایران په ختیځ کې د چاودنې غږ اورېدلی شوی دی.

    د ایران دولتي رسنیو او په سیمه کې د اې‌اېف‌پي خبري اژانس خبریال ویلي چې د تهران په ختیځ کې د یوې "لویې چاودنې" خبر ورکړل شوی دی.

    دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيل دفاعي ځواکونو وویل چې هوايي ځواک یې هلته د ایراني رژيم پر هدفونو "پراخ بریدونه" پیل کړي دي.

    د برید شېبه

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، په سیمه کې مېشتو ځینو کسانو ویلي چې د بریدونو له کبله د خلکو ترمنځ سخته وېره او اندېښنه خپره ده.

    پر کوېت د توغندیو او ډرون بریدونه

    د کوېت وسله‌وال ځواکونه وايي چې هېواد یې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له یوې څپې سره مخامخ دی.

    پرخپله اېکس‌پاڼه یې لیکلي چې بریدونو ته په ځواب ویلو لګیا دي.

    د امریکا او اسرائيل د بریدونو په غچ کې ایران تر دې مخکې په دوبۍ او قطر کې هم د امریکا نظامي هدفونه په نښه کړي دي.

  9. وروستی, په دوبۍ کې د امریکا پر کونسلګرۍ د ایران د ډرون برید شېبه

    د ویډیو تشریح، ایران په دوبۍ کې د امریکا کونسلګري په ډرون برید سره په نښه کړې

    هغه انځورونه چې د بي‌بي‌سي ارزونکې څانګې تایید کړي، ښيي چې په دوبۍ کې د امریکا د کونسلګرۍ له ودانۍ د سې شنبې پر ماښام د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) له برید وروسته د اور لمبې پورته کېږي.

    د فبروري له ۲۸مې راهیسې چې د امریکا او اسرائیلو بریدونه پیل شوي، ایران په سیمه کې د امریکا پر اډو او متحدینو ځوابي بریدونه کړي دي.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره شپه خبریالانو ته وویل چې یوې بې پیلوټه الوتکې د سې شنبې پر شپه د کونسلګرۍ د اداري ودانۍ ترڅنګ د موټر درولو یو تمځای ویشتی دی. نوموړي زیاته کړه چې "د سفارت د ټولو کارکوونکو حساب یې اخیستی او روغ رمټ دي."

  10. وروستی, اسرائيل په تهران کې پر امنیتي‌ هدفونو او ایران په دوبۍ او قطر کې پر امریکايي مرکزونو بریدونه کړي

    اسرائيل وايي چې په تهران کې یې د ایران پر امنیتي مرکزونو بریدونه کړي دي.

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د عربي ژبې ویاند افيخاي ادرعي ویلي چې اسرائيلو په تهران کې "لسګونه نظامي هدفونه په نښه کړي دي."

    په دغو بریدونو کې د ایران د انقلابي ګارد اړوند د یوه نیمه‌نظامي ځواک مرکزونه او "د اکمالاتو او لوژيستیک ریاست" هدف ګرځول شوي دي.

    د اسرائيل دفاعي ځواکونو ګواښ کړی چې د ایران رژيم په زېربناو باندې به "خپلو بریدونو ته دوام" ورکړي.

    ایران په قطر کې د امریکا هوايي اډه په توغندي ویشتې

    قطر

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په همدې حال کې ایران په قطر کې امریکايي اډه په توغندي ویشتلې ده.

    د قطر دفاع وزارت ویلي چې ایران دوه بالیسټیک توغندي ور توغولي وو چې یو یې د قطر دافع هوا شنډ کړی خو دویم یې په العدید هوايي اډه کې لګېدلی دی.

    العدید په سیمه کې د امریکا تر ټولو لویه اډه ده.

    قطر ویلي دي چې په دې پېښه کې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

    په دوبۍ کې د امریکا کونسلګري په نښه شوې

    د ویډیو تشریح، ایران په دوبۍ کې د امریکا کونسلګري په ډرون برید سره په نښه کړې ده

    تر العدید هاخوا ایران په دوبۍ کې د امریکا کونسلګري هم تېر ماښام د یوې بې‌پېلوټه الوتکې پرمټ په نښه کړه.

    بي‌بي‌سي ته په رسېدلو ویډیوګانو کې د دغه برید شېبه ښکاري چې د کونسلګرۍ ودانۍ نه د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.

    تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبریالانو ته پر دې کونسلګرۍ د برید پخلی وکړ. هغه وویل چې بې‌پېلوټه الوتکه د کونسلګرۍ ودانۍ د موټرو تمځي ته نږدې لګېدلې او چاودلې ده او په وینا یې، که څه هم "زموږ سفارتونه او ډېپلوماتیک بنسټونه د ترهګر رژيم تر مستقیمو بریدونو لاندې دي" خو "موږ ډېر خوشاله یو چې [په دغه برید کې] هېچا ته هم زیان نه دی اوښتی."

    له هغه وروسته چې امریکا او اسرائيل په ګډه او یو ځای پر ایران بریدونه پیل کړي، ایران یې په غچ کې په خلیج هېوادونو کې د امریکا اډې په نښه کوي.

  11. وروستی, د اسرائيل دفاع وزیر: د خامنه‌اي هر ځای‌ناستی به په نښه شي

    د اسرائيل دفاع وزیر اسرائيل کاتز اخطار ورکړی چې هر هغه کس به په نښه کړي چې په ایران کې د خامنه‌اي ځای‌ناستی ټاکل کېږي.

    ښاغلي کاتز ویلي،‌ "هر هغه مشر چې د ایران د ترهګر رژيم له لوري د دې لپاره غوره کېږي چې پلان لري اسرائيل له منځه یوسي، امریکا ته ګواښ پېښ کړي، د نړۍ او سیمې خپلواک هېوادونه او د ایران خلک وځپي نو چې هر ځای پټ وي او چې په هر نوم یادېږي، خامخا به له منځه یووړل شي."

    د ایران اسلامي جمهوریت مخکېنی ستر مذهبي مشر علي خامنه‌اي تېره شنبې په خپل استوګنځي کې د اسرائيل او امریکا په ګډ برید کې ووژل شو.

    اوس یې د ځای‌ناستي ټاکلو په هکله په ایران کې د مشرتابه شورا یا (خبرګان رهبري) ترمنځ خبرې او رایه اخیستل روان دي خو تر اوسه یې وروستۍ پایله په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.

  12. د امریکا، اسرائيلو او ایران کړکېچ: په منځني ختیځ کې د ویجاړۍ صحنې

    د تهران په مرکزي برخه کې د فردوسي چوک شاوخوا

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د مارچ پر درېیمه د تهران په مرکزي برخه کې د فردوسي چوک شاوخوا له هوايي برید وروسته د زیانمنو شویو ودانیو یوه صحنه.
    د لبنان د بیروت په جنوبي څنډو کې د اسرائیلو د بریدونو وروسته

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د مارچ پر درېیمه د لبنان د بیروت په جنوبي څنډو کې د اسرائیلو د بریدونو وروسته د ویجاړو شویو ودانیو څخه لوګي پورته کېږي.
    د عراق شمال د کردستان په خپلواکه سیمه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د مارچ پر درېیمه، د ایران بریدونو د عراق شمال د کردستان په خپلواکه سیمه کې یو ښار په نښه شوی. په دې سیمه کې د امریکا ستره کونسلګري ده.
    د اسرائیلو بني براک ښار

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د مارچ پر درېیمه د اسرائیلو په بني براک ښار کې د ایران د توغندیو له برید وروسته ویجاړ شوي موټرونه.
    د متحده عرب اماراتو د فجیره د تیلو صنعتي سیمې څخه لوګی پورته کیږي.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د متحده عرب اماراتو د فجیره د تیلو صنعتي سیمې څخه لوګی پورته کیږي.
  13. هرانا: په ایران کې له زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي

    په امریکا کې د بشري حقونو فعالانو یوه اداره هرانا، وايي د فبروري له ۲۸مې (پر ایران د امریکا او اسرائیلو د برید له ورځې) راهیسې په ایران کې "۱۰۹۷ ملکي وګړي" وژل شوي دي.

    د یادې ادارې په وینا، "له دې ډلې ۱۸۱یې د لسو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي." د ملکي ټپيانو شمېر هم "۵۴۰۲ ته رسېدلی، چې ۱۰۰ تنه ماشومان هم په کې شامل دي."

    د بشري حقونو دغه اداره وايي یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰۴ بریدونه شوي دي. د دوی په وینا، په دې بریدونو کې "پوځي اډې، طبي مرکزونه او د استوګنې سیمې" په نښه شوې دي.

    هرانا وايي د دې بریدونو په پایله کې د سلګونو کسانو د مرګژوبلې راپورونه څېړي.

  14. ټرمپ: رضا پهلوي ډېر ښه شخص دی، خو ښايي له دننه یو څوک ډېر مناسب وي

    د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه د سې شنبې په ورځ وپوښتل شول چې د ده په اند شهزاده رضا پهلوي د ایران د راتلونکي لپاره نوماند دی؟

    ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وويل، "زه فکر کوم چې هغه [ښه شخص] دی. ځینې خلک هغه خوښوي، خو موږ د هغه په ​​اړه ډېر فکر نه دی کړی. زماپه اند له دننه یو څوک به ډېر مناسب وي. ما مخکې ویلي وو چې هغه یو ډېر ښه شخص ښکاري. خو زه فکر کوم یو څوک چې همدا اوس هلته وي او مشهور وي [به ډېر مناسب وي]، که چېرې داسې یو کس وي. داسې خلک شته دي."

    دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلي ټرمپ د شهزاده رضا پهلوي په اړه په شک خبرې کړې دي.

    ښاغلي ټرمپ په جنوري کې رویټرز ته ويلي وو، "هغه یو ډېر ښه کسښکاري، خو زه نه پوهېږم چې هغه به په کور دننه څنګه کار وکړي. زه نه پوهېږم چې هېواد به یې مشرتابه ومني، خو که دوی داسې وي، دا به زما لپاره د منلو وړ وي."

    د امریکا د ولسمشر څرګندونې ښايي د ځینو هغو ایرانیانو لپاره چې واک ته د پهلوي کورنۍ د بېرته راستندو پلوي دي به د اندېښنې وړ وي.

    ځينې نور بيا د ښاغلي ټرمپ له ارزونې سره همغږي ښکاري او پوښتنه کوي چې ایا شهزاده رضا پهلوي چې لسيزې له هېواده بهر پاتې شوی، وبه کړای شي چې ایران اداره کړي؟

  15. وروستی, واشنګټن پوسټ په سعودي کې د سي ای اې پر دفتر د مشکوک ډرون برید راپور ورکړی

    واشنګټن پوسټ په سعودي کې د سي ای اې پر دفتر د مشکوکډرون برید راپور ورکړیامریکایی ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د دوو باخبره سرچينو په حواله لیکلي چې "ایران د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان په سفارت کې د سي ای اې مرکز د مشکوکډرون په واسطه په نښه کړی دی."

    که تائید شي واشنګټن پوسټ دا برید د ایران لپاره د لویې لاسته راوړنې په توګه یاد کړی او لیکلي یې دي، "د امریکا او سعودي حکومتونو تائید کړې چې دوو ډرونونو په ریاض کې د امریکا د سفارت په ودانۍ برید کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې په برید کې د امریکا د استخباراتو مرکز هم په نښه شوی دی."

    تېره ورځ، په ریاض کې د امریکا د سفارت په ودانۍ د برید خبر ورکړل شوی و.

  16. امریکا وايي په دوبۍ کې یې پر کونسلګرۍ ډرون برید شوی دی

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لږ شېبه وړاندې په دوبۍ کې د امریکا پر کونسلګرۍ د ډرون برید پخلیوکړ او زیاته یې کړه چې په دې پېښه کې چا ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، ډرون د لومړي وزیر د دفتر ودانۍ ته نژدې تم ځای کې لګېدلی چې له کبله یې په سیمه کې اور لګېدلی دی.

    نوموړي زیاته کړه، "ټول کارکوونکي خوندي دي".

    ښاغلي روبیو وویل، چې امریکا لا دمخه په خپلو ډیپلوماټیکو تاسیساتو کې د خپلو کارکوونکو کمولو پروسه پیل کړې ده.

  17. په بیروت کې د امریکا سفارت 'تر نامعلومې نېټې وتړل شو'

    د لبنان پلازمېنه بیروت کې د متحده ایالاتو سفارت ویلي چې دا به "تر نامعلومې نېټې پورې تړلی وي".

    سفارت په خپله ویناپاڼه کې ویلي: "ټولې نورې عادي او اضطراري کونسلي لیدنې لغوه شوې دي،" او زیاته کړې یې ده چې د سفارت د بېرته پرانیستلو په اړه به وروسته تازه معلومات خپاره شي.

    بیروت او د لبنان سوېلي څنډې په وروستیو ورځو کې د اسرائیلي بریدونو شاهدې دي.

    اسرائیل وایي دا بریدونه په لبنان کې د مېشتې او د ایران تر ملاتړ لاندې وسله والې ډلې، حزب‌الله، د بریدونو په ځواب کې ترسره کوي.

    د بیروت د سفارت د تړلو دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې امریکا په کویټ کې خپل سفارت او په ریاض (سعودي عربستان) کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت هم تر نامعلومې نېټې پورې وځنډول. په ریاض کې د امریکا پر ماموریت یوه ډرون الوتکه لګېدلې وه همدارنګه، پرون په اردن کې هم امریکایي سفارت وروسته له هغه تخلیه شو چې نږدې ورته د چاودنو غږونه واورېدل شول.

    په مسقط (عمان) کې د امریکا سفارت خپلو کارکونکو ته په خوندي ځایونو کې د پاتې کېدو امر کړی و، خو اوس دغه امر تر یوه بریده لغوه شوی دی.

  18. وروستی, په ایران او سیمه کې د وروستي وضعیت حال

    پر ایران له یوه هوايي برید وروسته د تهران په مرکزي برخه کې لوګي لیدل کېږي.

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، پر ایران له یوه هوايي برید وروسته د تهران په مرکزي برخه کې لوګي لیدل کېږي.

    ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه لا هم روان دي وايي، ایران ته یې ویلي، د خبرو لپاره ''اوس ډېر ناوخته دی''. هغه خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب په ظهران ښار کې، چې د تېلو د صنعت مهم مرکز دی، د ایران برید ''ژر''امکان لري.

    ولسمشر ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریچ میرز سره لیدلي او تمه کېږي چې وینا به وکړي.

    په ایران کې دننه:

    د ایران د سرې میاشتې ټولنې په وینا، له هغه راهیسې چې امریکا او اسرائیل د شنبې په ورځ پر تهران د بریدونو لړۍ پیل کړې، تر اوسه ۷۸۷ کسان وژل شوي دي. په جینیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران سفیر علي بحریني خبریالانو ته ویلي چې تهران له امریکا سره د خبرو د ګټې په تړاو ''شکمن'' دی.

    د تهران مهراباد نړیوال هوايي ډګر هم بریدونه شوي، چې ډېری د کورنيوالوتنو چارې پرمخ وړي.

    د اسرائیل پوځ:

    د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي چې دوی په تهران او اصفهان ښارونو کې پر مهمو ځایونوپراخ بریدونه بشپړ کړي دي. د هېواد دفاع وزیر اسرائیل کاتز اعلان کړی چې ځمکني ځواکونه به یې لبنان ته داخل شي چې ''نورې ستراتیژیکې سیمې ونیسي'' او ''د سرحدي سیمو خلکخوندي کړي''.

    د سیمې وضعیت:

    ایران غچ اخیستونکي بریدونه روان ساتلي، چې د خلیج تر نهو هېوادونو پورې رسېدلي دي. متحدو عربي اماراتو ویلي، له شنبې راهیسې یې ۱۷۲ایراني توغندي او ۷۵۵بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.

    قطر وايي، له تهران سره روانې اړیکې نه لري، او سعودي عرب په ریاض کې د امریکا پر سفارت د ایران برید غندلی دی.

    د برېتانیا رول:

    د بریتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر اعلان کړی چې برېتانیا به په قبرس کې په د شاهي هوايي پوځ په اکروتیري هوايي اډې کې هوايي دفاعي سیستمونه پیاوړي کړي.

    برېتانیا پلان لري چې د ډرون ضد وړتیا لرونکې چورلکې واستوي او دغه رازبه د هوايي دفاع ویجاړوونکې بېړۍ ایچ ایم اېس ډراګون ختیځې مدیترانې ته ولېږي.

    دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې د ار اې ایف اکروتیري د الوتنو ځغاستلار یا رن وې د یوې بې‌ پیلوټه الوتکې له امله وویشتل شوه اود دفاع وزارت یې زیان ''کم'' بللی دی.

  19. له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړې سره څنګه د خوراکي توکو بیې لوړېدای شي

    د منځني ختیځ له جګړې سره د تېلو او ګازو بیې لوړې شوېدي، خو که چېرې دا شخړه د نړیوالو لېږد رالېږد (بارچالانۍ) پر بهیر اغېز ته دوام ورکړي، نو ښايي د کرنیزو حاصلاتو کمښت او د خوړو د بیو لوړوالی هم رامنځته کړي.

    د یارا شرکت اجرایوي مشرسوېن توره هولسټر د ''ورلډ بزنس ایکسپرېس'' پروګرام ته وویل، که د هرمز تنګی تړلی پاتې شي، د نړۍ په کچه به د جوارو، غنمو او وریجو غوندې بنسټیزو خوراکي توکو بیې لوړې شي، ځکه دا سمندري لاره د نړۍ د یوریا شاوخوا درېیمېبرخېلېږد لپاره ډېره مهمه ده. یوریا د سرې (کیمیاوي کود) یو بنسټیزه برخه ده.

    سوېن توره هولسټر، چې په نړۍ کې د سرې جوړولو د دویم ستر شرکت مشري کوي، وویل: ''په ځینو حاصلاتو کې ښايي تر ۵۰ سلنه پورې کمښت ووینو.''

    هغه زیاته کړه چې د دې تنګي تړل کېدل په داسې وخت دي چې بزګران او کروندګر د خپلو کروندو لپاره د سرې د اخیستلو او کارولو په حال کې دي، ځکه د یوریا عرضه له محدودیت سره مخامخشوې ده.

  20. د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت وايي، ۱۷۲ ایراني توغندي یې شنډ کړي

    د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت وايي، د شنبې پر ورځ د امریکا او اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې په سیمه کې د ایران د بریدونو پر مهال، د دوی هوايي دفاعي سیستم ۱۷۲ توغندي شنډ کړي دي.

    د دفاع وزارت د یوه ویاند په وینا، ټولټال ۱۸۶ توغندي توغول شوي وو، چې له ډلې یې ۱۳ په سمندر کې غورځېدلي او یو یې د متحده عربي اماراتو په خاوره کې پرېوتی دی.

    ویاند زیاته کړې چې ځواکونو یې ۸۱۲ ایراني بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم کشف کړي، چې له دې ډلې ۷۵۵ ویجاړ شوي او ۵۷ د هېواد دننه لوېدلي دي.

    متحده عربي اماراتو همداراز د اتو کروز توغندیو د ویجاړولو ادعا کړې، خو د ویاند په خبره: ''له دې امله یو څه زیان اوښتی، درې کسان وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي.''

    ایراني توغندي

    د عکس سرچینه، Reuters