پر ایران د اسرائیل او امریکا بریدونو په ترڅ کې لږترلږه ۳۰۰ ایرانیان پاکستان ته رسېدلي, د سویلي اسیا لپاره د بي بي سي خبریاله، ازاده مشیري
پاکستاني چارواکي وايي، پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو په ترڅ کې لږترلږه ۳۰۰ ایرانیان دې هېواد ته رسیدلي دي.
پاکستان په بلوچستان ایالت کې له ایران سره پوله لري، چې له مخکې یوه ناامنه سیمه ده. بېلتون غوښتونکې ډلې هلته فعالې دي او له لسیزو راهیسې پکې ناامنۍ لیدل شوې.
پاکستاني مشران په اړیکو کې د توازن رامنځته کولو هڅې کوي. پاکستان تېر کال ولسمشر ټرمپ د نوبل سولې جایزې لپاره نومولی و، ځکه چې له امریکا سره یې اړیکې زیاتې شوې.
خو سره له دې چې د سني اکثریت لرونکی هېواد دی، په ټول پاکستان کې شیعه ټولنې شته، چې په ایران کې د جګړې سخت مخالفت کوي.


