د ایران لوی څارنوال: د اخلاقو (ارشاد ګزمې) پولیس لغوه شول

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران لوی څارنوال محمد جعفر منتظري په دې هېواد کې د ارشاد یا اخلاقو د پولیسو د لغوه کېدو اعلان کړی. دا پولیس په ایران کې د (ارشاد ګزمې) په نامه یادېږي چې په واټونو کې د ښځو د حجاب څارنه کوي.

منتظري خبریالانو ته یوه ناسته کې ویلي، چې "د اخلاقو پولیس له قضاء سره هېڅ تړاو نه لري او لغوه شوي دي".

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته - چې د اخلاقو د لارښوونې پولیسو په توقیف کې مړه شوې وه، پراخ ولسي لاریونونه پیل شول.

ځینې د اخلاقو اړوندو پولیسو لغوه کېدل د حجاب اړوند قانون د بدلون په معنا نه بولي.

تمه کېږي چې لاریونیان به دا یو ځنډنی او ناکافي ګام وګڼي، ځکه چې دوی د ډېرو نورو مسلو په اړه هم قهرېدلي دي چې فساد او بې وزلي یې په سر کې راځي او اوس داسې انګېري چې ګنې واکمن نظام (کمزوری شوی) دی.

د اخلاقو یا ارشاد ګزمې پولیس د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د واکمنۍ پرمهال د "پت او حجاب" د کلتور دودولو په موخه جوړ شول او د ارشاد پولیسو ګزمې په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوې.

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

کله چې له ښاغلي منتظري وپوښتل شول چې ولې ارشاد پولیس لغوه شول، لنډ ځواب یې دا و چې "د ارشاد ګزمې پولیس له قضائیه قوې سره هېڅ تړاو نه لري او له هر ځای چې پیل شوي وو همالته لغوه شول".

ده ټینګار وکړ چې "البته قضائیه قوه به د ټولنې په کچه پر کړنو خپل څار روان وساتي".

دغه قضائي چارواکي داسې مهال څرګندونې کړې چې د ایران د قوانینو پربنسټ "بې‌حجابي" جرم دی او سرغړوونکې ته یې د اسلامي قوانینو له مخې سزا ورکول کېږي.

په ایران کې حجاب د امریکا له ملاتړ برخمن پخواني شاهي نظام له ړنګېدو څلور کاله وروسته او په ۱۹۷۹ کال د اسلامي جمهوریت جوړېدو سره لازمي وګرځېد.

له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د اخلاقو پولیس ښځو ته تر توقیفولو مخکې لارښوونې کوي، د ارشاد اړوند ماموران په ځانګړي زرغون یونیفورم او مامورانې په تور ټیکري کې ګزمې کوي.