ايران څلور کسان اسرائيلو سره د همکارۍ په تور اعدام کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ايران د قضائيه قوې رسنيز مرکز اعلان کړی چې د دغه هېواد څلور وګړي چې د روان کال په جون مياشت کې له اسرائيلو سره د همکارۍ په تور نيول شوي وو اعدام کړي دي.
څو ورځې وړاندې قضايه قوې اعلان وکړ چې د ايران اسلامي جمهوريت سترې محکمې د دغو څلورو کسانو د اعدام حکم تصویب کړ.
د ايران د قضائيه قوې له خوا خپاره شوي خبر کې ويل شوي، "دغې ډلې چې د صهيونيستي (اسرائيلو) استخباراتو په لارښوونه يې د شخصي او عامه شتمنيو په غلا او ويجاړولو، انسان تښتونه، د دروغو اعترافونو ترلاسه کولو کې ښکېل وو چې وروسته د استخباراتو له خوا ونيول شول. "
ايران اسرائيل په رسميت نه پېژني او د "صهيونست رژيم" په نامه يې يادوي.
د خبر له مخې درې نور تورن کسان هم د هېواد امنيت ته د ګواښ، سړي تښتونه کې د مرستې او وسلو لرلو په تور له پنځو تر لسو کلونو په بند محکوم شوي دي.
د تورنو کسانو له اعدام مخکې د ايران حکومت د دوی اعترافونه د تلويزيون له لارې خپاره کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونو په ايران کې د اعدامونه د شمېر د زياتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.
دغه کسان په داسې حال کې اعدامېږي چې په ايران کې له يوولسو اوونيو راهيسې د حکومت ضد لاريونونو لا هم روان دي. د ايران حکومت، امريکا، بريتانيا، اسرائیل او په بهر کې مېشتې کوردۍ ډلې د دغو احتجاجونو په پارولو تورنوي.
د ايران قضايي ادارې تراوسه د دغو مظاهرو په تړاو شپږ کسان په اعدام محکوم کړي.
د بښنې نړيوال سازمان وايي، د رسمي راپورونو له مخې په نيول شويو کسانو کې لږ ترلږه ۲۱ تنو ته د مرګ سزا اورول کېدی شي.
د بشري حقونو د ډلو په وينا له چين وروسته ايران کې د کلنيو اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ثبتېږي.
په ورته وخت ايران کې د بندیانو د وضعيت يو شمېر بنسټونو خبرداری ورکړی چې تورن کسان د تلويزيوني او جعلي اعترافونو له امله مجازات کېږي او د دغه هېواد په محکمو کې عادلانه اجرات نه کېږي.
























