اسراییلو د بریتانیا یو مرستیال وزیر نیم ساعت له اقصا جوماته بهر درولی و

لرد

د عکس سرچینه، Lord Ahmad

د عکس تشریح، ښي لاس ته لرد احمد د اسراییلو اقتصاد وزیر یره د لیدو پر مهال دی
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د اسراییلو د لږ تر لږه دېرش دقیقو لپاره د بریتانیا یو مرستیال وزیر طارق احمد د بیت المقدس په اقصا جومات کې ننوتو ته نه وو پريښی.

لرد احمد چې په منځني ختیځ کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر مرستیال او مسلمان دی داسې حال کې جومات ته نه وو پرېښودل شوی چې د لمونځ کولو لپاره ننوتو.

بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال ټام بیټمن وايي،‌ احمد او ورسره مل پلاوی یې سیمې ته تللي و او تمه وه چې د دغه ځای والي سره وګوري.

اقصا جومات په مکه کې له مسجد الحرم او په مدینه کې د مسجدالنبوي نه وروسته په اسلام کې تر ټولو سپیڅلی ځای دی.

د دغه جومات مشري د وقف بنسټ په غاړه ده او د بیت المقدس لوی مفتي یې مشري کوي.

دا سیمه چې د مسلمانانو لپاره حرم شریف او د یهوانو تر منځ د معبد غره په نامه پېژندل کېږي په نیول شوي ختیځ بیت المقدس کې پرته ده او د ښار تر ټولو سپیڅلی ځای دی.

بریتانوي چارواکو د اسراییلو سرحدي پولیسو ته ویلي چې، طارق احمد د بریتانیا د حکومت مرستیال وزیر و او سفر په اړه یې له وړاندې همغږي شوې وه خو ظاهرا دا خبره نه ده منل شوې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

پر ټوېټر یوه خپور شوي تصویر کې هم ښکاري چې د بریتانیا د بهرنیو چارو مرستیال بیا د اسراییلو د بهرنیو چارو له وزیر الي کوهن سره هم کتلي.

د اقصا له جوماته د وتلو پر مهال احمد بي بي سره خبرو کې دا پېښه "کم ارزښته" وبلله او دا یې د امنیتي چېک مسله یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې "مهمه خبره د سپیڅلو ځایونو لیدل دي."

اسراییلي چارواکو احمد سره د لیدنې پر مهال پر دوه اړخیزو او نړیوالو اړیکو خبرې کړي دي.

بریتانوي چارواکو ويلي چې په دغه غونډه کې د ازادې سوداګرۍ پر تړون او د سیمې او امنیت په مسلو تمرکز شوی دی.

احمد طارق ویلي، د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزې اړیکې او سوداګریز شراکت مخ په ښه کېدو دی او په وینا یې"اړیکې یې پراخې شوي دي."

خو هغه ډله چې د بریتانیا او عربو اړیکو ته وده ورکوي بریتانیا تورنه کړې چې د اسراییلو د نوي حکومت "توکمپالي دریځ" ته یې سترګې پټې کړې دي.

تېره میاشت د بریتانیا د پارلمان یوې ډلې بریتانیا حکومت ته د اسراییلو د نوي حکومت د "دوه ګوني او ناقانونه" چلند په اړه خپلې اندېښنې وړاندې کړې وې.

اسراییلي چارواکو ویلي چې له احمد سره یې د لیدو پر مهال د بریتانیا له هغه ملاتړ هم مننه کړې چې وروستیو کې یې ملګرو ملتونو کې ترې کړی و.

بریتانیا ملګرو ملتونو کې د عدالت نړیوالې محکمې ته د اسراییلو له خوا د فلسطیني سیمو د نیولو په اړه منفي رایه ورکړه.