سعودی بلاګر له اقصی جومات وشړل شو

د عکس سرچینه، Twitter
پر خواله رسنیو هغه وېډيويي کلیپ ډېر لاس په لاس شوی چې یو سعودي بلاګر د عرب خبریالانو په ډله کې اسراییلو ته تللی خو فلسطینیانو له بیت المقدس نه په ښکنځا او ناړو له کوڅو شړلی دی.
فلسطنیان پر سعودي فعال محمد سعود ډېر غوسه شوي، په یوه وېډیو کې ښکاري چې نوموړی اوږد عربي کمیس او توره چپنه او چلتار لري، فلسطینیان یې شاوخوا منډې، ښکنځاوې ورته کوي او ناړې ورتو کوي او له کوڅو یې شړي.
قهرېدلي کسان دغه سعودي ته د "صهیوني" او د اسراییلو د لاسپوڅي خطاب کوي.
ګڼو لمونځ کوونکو نوموړی مسجد الاقصی ته له ننوتلو منع کړی او چیغې ورباندې وهي چې "بهر ووځه.. دا پاک ځای دی نه د لاسپوڅو لپاره". ځوانان او ماشومان یې په بوټانو او پلاستیکي څوکیو ولي.
محمد سعود څوک دی؟
فعالانو او ټویټر کارنو محمد سعود د ریاض پاچا سعود پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل او بلاګر بللی دی.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د بي بي سي د څېړنو له مخې، نوموړی خبریال په عربي او عبري ژبو لیکنې کوي.
د نوموړي په ټویټر کې لیکل شوي چې دی د حقوقو محصل دی او له سیاست سره هېڅ تړاو نه لري. پر دېوال یې د سعودي او اسراییلو بیرغونه اېښي دي.
نوموړي داسې وېډیوګانې شریکې کړې چې د اسراییلو ستاینه کوي، او په یوه وروستۍ وېډیو کې اسراییلو ته د خپلواکۍ مبارکي ورکوي.
د اسراییلو رادیو ویلي، یو سعودی بلاګر له عربي هېوادونو څخه د شپږو مېلمنو په ډله کې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت په بلنه اسراییلو ته د سفر پرمهال قدس ته تللی دی.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر ویلي، دغه پلاوی به د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د پارلمان (کنیست) له غړو سره وګوري.
سربېره پر دې به د نازیانو د سیځلو موزیم او قدس کې دیني ځایونو ته ولاړ شي.

د عکس سرچینه، youtube
د دغو کسانو نومونه د امنیتي اندېښنو له کبله نه دي اعلان شوي، خو عربي او اسراییلي ورځپاڼو ویلي، په دې پلاوي کې د عراق، اردن او مصر خبریالان دي.
محمد سعود د اسراییلي پوځ له رادیو سره مرکه کې، چې په عبري ژبه خپره شوې، د اسراییلو له دولت سره خپله مینه ښودلې، وايي چې بیت المقدس ته تلل یې د خوب رښتیا کېده وو او "اسراییل د خپلې کورنۍ" غوندې ګڼي.






















