بریتانیا کې یوه ښځه د خپلې ملګرې د سر غوڅولو په جرم ۳۴ کاله بندي شوه

د مې شونګ د قتل قضیه کې د څېړنې پرمهال د جیما میشل غبرګون تل دا وچې ویل به یې "هېڅ تبصره نه لرم"!

د عکس سرچینه، Met Police

د عکس تشریح، د مې شونګ د قتل قضیه کې د څېړنې پرمهال د جیما میشل غبرګون تل دا و چې "هېڅ تبصره نه لرم"!

پر یوې ښځې د خپلې ملګرې د وژلو او سر پرې کولو له کبله د ۳۴ کلونو بند سزا ختلې ده. هغې د خپلې ملګرې مړی په یوه بکس کې اچولی او بیا یې لیرې غورځولی دی.

جیما میشیل ۲۰۲۱ کال جولای میاشت کې لندن کې خپله ۶۷ کلنه ملګرې چونګ پخپل کور کې وژلې ده.

قاضي وویل، له دې قضيې ښکاري چې میشل له دې وژلو خامخا کوم هدف درلود.

قاضي میشل ته په خطاب کې وویل: "اړ یم چې دې پایلې ته ورسېږم چې ته زښت ډېره تېر ایستونکې یې".

د جمعې په ورځ یوه وېډیو خپره شوه چې قاضي ریچرډ مارکس پکې ښکاري او په محکمه کې د ۳۸ کلنې ښځې په حق کې حکم صادروي.

میشل په انګلستان او وېلز کې محکمې ته د ننه د کامرو پرېښودلو د قوانینو له بدلېدو وروسته وروستیو کې لومړنی هغه قاتله اعلان شوې ده چې د محاکمې جریان یې پر تلوېزیونونو ښودل شوی.

دا لومړی ځل دی چې بریتانیا کې د قتل قضیو کې د محکمې د حکم اورېدو جریان کې کامرو ته اجازه ورکړل شوې
د عکس تشریح، دا لومړی ځل دی چې بریتانیا کې د قتل قضیو کې د محکمې د حکم اورېدو جریان کې کامرو ته اجازه ورکړل شوې

قاضي وویل "یو وېروونکی اړخ شته چې له وژلو وروسته دې ښځې د خپلې ملګرې پر جسد څه کړي دي".

دی وايي "هغې پر دې کار هېڅ پښېماني نه ده ښودلې او ښکاري چې ته پر خپل کار بشپړه منکره یې".

د شونګ مړی د وېلز سالکومپ په یوه ځنګل کې موندل شوی او سر یې څو ورځې وروسته ورڅېرمه بل ځای موندل شوی دی.

د ویډیو تشریح، د جیما میشل د نیول کېدو وېډیو

عدلي طب موندلې ده چې د وژل شوې ښځې سر ګوزارونه خوړلي او ډېر احتمال شته چې په وسله دې وژل شوې وي.‌

له وژل شوې ښځې کونډې سره د کلیسا له لارې میشل پېژندلي وو.

مې شونګ یوه متدینه مسیحۍ وه او رواني ستونزه یې لرله

د عکس سرچینه، Chong Family

د عکس تشریح، مې شونګ یوه متدینه مسیحۍ وه او رواني ستونزه یې لرله

کله چې اغلې شونګ د ویجاړ شوي کور - چې ۴ میلیونه پونډه ارزښت یې درلود - د رغولو له ۲۰۰ زره پونډو اخیستو منکره شوه، میشل هغه ووژله او د هغې د ملکیتونو د ترلاسه کولو لپاره یې د میراث جعلي اسناد او د هغې وصیت جوړ کړ. د وژل شوې ښځې میراث ۷۰۰ زره پونډه ارزښت درلود.

له مالیزیا نه د چونګ خور امي چونګ هم د محکمې د حکم اورېدو وېډیو کتله.

دې وویل، چې خوب یې ورک شوی، سخت "ټکان یې خوړلی او خپه شوې"‍ ده. نه پوهېږي دا غمیزه او وېروونکې وژنه ولې شوې ده.

د څار کامرو په انځورونو کې ښکاري چې جيمي میشل یو دروند ابي بسک کشوي، باور کېږي چط د شونګ مړی به په کې و

د عکس سرچینه، Met Police

د عکس تشریح، د څار کامرو په انځورونو کې ښکاري چې جيما میشل یو دروند ابي بسک کشوي، باور کېږي چط د شونګ مړی به په کې و