کینیا کې یوې مذهبي فرقې سره د یو ځای شوې ښځې مړی بېرته رایستل کېږي

لطف النساء

د عکس سرچینه، IMRAN ADMANI

یوې بریتانوۍ کورنۍ د دې حق تر لاسه کړی چې د خپلې هغې ښځې مړی د طبي ازموینې لپاره له قبره بېرته راوباسي چې وايي، په کینیا کې یوې مذهبي فرقې سره یو ځای کېدو نه وروسته مړه شوې ده.

لطف النساء کواندواله په ۲۰۲۰ کې د یوه روحاني مشر په کور کې په مومباسا سیمه کې مړه شوې وه.

چارواکو ادعا کړې وه چې هغه په طبعي مرګ مړه شوې او هېڅوک یې په تړاو نیول شوي او یا پوښتل شوي نه وو.

خو کورنۍ یې په دې باور ده چې هغه وژل شوې ده.

اوس یې تازه په محکمه کې دا حق ګټلی چې د لطف النساء مړی د ازموینې لپاره راوباسي او خپله دا دعوه سمه ثابته کړي.

کورنۍ یې د محکمې پر دې پرېکړه خوښه ده او وايي چې له دې سره به "انصاف بریالی" او عدالت پلی شي.

ورور یې عمران ادماني بي بي سي ته وویل، دې پرېکړې " که یو خوا موږ ډېر عاطفي او احساساتي کړو نو بلخوا ډېره د خوښۍ شېبه هم وه."

لطف النساء ۴۴ کلنه او د بریتانیا د لېسټر اوسېدونکې وه.

"هغه ځکه ژر خاورو ته سپارل شوې چې ټول شواهد له منځه یوړل شي"

لطف النساء
د عکس تشریح، ورور یې عمران ادماني وايي، دوی سره ډېرې پوښتنې دي چې باید حل شي.

ورور یې وايي، هغه د ۲۰۱۹ کال په اګست کې د خپلې خسرګنۍ لیدو ته کینیا ته تللې وه او په دې تکل وه چې څو میاشتې وروسته بېرته بریتانیا ته ستنه شي خو د کورونا وبا له کبله پر سفرونو بندیز هغه پرې نه ښودله چې له کینیا خپل کور ته وګرځي.

د لطف النساء د کورنۍ په خبره، هغه په دې موده کې په مومباسا ساحلي سیمه کې له یوې جنجالي مذهبي فرقې سره یو ځای شوې وه.

کورنۍ یې ادعا کوي چې ګواکې هغه وژل شوې او ځکه په بېړه خاورو ته سپارل شوې چې ټول شواهد له منځه یوړل شي.

په مومباسا کې د یوې محکمې د تېرې اوونۍ د پرېکړې له مخې به اوس د کینیا اړوند ادارې د هغې مړی عدلي طب ته د ازموینو لپاره سپاري او د مړینې اصلي لامل به یې مومي.

تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او د پولیسو له لوري‌ لا په دې اړه څېړنې نه دي‌ پیل شوې.

خو کورنۍ یې بي بي سي ته ویلي چې د هغې د مړي راسپړلو امر پخپله د دې قضیې د پیلېدو او د ستونزې د حلېدو لپاره لومړی ګام دی.

ښاغلی ادماني وايي، "بل ګام به د دې څرګندېدل وي چې که هغې سره کومه ناوړه لوبه شوې وي. هیله ده ډېر ژر راته په ډاګه شي چې هغې سره څه شوي وو."