ایران کې پراخ لاریونونه؛ پر 'احتجاج کوونکو بيا د ډزو' راپورونه ورکړل شوي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د اینټرسېپټ په نوم د یوه امریکا مېشتي خپرندوی بنسټ څېړنې ښيي چې د ایران امنیتي ځواکونه احتجاج کوونکي د هغوی د موبایلونو له لارې ټرک کوي یا څاري، ځای ځایګی یې مالوموي او نیسي یې.
دغه خپرندوی بنسټ وايي، ښايي احتجاج کوونکي به حیران وي چې څنګه یې پولیس پټنځی او یا جغرافیايي ځای ځایګی پيدا کوي او د دوی د اړیکو په اړه هم ټول مالومات تر لاسه کوي.
د اینټرسېپټ خپرونې د مالوماتو له مخې، که څه هم تر اوسه دا کیسه ناڅرګنده پاتې ده چې دوی د دې لپاره څه ډول تخنیکونه کاروي خو ایران حکومت په پراخه کچه دغه "پټ وحشت" پیل کړی او د احتجاج کوونکو تر منځ یې وېره خپره کړې ده.
له دې سره سره چې د ټول ایران په کچه انټرنټي خدماتدولت تر ډېره سانسور او محدود کړي دي خو د اینټرسېپټ په وینا، د ایران حکومت ډېرې کره او پرمختللې وسیلې لري او په دې برخه کې کار ترې اخلي.
اینټرسېپټ داسې اسناد تر لاسه کړي چې پر بنسټ یې وايي، د دې کار لپاره د "سیام" (SIAM) په نوم یو کمپيوټري سیسټم د ایران د راډيويي اړیکو او مقرراتو د تنظيم سازمان یا سي.ار.اې له لوري کارول کېږي چې په اصل کې د اړیکو تر منځ د اخلال پیدا کولو یوه اله یا وسیله ده.
د دغه بنسټ په رپوټ کې راغلي، سیام داسې یو سیسټم دی چې د موبایل او پکې د شته سیم کارت په مرسته د مشتري یا د ګرځنده ټلیفون کاروونکي ټول مالومات مخابراتي شرکت ته لېږي.
د اینټرسېپټ د مالوماتو پر بنسټ دغه سیسټم موبایل کاروونکي له دې پلوه هم له ستونزو سره مخ کوي چې که چا سره غواړي اړیکه ونیسي نو تر ډېره به یې اړیکه پرې کېږي او یا به یې کرښه ډېره خرابه وي، همدا راز موبایل ته ورکړل شوی کوډ یې الوځولی شي، د هغه د تګ راتګ سیمې او فعالیتونه هم ټرک او یا پېژندلی شي او پر دې هم پوهېدلی شي چې کله یې له چا سره څنګه پر ټلیفون خبرې کړې دي.
د ګرځنده ټلیفونونو د امنیت کارپوهان وايي، دا سیسټم د احتجاج کوونکو لپاره یو ډېر روښانه ګواښ دی.
پر 'احتجاج کوونکو بيا د ډزو' راپورونه ورکړل شوي

د عکس سرچینه، Twitter
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د ايران امنيتی ځواکونو خرم اباد ته څېرمه پر حکومت ضد مظاهره چيانو ډزې کړې دي.
په دغه هېواد کې ناکرارۍ وروسته له هغه پيل شوې چې مهسا اميني ۴۰ ورځې وړاندې د پوليسو په توقيف کې مړه شوه.
د بشري حقونو د يوې ډلې په وینا يو کس په مهاباد کې او بل په سنندج کې په ډزو وژل شوي دي. خو بي بي سي په خپلواکه توګه دغه راپورونه نه دي تائيد کړي.
د ايران په بېلابېلو برخو کې تر دې مهاله د دې پراخو لاريونونو له امله تراوسه لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي.
د ایران مهاباد دولتي ودانیو مخې ته زرګونه اعتراضیان راغونډ شوي وو. پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې معترضان د ښاروالۍ او قومندانۍ د ودانیو مخې ته را ټول شوي وو.
د کردستان د بشر حقونو شبکې منلې چې د اسمعیل مولودي په نامه یو ۳۵ کلن معترض په مهاباد ښار کې د مهسا امیني د مړینې د څلوېښتمې ورځې په مناسبت د اعتراض پرمهال د امنیتي کسانو په ډزو وژل شوی دی.
معترضانو "کردستان، کردستان، د فاشیستانو ګورستان" او "مرګ پر دیکتاتور" شعارونه لېږدول.
تر اوسه بي بي سي فارسي ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري چې هلته ډزې روانې دي.
د ایران دولتي رسنیو دغه اعتراضونه د "اړ و دوړ" جوړوونکو کار بللی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ایراني چارواکي او حکومت پر معترضانو د "اړ و دوړ" تور پورې کوي او وايي د دوی تر شا بهرني لاسونه او لمسوونکې رسنۍ دي.
په مهاباد کې ځینې نور اعتراضیان د ښاروالۍ او نورو دولتي ودانیو مخې ته را غونډ شوي دي.
تر اوسه یوې ودانۍ ته د اور اچولو خبر ورکړل شوی دی.
مخکې د بشر حقونو اړوندې یوې وېبپاڼې (هنګاو) ویلي وو، لږ تر لږه مهاباد ښار او سنندج کې دوه ځوانان د حکومتي امنیتي کسانو په ډزو وژل شوي دي.
























