عیني شاهدان: ایراني پولیسو پر هغو کسانو ډزې کړې چې د مهسا امیني د قبر شاوخوا کې راټول شوي وو

ایران

د عکس سرچینه، Twitter

رپوټونو کې ویل شوي، ایراني پولیسو په سقز ښار کې پر هغو کسانو ډزې کړې، چې د ایراني پولیسو په توقیف کې د مړې شوې مهسا امیني قبر ته د احتجاج لپاره راټول شوي وو.

د یادونې ده، چې مهسا امیني ایراني پولیس د ټیکري سم نه پرسرولو له کبله نیولې وه، چې وروسته په توقیف کې مړه شوه.

نن د کردۍ توکمې مهسا امیني د مړینې پر څلوېښتمه ورځ زرګونه خلک د هغې قبر په شاوخوا کې راټولو شوي وو، چې وروسته له امنیتي ځواکونو سره لاس او ګرېوان شول.

په انلاين خپرو شويو ويډيوګانو کې زرګونه کسان ښکاري چې د "ښځه، ژوند، ازدي او مرګ پر دېکتاتور" نارې وهي.

د مهسا اميني له مړينې وروسته دا شعارونه د احتجاج کوونکو له خوا د ايران په بېلابېلو برخو کې ورکول کېږي.

د بشري حقونو فعالانو یوه ډله او عیني شاهدان وايي، پولیسو په سقز ښار کې پر احتجاجیانو ډزې وکړې او اوښکې بهوونکی ګاز یې وکاراوه. د سپتمبر پر ۱۶ د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران په لر او بر کې پراخې مظاهرې وشوې.

که څه هم امنیتي ځواکونو یې کورنۍ ته خبرداری ورکړی وو چې قبر ته له ورتلو ډډه وکړي خو مراسم د کردستان د ساقیز ښار په هدیره کې وشول. د بلوا ضد پولیسو ښار ته د ننوتلو دروازې تړلې وې او هڅه یې کوله چې د خلکو مخه ونیسي.

په همدې وخت کې د پلازمېنې تهران په ګډون په نورو ښارونو کې هم مظاهرې روانې دي، په هغه سيمه کې د ټوپک ډزې هم اورېدل شوې چې ځينو ډاکټرانو او روغتیا پالانو پکې لاریونونه کول.

له دې درې ورځې مخکې د پلازمېنې تهران اخلاقي امنیت پولیسو مهسا امیني نیولې وه او نوموړې په توقیف کې له بې هوښۍ وروسته روغتون ته لېږدول شوې وه.

رپوټونو کې ویل شوي وو، چې پولیسو پرې د کوتکو ګوزارونه کړي او سر یې له موټر سره وهلی و، خو پولیسو دا رپوټونه رد کړي او په وینا یې مهسا امیني د زړه حملې له کبله مړه شوې.