سویلي افریقا: لوېدیځ لخوا د تحریم شوي روسي میلیاردر ګرانبیه بېړۍ نه نیسو

The Nord superyacht docked in Hong Kong waters with the city skyline in the background

د عکس سرچینه، Getty Images

سویلي افریقا ویلي د یوه شتمن خو د لوېدیځ د تحریم شوي روسي میلیاردر 'الکسي مورداشوف' یوې ګرانبیې تفریحي بېړۍ ته اجازه ورکوي چې کېپ ټاون کې لنګر واچوي.‌

دا بېړۍ ۵۲۱ میلیون ډالره ارزښت لري او د اوونۍ پیل کې له هانګ کانګ روانه شوې ده.‌

د الکسي مورداشوف په اړه ویل کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد دی.

مخکې د سویلي افریقا د اپوزیسیون مشرانو له حکومت غوښتي وو چې دا ۱۴۱ متره اوږده بېړۍ مصادره کړي.‌

خو د ولسمشر سیریل رامافوسا یوه ویاند ویلي داسې هېڅ دلیل نه ویني چې سویلي افریقا دې د لوېدېځ لخوا پر لګېدلو بندیزونو عمل وکړي.‌

هغه زیاته کړې چې هېواد یې یوازې د ملګرو ملتونو بندیزونو د پلیتابه مکلفیت لري.‌

لوېدیځ او نړیوالو متحدانو یې پر اوکرایین د یرغل غبرګون کې له ۱۰۰۰ ډېر روسي وګړي او کمپنۍ تحریم کړي.

خو د ښاغلي رامافوسا حکومت تر اوسه د اوکرایین جګړې له کبله نېغ په نېغه پر روسیې له نیوکو ډډه کړې او ان ملګرو ملتونو کې یې هم د دې جګړې خلاف بېلابېلو غونډو کې ممتنې رایه کارولې ده.‌

د سویلي افریقا دریځ دا پاتې شوی چې د کیېف او مسکو ترمنځ ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.‌

د هانګ کانګ چارواکو هم د دې بېړۍ ورتګ پر مهال ورته څرګندونې کړې وې.

د دغه ښار اجرایي مشر 'جان لي' ویلي وو دوی ملګرو ملتونو ته ځواب ویونکي دي او د نورو پر 'یو اړخیزو' بندیزونو عمل نه کوي.

الکسي مورداشوف د اوکرایین له جګړې وړاندې د روسیې تر ټولو شتمن کس بلل شوی و.

رښتینې مینه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایګور ایوانویچ سچین بېړۍ چې "رښتینې مینه" نومېږي - هم نیول شوې

‌هغه ۵۷ کلن، د سېوېرستال پولادو کمپنۍ څښتن او له ۲۹ میلیارد ډالرو د زیات ارزښت په اندازه د شتمنۍ مالک دی.‌

دا روسی میلیاردر وایي د اوکرایین جګړه کې نقش او د کرملین ماڼۍ پر تګلارو نفوذ نه لري.

د هغه یوه بله خو تر دې کوچنۍ بېړۍ وار له مخه د ایټالیا پولیسو لخوا نیول شوې.

ویل کېږي د هغه دا تفریحي بېړۍ د دوو چورلګو د ناستې ځایونه، د لمبا حوض او سینما هم لري.‌