د مسکو د جنګي ماشین درولو هڅه؛ امریکا او بریتانیا د 'روسي سرو زرو' واردات بندوي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا، بریتانیا، کاناډا او جاپان پتیېلې چې له روسیې د سرو زور واردات بند او په دې توګه اوکرایین کې د جګړې تمویل لپاره د مسکو وړتیا کمزورې کړي.
د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانس دا ګام د ولادیمیر پوتین د جنګي ماشین پر زړه ګواز بللی دی.
روسیې په ۲۰۲۱ کال کې د ۱۲ اعشاریه شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت سره زر صادر کړي.
ښاغلی جانسن وایي پر اوکرایین له یرغل وروسته د سرو زو اهمیت ځکه ډېر شوی، چې کرملېن ته نږدې میلیاردان د بندیزونو مخنیوي لپاره د سرو زر خښتو پېرلو ته مخه کړې.
دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د نړۍ د اوو شتمنو هېوادونو (جي اووه) مشرانو جرمني کې غونډه کړې.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې ډلې له نورو غړو جرمني، فرانسې او ایټالیا هم غوښتي چې له روسیې د سرو زرو د وارداتو بندولو کې ورسره ملګري شي.
هغه پر خپل ټوېټر لیکلي "جې اووه به په یوه خوله اعلان وکړي چې د روسي سرو زرو واردات بندوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د نوموړي په وینا د دغو مهمو صادراتو له اړخه هر کال روسیې ته لسګونه میلیارده ډالر ورځي.
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن بیا ویلي "اړتیا ده چې د پوتین پر رژیم د تامین سرچینې وچې کړو."
هغه زیاته کړې چې بریتانیا او متحدان یې دقیقآ همدا کار کوي.
د بریتانیا حکومت چې پلازمېنه یې 'لندن' د سرو زرو سوداګرۍ یو مهم نړیوال مرکز دی، ویلي دا ګام به د ولسمشر پوتین د مالي تامین وړتیا پام وړ اغېزمنه کړي.
تر هغې وروسته چې روسیې د روان کال د فبرورۍ وروستیو کې پر اوکرایین یرغل وکړ، لوېدیځو هېوادونو پر روسي شتمنو، بانکونو، سوداګریو او دولتي کمپنیو بېلابېل بندیزونه اعلان کړي.
په دې لړ کې امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې تر دې دمه له زر تنو په ډېرو روسانو او سوداګریو بندیزونه لګولي.

د عکس سرچینه، EPA
له دغه وروستي بندیز سره به د بریتانیا لخوا په روسي صادراتو د بندیزونو د ارزښت کچه شاوخوا ۱۳ نیم میلیارد پونډو ته ورسېږي.
د دغه هېواد چارواکو ویلي له روسیې د سرو زرو په وارداتو بندیز به لنډ وخت کې عملي شي او ګواکې پارلمان به یې راتلونکو اوونیو کې په دې تړاو پرېکړه وکړي.
په دغو بندیزونو کې له کانونو تازه استخراج او چاڼ شوي دواړه ډوله سره زر شامل دي، خو هغه پکې نه راځي چې پخوا له روسیې صادر شوي.























