ایران کې سېلابونه؛ ۴۵ کسان تري تم شوي
د عکس سرچینه، Reuters
په ایران کې تېرې دوه اونۍ د تېزو بارانونو له کبله سېلابونه راوتلي چې لږترلږه ۹۰ کسان پکې وژل شوي. مرستندویان د تري تم شویو کسانو په لټه کې دي. د هوا پېژندنې ادارې راتلونکې دوه ورځې د هېواد سوېل او ختیځ کې ډېرې سېلابي اټکل کړې دي او مرستندویان تیارسئ حالت کې دي.
د اسد (زمري) میاشتې له لومړیو تر اوسه سېلابونو کې لږترلږه ۴۹ کسان وژل شوي. سور صلیب وايي، ۴۵ تري تم شوي دي.
په ایران کې موسمي بارانونو او سېلابونو راوتلو په استهبان سیمه کې ۲۲ کسان وژلي.
د کړکېچ د مدیریت ادارې مشر ویلي، اقلیمي بدلون هم په وروستیو پېښو کې رول لوبولی دی.
د رپوټونو له مخې، په مازندران کې د ورکو شویو کسانو شمېر د نورو سیمو پرتله ډېر دی. تهران کې هم چارواکو ویلي د سېلابونو له کبله د وژل شویو شمېر ډېر شوی.
د ایران د کرنې وزیر جواد ساداتي نژاد ویلي، د سېلابونو لومړنۍ څپه کې د هېواد بېلابېلو برخو کرنیزه برخه کې تر شپږ میلیارد تومان ډېر مالي زان اوښتی دی.
د بحران د مدیریت سازمان اعلان کړی چې سېلابونو ۱۲ زره استوګنیزو کورونو ته زیان اړولی چې له دې ډلې ۱۳ زره کورونه یې بیارغونې ته اړتیا لري.
اوه زره کورونه هم بشپړې بیارغونې ته اړتیا لري.
د ایران سرې میاشتې ټولنې مرستندویې ادارې مشر مهدي ولي پور ویلي، ځینو کورنیو ته لنډمهالي سرپناوې جوړې شوې دي.
پر چارواکو نیوکه
ایران کې د سېلابونو له کبله د چارواکو پر کار او فعالیت نیوکې شوې دي.
په ورته وخت کې، سېلاب ځپلو سیمو ته د ځینو چارواکو د ورتګ په اړه پر خواله رسنیو غبرګونونه راپارېدلي.
د عکس سرچینه، JAMARAN
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي په یوه پیغام کې د سېلابونو د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې ده.
نوموړي ویلي: "سېلاب ځپلو سیمو ته د چارواکو د ورتګ او مرستندویانو د لاس په کارېدو مننه کوم".
نوموړي له چارواکو غوښتي چې زیانونه جبران کړي.
تېره ورځ د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د فیروزکوه سېلاب ځپلې سیمې ته ورغلی او له خلکو سره یې خبرو کې ویلي، تر خپله وسه به له دوی سره همکاري وکړي، خو د خبرو پرمهال د سېلاب ځپلو سیمو له ځینو توندو غبرګونونو سره مخامخ شو.
وروستیو سېلابونو د ایران ۲۴ ولسوالۍ ځپلې دي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته