ایران کې سېلابونو ۲۱ کسان وژلي

ایران

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د ایران فارس ولایت د سرې میاشتې چارواکو او ژغورندویانو ویلي هلته سېلابونه راوتلي چې لږترلږه ۲۱ کسان یې وژلي او دوه نور تري تم شوي دي.

ایرنا خبري اژانس وايي، استهبان ولسوالۍ کې ډېر بارانونه وردېلي چې له سیندونو اوبو سر کړی دی.

سیمې ته په ۳۰ ژغورندویو او مرستندویو ډلو کې ۱۵۰ کسان استول شوي دي.

د هوا له لارې هم هڅه کېږي زیانمنې سیمې مالومې کړي.

وړاندې د هوا پېژندې اړوندو چارواکو خبرداری ورکړی و چې د فارس ولایت سوېلي سیمو کې د سختو بارانوونو ورېدو او تالندې راتلو وېره شته.

وړاندې سرې میاشتې ویلي وو، چې سېلابونو کې پنځه کسان تري تم شوي دي.

خو د وخت په تېرېدو د سېلابونو له کبله د وژل شویو او ژوبلو کسانو شمېر ډېرېدلی شي.

عکس د مخکېنیو سېلابونو دی

د عکس سرچینه، Mehrnews

د عکس تشریح، عکس د مخکېنیو سېلابونو دی

د فارس ولایت د کړکېچ مخنيوي ادارې عمومي مشر خلیل عبداللهي ایسنا خبري اژانس ته ویلي، د جمعې ورځې په مازدیګر استهبان کې سخت بارانونه وشول چې ورسره سېلونه راووتل.

دی وايي، دې سېلابونو ۵۵ کسان زیانمن کړل، خو مرستندویانو وژغورل.