لوېدیځ هېوادونه; ایران سره د جوجاړي وخت له لاسه وتونکی دی

د عکس سرچینه، Reuters
ځواکمن لوېدیځ هېوادونه خبرداری ورکوي چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو جوړجاړي لپاره وخت له لاسه وتونکی دی.
په ملګرو ملتو کې د برتانیا، فرانسې او جرمني استازو بیا ټینګار کړی چې ایران په دې اړه خبرو کې نوې نوې غوښتنې کوي.
د تهران دریځ دا دی چې مخکني تړون ته ژمن دی چې له مخې یې باید د اټومي پروګرام د کابو کولو په بدل کې اقتصادي بندیزونه لرې شي.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا، جرمني او فرانسې دایمي استازو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه جوړجاړي لپاره وخت په چټکۍ له لاسه وځي.
دغه ګډه اعلامیه کې چې نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د فرانسې د سفیر نیکلاس دي ریوایر لخوا ولوستل شوه راغلي چې د ایران اتومي پروګرام هېڅکله د اوس په څېر پرمختګ نه و کړی چې د سیمې او نړیوال سوله او امنیت وګواښي.
دغه راز اعلامیه کې راغلي چې ''ایران له خبرو نه په شاتګ کړی او نوې نوې غوښتنې یې کړې. ''
درې اروپايي قدرتونه وايي ''اوس مهال د ایران لپاره دیپلوماتیکې دروازې پرانستي چې د اتومي پروګرام په اړه یې یوه هوکړه وشي، ایران باید د شوي اتومي تړون د له مینځه تللو او یا د ایران د خلکو په ګټه د یوې نوې هوکړې ترمنځ یو انتخاب وکړي. ''
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون سې شنبه له ایران سره د شوې اتومي تړون په اړه غونډه وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي په دې غونډه کې وویل ''دا یران وړاندیزونه په بشپړه توګه د شوي اتومي تړون په ګټه او منطقي دي. ''
هغه زیاته کړه ''که نورې خواوې له ایران سره د اتومي تړون د ژوندي کولو سیاسي اراده نه لري، نو د خپلو ژمنو د عملي کولوکافي شجاعت باید ولري. ''
په ورته مهال د ملګرو ملتونو یوې لوړ پوړې چارواکې د ایران او امریکا ترمنځ د اتومي پروګرام په اړه خبرو کې د نرمښت غوښتنه کړې ده.
د سیاسي چارو او سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزماري ډي کارلو د امنیت شورا ته وویل ''زه له امریکا غواړم چې خپل بندیزونه هماغسې چې په شوي تړون کې یې یادونه شوې لغوه یا هم وځنډوي. ''
دغه راز اغلې ډي کارلو له ایرانه هم غوښتنه وکړه چې د شوې هوکړې له مخې خپلې ژمنې پوره کړي او هغه تدابیر یې چې له هوکړې سره په ټکر کې ترسره کړي له هغو لاس په سر شي.
خبرې ولې ستونزمنې دي؟
په ایران کې د پاکستان پخوانی سفیر آصف درانی په دې اړه چې له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه یې د لوېدیخو هېوادونو خبرې ولې ستونزمې دي له بي بي سي سره غږیدلی او وايي له له څه مودې راهیسې د ولسمشر بایډن اداره وايي چې له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه یې خبرو ته ورګرځي خو په بیا بيا بېلا بېلې غوښتنې کوي چې خبرې یې ستونزې کړې دي.
ښاغلی دراني وايي د لوېدیځ هېوادونه د امریکا پلوي کوي ځکه چې له ایران سره د لوېدیځو هېوادونو سوداګري تر ۲۰۱۷ کال پورې هر کال ۲۵ ملیارد ډالرو ته رسېده خو له امریکا سره د د هېوادونو سوداګري اوس هم هرکال ۶۰۰ ملیارده ډالرو ته رسېږي.
په ایران کې د پاکستان پخوانی سفیر اصف درانی وايي امریکا له ایران سره د اتومي تړون په اړه خبرو ته ګرځېدلې خو نوي نوي شرطونه وړاندې کوي چې ایران ته د منلو نه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوموړي په وینا په دې شرطونو کې یو دا دی چې ایران دې خپل د توغندیو پروګرام ختم کړي او بل دا چې د مینځني ختیځ په اړه دې ایران په خپلې تګلارې کې بدلون راولي خو ایران وايي چې دا شرطونه له اتومي پروګرام سره یې تړاو نه لري او امریکا باید دا غوښتنې د شرطونو په توګه وړاندې نه کړي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې که له ایران سره د لوېدیځو هېوادونو خبرې ناکامې شي نو دوی یو لړ نویو تدابیرو ته تیاری نیسي.
ښاغلی درانی وايي په نویو تدابیرو کې ښايي امریکا او لوېدیځ هېوادونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه وکړي خو په وینا یې هلته به چین او روسیه د ایران پرضد د اقداماتو مخالفت وکړي.























