د ایران لخوا د اتومي تړون په اړه خبرو ته د ورګرځېد شرط;''۱۰ ملیارده کنګل کړي ډالر مو آزاد کړئ''

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي امریکايي مقاماتو تېره میاشت له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه یې د خبرو د بیا پیلولو هڅې پیل کړې خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن باید په پیل کې د ښه نیت په توګه د ایران ۱۰ ملیارده کنګل کړې ډالر پانګه ازاده کړي.
ښاغلي عبداللهیان تېره شپه د ایران له دولتي تلویزون سره په خبرو کې وویل ''امریکایان تل د اړیکې ټینګولو او پیغام رسولو په لټه کې وو، که امریکایان د خبرو د بیا پیلولو ریښتنی نیت لري نو زموږ ۱۰ ملیارده کنګل کړې دالر دې آزاد کړي، موږ به یې یو مثبت ګام وګڼو او د خبرو میز ته به وروګرځو. ''
د ایران او لویدیځ ترمنځ د شوې اتومي تړون په اړه خبرې د جوبایډن له واک ته رسېد وروسته بیا پیل شوې وې خو دا خبرې د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې د ابراهیم رئیسي له بریالي کېدو وروسته وځنډېدې.
په دې مذاکراتو کې ایران او امریکا نیغ په نیغه خبرې نه کوي ځکه چې ایران اعلان کړی چې له امریکا سره به مخامخ خبرې نه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له دولتي تلویزون سره په خبرو کې ویل چې امریکا تېره میاشت په ملګرو ملتونو کې د ځینو سرچینو نه له ایران سره د اړیکې ټینګولو په خاطر ګټه واخیسته.
ښاغلي عبداللهیان ټینګار وکړ چې ایران نیت لري چې له لویدیځ سره د خپل اتومي پروګرام په اړه خبرو ته دوام ورکړي.
د ښاغلي عبداللهیان په وینا تراوسه شوې خبرې په ویانا کې وي او غواړي چې د خبرو د دوام لپاره خپله مرکچي ډله وروستۍ کړي.
هغه زیاته کړه چې ''مذاکرات به د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معاونیت په کچه کېږي او پرېکړې به یې په خبرو کې د ښکیلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا وروستۍ او تاییدېږي. ''
وروسته له هغه چې پر ایران د امریکا له خوا بندیزونه ولګول شوی له ایرانه بهر د ایران ملیاردونه ډالر پانګه کنګل شوه او ایران ونه توانید چې هېواد ته یې ولېږدوي.
د دې پېسو ډېره برخه د تېلو او ګازو د پلور له امله په بهرنیو بانکونو کې دي.
لویدیځو هېوادونو له ایران نه غوښتنه کړې چې د خپل اتومي پروګرام په اړه خبرو ته بېرته وروګرځي او خبرداری ورکړی چې د ایران له خوا د اتومي فعالیتونو ډېرول او د شوي تړون محدیتونو ته نه پام کولای شي د خبرو فرصت له مینځه یوسي.
د ایران او لویدیځ ترمنځ د شوي تړون له مخې ایران یوازې تر ۳ اعشاریه ۶۷ سلنې پورې یورانیم غني کولای شي خو ایران اوسمهال هڅه کوي چې تر ۶۰ سلنې پورې یورانیم غني کړي.
د اتومي بم جوړولو لپاره تر ۹۰ سلنې پورې د یورانیمو غني کولو ته اړتیا ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اطریش په پلازمېنه ویانا کې له ایران سره د اتومي تړون په اړه شپږ پړاو خبرې وشوې او ګډونوالو یې د پایلو په اړه خوشبیني څرګنده کړې وه خو ایران کې د ابراهیم رئیسي له ولسمشر کېدو وروسته دا خبرې وځنډې.
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار اداره وايي له هغه مهال راهیسې چې دغه خبرې ځنډېدلي ایران د یورانیمو غني کولو چاره چټکه کړې ده.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي چې شوی اتومي تړون د هغه د حکومت لومړیتوب نه دی خو د دغه تړون بیا ژوندي کولو لپاره به هڅې وکړي.


























