امریکا ایران کې له سوله ییزو لاریونوالو سره تاوتریخوالی وغانده

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ایران خوزستان او څو نورو ښارونو کې له مظاهره چیانو سره د ایران د امنیتي ځواکونو تاوتریخوالی غندي.
د دغه وزارت ویاند نېډ پرایس د چارشنبې په ورځ بیان کې وویل:
"د وچکالۍ، ناسم مدیریت او د حکومت د بې غورۍ له امله چې د اوبو د کمښت په اعتراض کې په خوزستان ولایت کې مظاهرې پیل شوې وې اوس د تهران، کرج او تبرېز په ګډون څو نورو ښارونو ته رسېدلې دي. د ایران د خلکو هیلې نه دا چې پوره نه شوې بلکې انساني حقونو ته د احترام هیله یې هم پر ځای نه شوه، داسې حقونه چې ټوله نړۍ کې یې خلک لري. "
نوموړی زیاتوي: "موږ داسې اندېښمنوونکي رپوټونه لرو چې وايي، امنیتي ځواکونو پر معترضانو ډزې کړې او له امله یې ډېر کسان وژل شوي دي. موږ له سوله ییزو مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی غندو. "
نېډ پرایس وايي، امریکا سوله ییزو مظاهرو کې د ایرانیانو د حقونو ملاتړ کوي او سیمه کې د انټرنېټ د سستېدو رپوټونه هم ارزوي.
تېرو دوو اونیو کې د ایران مختلفو ښارونو کې لاریونونه خوزستان کې د اوبو د کمښت او ناسم مدیریت له امله له اعتراضونو پیل او مختلفو ښارونو کې پر حکومت ضد مظاهرو بدل شول.
خواله رسنیو کې انځورونه د اصفهان ولایت په نوي ښار بهارستان کې د چارشنبې په شپه مظاهرې ښيي چې د ایران د حکومت ضد او د خوزستان د خلکو په ملاتړ شعارونه ورکوي.
له دې مظاهرو ترلاسه شوې ویډیو کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي لوی انځور ته اور اچول کېږي.

د عکس سرچینه، Social media
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران له حکومت دا هم وغوښتل چې د ایران وګړي د بیان ازادي او د انټرنېټ په ګډون خپلواکو اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.
خو د ایران پارلمان تر یوې پټې ناستې وروسته ګډ تخصصي کمېسون ته د هغې ازمایښتي طرحې د اجرا کولو اجازه ورکړې چې د خواله رسنیو په تېره انسټاګرام پیغام رسول محدودوي.
دې ګام سره د خواله رسنیو د محدودیت طرحې اجرا ته لار برابرېږي.
د ایران د پارلمان دا ګام له ډېرو نیوکو سره مخ دی، ان د ایران د مصلحت پېژاندې ټولنې منشي محسن رضايي هم پرې نیوکه کړې ده.























