ایران کې د څښاک اوبو لپاره اوونۍ وروسته هم احتجاجونه دوام لري

اعتراضات خوزستان

د عکس سرچینه، Social Media

د ایران سویلي سیمو کې د اوبو کمښت په تړاو اوومه پرلپسې ورځ احتجاجونه دوام لري. د خوزستان سیمې له لسو ډېرو ښارونو کې د ماشومانو په ګډون سلګونه کسان لارو کوڅو ته وتلي او د څښاک اوبو غوښتنې لپاره احتجاجونو کوي.

تر اوسه دوه کسان دې احتجاجونو کې وژل شوي دي. چارواکي وايي، ''بلواګرو '' هوايي ډزې کړې، چې له کبله یې دغه دوه کسان وژل شوي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، اعتراض د خوزستان د خلکو حق دی، خو په ورته مهال وايي، د اعتراضونو په لړ کې ښايي ځینې ''نااهل کسان '' وسلې ته لاسرسی ومومي.

ښاغلي روحاني له خلکو غوښتي له قانوني لارې دې خپل اعتراضونه تعقیب کړي او په وینا یې باید ''دښمن ته د ناوړه ګټې اخیستنې '' اجازه ور نه کړي.

له یوې اونۍ اوږدو احتجاجونو وروسته د بندونو روانې اوبه خوشې شوې دي.

د خوزستان په احتجاجونو کې د ایران عرب لږکیو پاموړ حضور درلود، خو احتجاجونه یوازې په دوی پورې محدود نه وو، بلکې په کرج، یزدانشهر، اصفهان او تهران کې هم یو شمېر کسانو د خوزستان له خلکو سره د یوموټیوالي په پار احتجاجي غونډې کړې دي.

له اعتراضونو وروسته د بندونو اوبه خوشې شوې دي

د عکس سرچینه، Irna

د عکس تشریح، له اعتراضونو وروسته د بندونو اوبه خوشې شوې دي

بل لور ته د خوزستان عدلیې په یوه اعلامیه کې حکومت ضد شعارونه د ''د خوزستان شریف ولس له غوښتنو '' بېل بللي او په وینا یې ''ورانکارو، پرديپالو مزدورانو، منافقینو، بېلتون پالو او انقلاب ضد پلید عناصرو '' سره به سخت چلند وکړي.

د دزفول والي هم احتجاج کوونکي ''ورانکاري '' بللي او په وینا یې ''سخت چلن '' به ورسره وشي.

والي علي فرهمند ایرنا خبري اژانس ته ویلي: ''دا اړودوړ له کرکیلې سره هېڅ تړاو نه لري، ورانکاري فرصت طلب عناصر دي، چې د انقلاب ضد کړنو لپاره صحنې ته داخلېږي. ''

بل لور ته له بندونو اوبه خوشې شوې دي او د ایران رسمي رسنیو یې په خپلو رپوټونو کې هرکلی کړی دی.

د ایران حکومت پلوي ټویټر کاروونکو هم له ورته تصویرونو او متنونو سره د ''خوزستان زیری '' له هشټګ سره دغه موضوع لاس په لاس کوي.