د بلوچستان هرنای ولسوالۍ کې چاودنې لس کارګر وژلي، شپږ نور ټپیان دي

 د بلوچستان صوبې په هرنایي سیمې چاودنه کې قربانیان روغتون ته لېږدول کېږي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د بلوچستان صوبې په هرنایي سیمې چاودنه کې قربانیان روغتون ته لېږدول کېږي
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان بلوچستان هرنای ولسوالۍ په یوه بمي چاودنه کې، لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. د دغې چاودنې موخه د ډبرو سکرو کانونو کې کارکوونکي مزدوران وو.

دغه چاودنه د هرنای ولسوالۍ شاهرګ د ټاکړي په سیمه کې شوې. د شاهرګ ادارې مشر شهزاد زهري بي بي سي ته ویلي، نامعلومو کسانو د سړک پرغاړه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.

د نوموړي په وینا، دا چاودېدونکي مواد هغه مهال وچاودېدل چې یوه پک اپ موټر له سیمې تېرېده، چې له امله یې په موټر کې سپاره لږ تر لږه ۱۰ مزدوران وژل شوي او ۶ نور ټپیان شول.

ټپیان د طبي درملنې لپاره نژدې روغتون ته لېږدول شوي. مزدوران بازار ته روان وو.

د یادې ادارې د مشر په وینا، وژل شوي او ټپیان شوي کسان د ډبرو سکرو کانونو مزدوران وو چې د جمعې ورځې په رخصتۍ کې د اړینو توکو د اخیستلو په موخه بازار ته روان وو.

هغه وویل چې وژل شوي او ټپیان شوي کسان د خیبر پښتونخوا له سوات او نورو سیمو سره تړاو لري.

تر اوسه ددې چاودنې مسؤلیت چا نه دی منلی.

د چارواکو په وینا، د چاودنې د ډول په اړه پلټنې روانې دي او تر دې دمه هېڅ ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي پر دې بمي چاودنه سخت غبرګون ښودلی او دا یې شدید غندلی دی.

هغه د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې او ټینګار یې کړی چې د بلوچستان د سولې د خرابولو هڅې به له منځه یوسي او د دا ډول بریدونو پر ضد به سخت اقدامات وشي.

هرنای چېرې موقعیت لري؟

هرنای د بلوچستان پلازمېنې کوټې شمال ختیځ ته، شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره لیرې پروت دی.

دا سیمه تر ډېره د پښتنو قبایلو استوګنځای دی، خو د دې سرحدي سیمو کې بلوڅ قبایل هم ژوند کوي.

د شاهرګ او د هرنای په نورو برخو کې د ډبرې سکرو (کولې) کانونه شته، چې زرګونه مزدوران پکې کار کوي.

د ډبرو سکرو پر کانونو سربېره، هرنای د سبزیجاتو د تولید له پلوه هم مشهوره سیمه ده. د هرنای ولسوالۍ پولې د بلوچستان له نا ارامو سیمو کوهلو او د ضلع کچۍ له بولان سیمې سره نښتې دي.

په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت تر خرابېدو وروسته، په هرنای کې هم بمي چاودنې، د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه او د ناامنۍ نورې پېښې رامنځته شوې دي.

خو حکومتي چارواکي وایي، د تېر وخت پرتله اوس په هرنای کې امنیت ښه شوی دی.

بلوچستان کې مخکېني بریدونه

بلوچستان

د عکس سرچینه، Bilal Ahmed

د عکس تشریح، د شنونکو په وینا، تېر کال په سیمه کې د تر ټولو خونړیو بریدونو له ډلې د بلوچستان د ازادۍ پوځ بېلتون غوښتونکو جنګیالیو لږ تر لږه ۳۹ کسان د همغږو بریدونو په ترڅ کې ووژل، چې ډېری یې پنجابیان وو.

د همدې میاشتې په پیل کې، په بلوچستان کې یوه موټر چې سرتېري یې لېږدول، د ۷۰ - تر ۸۰ وسله‌ والو له برید سره مخامخ شو.

د جنورۍ په بل برید کې، لږ تر لږه شپږ کسان، چې د پاکستان نیمه ‌پوځي سرتېري هم پکې شامل وو، چاودنه کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د دواړو بریدونو مسؤلیت د بلوچستان ازادۍ پوځ یا BLA منلی و.

د شنونکو په وینا، تېر کال په سیمه کې د تر ټولو خونړیو بریدونو له ډلې د بلوچستان د ازادۍ پوځ بېلتون غوښتونکو جنګیالیو لږ تر لږه ۳۹ کسان د همغږو بریدونو په ترڅ کې ووژل، چې ډېری یې پنجابیان وو.

ځینې راپورونه وایي، له هغه راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې واک ته رسېدلي، د پاکستان په سرحدي سیمو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې په افغانستان کې هغه مېشت جنګیالي له منځه نه شي وړلی، چې له افغان خاورې بریدونه ترسره کوي، خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي او تل یې ویلي، کله چې پاکستان خپل امنیت ټینګلو کې پاتې راشي، د پړې ګوته افغانستان ته نیسي.

د اسلام‌اباد مېشتي د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې، تېر کال د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی و، په همدې تېر کال کې خونړي بریدونه زیات شول، چې لږ تر لږه ۱,۵۰۰ کسان پکې ووژل شول. ‌له دې ډلې ۶۸۵ یې د پولیسو یا امنیتي ځواکونو غړي وو.