بلوچستان کې "۱۸ او دېره اسماعيل خان کې ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي" دغه وضعيت پاکستان ته په څه معنی دی؟

پاکستان پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

له پاکستانه رپوټونه وايي، دلته په دوو بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۲۲ پاکستاني امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې وروستۍ پېښه د خيبر پښتونخوا د دېره اسماعيل خان په درابن کې رامنځته شوې ده. يوې امنيتي سرچينې بي بي سي ته ويلي، په بمي چاودنه کې د څلورو امنيتي کسانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په منګوچر سیمه کې له وسله والو سره په نښته کې د لږ تر لږه ۱۸ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

د پاکستان پوځ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو دا شمېرې تایید کړي او ویلي په نښته کې د دوی په ټکو "۱۲ ترهګر هم وژل شوي دي."

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو (ای اېس پي ار) څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي " وسله والو د منګوچر په سیمه کې د سړک د بندولو هڅه کوله چې امنیتي ځواکونو پرې عملیات وکړل او په پایله کې یې د ۱۲ ترهګرو ترڅنګ ۱۸ سرتېري هم وژل شوي دي."

دا نښتې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه شوې.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان پوځ ویلي، د وسله والو د " شومې ارادې څخه له خبریدو وروسته ځواکونه لاس په کار شول او په وخت سیمې ته له رسېدو سره یې په بریالیتوب وسله وال په خپل هدف کې ناکامه کړل."

د دغې پېښې مسولیت د بلوڅ اورپکو یوې ډلې اخیستی دی.

د پاکستان ولسمشر، لومړي وزیر، د کورنیو چارو مرکزي وزیر او د بلوچستان لوړپوړو چارواکو په امنیتي ځواکونو برید غندلی او پر پېښې خواشیني ښودلې ده.

په بلوچستان کې پر سرتېرو بریدونه

پاکستان

د عکس سرچینه، Pakistan Police

د عکس تشریح، تېره اوونۍ هم په بلوچستان کې پر امنیتي پوستې وسله وال برید شوی و چې د پاکستاني پوځ په وینا " دوه سرتېري او پنځه برید کوونکي وژل شوي" وو.

بي ‌بي سي ته ځینو سرچینو ویلي، د جمعې او شنبې تر منځ شپه کې په پاکستاني سرتېرو په دوو جلا سیمو کې بریدونه شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي اداره کې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، " په دوی کې ۱۷ سرتېري په یوه برید کې وژل شوي او بل عسکر جلا برید کې وژل شوی دی."

په دې برید کې له کوټې کراچۍ ته روان دوه عام مسافر هم برسېرن ټپي شوي چې وضعیت یې روغ ښودل شوی دی.

د چارواکو په وینا وسله والو د منګوچر په سیمه کې یوه بانک ته هم اور اچولی او سوځولی دی.

په سرتېرو برید چېرې شوی؟

بلوچستان کې د کورنیو چارو ایالتي ادارې چارواکو ویلي هدف ګرځول شوي سرتېري په رخصتیو له ایران سره پر پوله له پرتې پنچګور سیمې کوټې ته روان وو.

دغه کس چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور یاد شي ویلي، د مسافر په یاد موټر کې سرتیري هم وو. دوی د کوټې او کراچۍ تر منځ پر غځېدلې لویې لارې د قلات او منګوچر ترمنځ خزینې سیمې ته ورسېدل نو دلته پرې برید وشو چې په پایله کې یې ۱۷ سرتېري ځای پر ځای ووژل شول او درې نور ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي د وسله والو بریدکوونکو او حکومتي سرتېرو تر منځ د شپې تر ناوخته جګړه روانه وه او په سیمه کې وېره خپره وه.

د دغه برید له کبله د کوټې او کراچۍ تر منځ لویه لار هم د لږ وخت لپاره تړل شوې وه، خو نن پرې عادي تګ راتګ پیل شوی دی.

په پاکستان کې ناامنۍ او سیمه ییزه بې باوري

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان خپل سیمه ییز سیال، هندوستان ته ګوته نیسي او دا تور هم لګوي چې پاکستان ضد اورپکي د افغانستان خاوره کاروي.

د بي بي سي داود اعظمي وایي، د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په منګوچر سیمه کې د بلوڅ اورپکو برید د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره یوه تر ټولو لویه خونړۍ پېښه ده.

دا برید په پاکستان کې د بلوڅو اورپکو وسله والو فعالیتونو کې د پام وړ زیاتوالی او نوښت ښيي.

دغه برید په ګوته کوي چې بلوڅ اورپکو د وخت په تېرېدو سره نوي مهارتونه زده کړي او بېل تکتیکونه کاروي چې په هغو کې ځانمرګي بریدونه، پېچلې ډله ییز بریدونه او د لویو لارو بندول هم راځي. د بلوڅ اورپکو هدف دا دی چې حکومتي او امنیتي چارې ګډې وډې کړې، پر حکومت رواني فشار ډېر کړي او د خلکو په نظر کې یې کمزوری او بې کفایته وښيي.

د دغه برید وخت هم مهم دی، ځکه په داسې وخت کې شوی چې په پاکستان کې د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ ترینګلتیا ډېره ده او هېواد له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.

له دې ستونزو سره هم مهاله د بلوڅ اورپکو او پاکستاني طالبانو لخوا د ناامنیو ډېروالی د پاکستان د حکومت پر توجه او امکاناتو اغېز کړی دی.

د پاکستان حکومت د بلوڅ اورپکو دغه فعالیتونه ترهګري بولي او تور لګوي چې د ورانکارو او د دښمنو کړیو لخوا یې ملاتړ کېږي.

پاکستان په دې لړ کې خپل سیمه ییز سیال، هندوستان ته ګوته نیسي او دا تور هم لګوي چې پاکستان ضد اورپکي د افغانستان خاوره کاروي، خو هندوستان او افغانستان دواړه دا ډول تورونه ردوي.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومتونو ترمنځ د ډېرېدونکو بې باوریو او شکونو لړ کې دواړه خواوې یو پر بل د مخالفینو د ملاتړ تورونه لګوي. په دې لړ کې ویل کېږي چې پاکستان د طالبانو د حکومت له ځینو هغو مخالفینو او کړیو سره هم اړیکې نیول پیل کړې چې د جمهوریت پر مهال د افغان حکومت برخه وو.

داسې ښکاري چې ناامنۍ یو ځل بیا یوه سیمه ییزه بڼه اخلي چې حل یې بیا هم په سیمه ییز همکارۍ کې دی.

له دې مخکې تېره اوونۍ هم په بلوچستان کې پر امنیتي پوستې وسله وال برید شوی و چې د پاکستاني پوځ په وینا " دوه سرتېري او پنځه برید کوونکي وژل شوي" وو.

د پاکستان پوځ لخوا اعلان شوې شمېرې ښیې چې دلته په پرلپسې ډول د وسله والو بریدونو او پاکستان سرتېرو په تصفیوي او ځوابي عملیاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

پاکستان د ډېسمبر میاشتې په وروستو ورځو کې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴م کال کې یې په وسله والو بریدونو کې نږدې زر سرتېري او ملکیان وژل شوي چې دا په وروستۍ نیمه لسیزه کې تر ټولو لوړې شمېرې ښيي.د پاکستان پوځ دا هم ویلي چې تېر کال یې د وسله والو خلاف نږدې ۶۰۰۰ عملیات کړي او په ټکو یې سلګونه وسله وال یې له منځه وړې دي.