ایران کې دوه مشهورې ممثلې نیول شوې؛ اسراییل او امریکا لاریونوالو سره ملاتړ اعلان کړ

Iran

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران دولتي رسنۍ وايي دغه هېواد کې دوه مشهورې ممثلې یا اداکارې په زغرده د روانو دولت ضد احتجاجونو د ملاتړ له کبله نیول شوې دي.

ایرنا خبري اژانس ویلي 'هنګامه قاضیاني' او 'کتایون ریاحي' د ایراني چارواکو خلاف پر جوړجاړي او ګامونو تورنې دي.

دا دواړه نوموتې ممثلې وړاندې له حجاب او پړوني پرته عام محضر کې راښکاره شوې او دغه ګام یې اعتراض کوونکو سره څرګند ملاتړ بلل شوی.

ایران کې دغه احتجاجونه تېره سپتمبر میاشت تر هغې وروسته پیل شول چې د مهسا امیني په نوم یوه ۲۲ کلنه نجلۍ د حجاب اصولو نه مراعتولو په تور تهران کې تر نیول کېدو وروسته د پولیسو بند کې مړه شوه.‌

رپوټونه کې ویل شوي چې مهسا د پولیسو د زور زیاتي پایله کې په سر د ټپي کېدو له کبله مړه شوې، خو پولیس وايي پر هغې د زړه حمله راغلې.   

کتایون ریاحي او هنګامې قاضیاني فلمونو او ډرامو کې د ښه کار له کبله ګڼې جایزې ګټلې.

ایرنا وايي دوی دواړه یکشنبه د لویې څارنوالۍ په امر ونیول شوې.

اغلې قاضیاني تر نیول کېدو وړاندې د خواله رسنۍ یوه پوست کې لیکلي "که هر څه پېښېږي، پوه اوسئ چې زه به د تل په څېر د ایران خلکو سره ولاړه یم... دا مې ښايي وروستۍ پوست وي."

دا ایرانۍ اداکارې له هغو ګڼو پېژندل شویو ولسي څېرو دي،‌ چې د دغه هېواد د اخوندي رژیم پر وړاندې یې د روانو احتجاجونو ملاتړ کړی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

یکشنبه تر دې وړاندې د ایران د فوتبال ملي لوبډلې کپتان 'احسان حاج صفي' چې د نړیوال جام لوبو کې د ګډون لپاره قطر ته تللی، ویلي و "باید ومنو چې زموږ هېواد کې وضعیت سم نه دی او خلکو مو خوښ نه دي."

هغه زیاته کړې "زه ایران کې له ټولو غمجنو کورنیو سره خواخوږي څرګندوم... دوی باید پوه شي چې موږ ورسره یو، موږ یې ملاتړ کوو او خواخوږي وسره لرو."

Iran

پر دې سربېره د ایران د سوکوهنې فدراسیون مشر 'حسین سوري' چې سیالیو لپاره اسپانیا ته تللی، ویلي د روانو احتجاجونو د وحشیانه ځپل کېدو له کبله بېرته خپل هېواد ته نه ستنېږي.  

د بشري حقونو فعالان وايي ایران کې د روانو اعتراضونو خلاف د امنیتي ځواکونو ګامونو کې تر دې دمه نږدې ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۱۶ زره ۸۰۰ نور نیول شوي دي.

له دوی لږ تر لږه پنځه لاریونوال پر اعدام هم محکوم شوي.

د ایران دولتي مشران دغه لاریونونه "بلوا" بولي او وايي د دوی بهرني دښمنان یې تر شا ولاړ دي.   

د ایران نور اقدامات او نړیوال غبرګونونه

راپورونه دا دي‌ چې ایراني ځواکونو د عراق کورواکه کردستان کې د ایراني کردانو د دریو ګوندونو پر اهدافو تازه راکټي او د چاودېدونکو ډرونونو بریدونه کړي دي.

د کردانو دغه ګوندونه د ایران د رژیم مخالفت دي. ایرنا خبري اژانس د دغو بریدونو لنډه ویډیو خپره کړې خو دا یې نه دي ویلي چې دا بریدونه چا کړي.

بلخوا په ایران دننه هم امنیتي ځواکونو په ګڼو کرد مېشتو ښارونو کې د اعتراض کوونکو خلاف ځواکمن ګامونه اخیستي.

له دغو ښارونو د تاوتریخوالي، ډزو، نښتو او مرګژوبلې راپورنه هم ورکړ شوي.

له دې سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د احتجاج کوونکو، په ځانګړې توګه مهاباد ښار کې د دوی اقداماتو ته غبرګون ښودلی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې اعتراض کوونکو سره تاوتریخوالي ته اندېښمن دی او دا چې امریکا به هڅه وکړي د دغه تاوتریخوالي عاملانو سره حساب وشي.

د اسراییل د ملي امنیت شورا سلاکار هم ایران کې له دولت ضد احتجاج کوونکو سره ملاتړ اعلان کړی.‌

هغه د بحرین پلازمېنه منامه کې د ستراتېژیکو مطالعاتو نړیوالې موسسې لخوا جوړې شوې غونډې ته ویلي نړیواله ټولنه باید ایران کې د اعتراض کوونکو غوښتنو ته پام وکړي.

Israel

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایال هولاتا - د اسراییل د ملي امنیت سلاکار

امریکایۍ فلمي لوبغاړې او د بشري حقونو فعالې انجلینا جولي بیا پر خواله رسنۍ د ایران اعتراضونو کې د وژل شویو ماشومانو عکسونه خپاره کړي دي.‌

هغې ایران کې د وضعیت څېړلو او ځواب وینې لپاره د لارو چارو برابرېدو په هدف د نومبر پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا د پلان شوې غونډې ملاتړ کړی.

اغلې جولي لیکلي ماشومان حق لري چې خطر سره له مخامخېدو خوندي پاتې شي.

 

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Instagram پای