بریتانیا ایران په نړۍ کې د 'وینې په تویولو او ویجاړۍ' خپرولو تورن کړی

د عکس سرچینه، Reuters
په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې یرغل کې په ایران کې د جوړو بې پیلوټه الوتکو د کارېدو خبرونه خپاره شوي، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ایران په ټوله نړۍ کې د "وینې په تویولو او ویجاړۍ" په خپرولو تورن کړی دی.
جیمز کلیورلي بحرین کې یوه خبري کانفرانس ته وویل، د ایران اتومي پروګرام "تر هر بل وخت اوس ډېر پرمخ تللی دی".
د هغه خبرې په نړیوال جام کې د ایران پرضد د کمپاین په درشل کې راغلې دي.
ده منامه کې د شنبې په ورځ د نړیوال امنیت کنفرانس ته وویل، ایران او روسیه د منځني ختیځ لپاره ګواښ جوړوي.
"نن د ایران اتومي پروګرام تر هر بل وخت ډېر پرمخ تللی دی او نظام یې پر روسیه بې پیلوټه الوتکې خرڅوي چې اوکرایین کې ولسي وګړي ووژني".
دی زیاتوي: "په داسې حال کې چې د ایران ولس له څو لسیزو ځور وروسته اوس لاریون کړی، د ایران واکمنان د کیېف په څېر لیرې نړۍ او سیمه کې وینې تویوي او یجاړي رامنځ ته کوي".
ده وویل: "بریتانیا د ایران د ګواښ پر وړاندې له خپلو ملګرو سره ګډ کار ته ژمنه ده او د ایران نظام به د اتومي وسلو لرلو ته پرې نه ږدي".
د روانې میاشتې لومړیو کې ایران د لومړي ځل لپاره ومنله چې مسکو ته یې بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي، خو ګومان یې دا و چې ګنې پر اوکرایین تر برید مخکې یې ورکړې دي او په جګړه کې کارېدو کوم څرګند ثبوت لا نه شته.
خو لوېدیځ پر دې اند دی چې روسیې په اوکرایین کې د مهمو زېربناوو ویجاړولو کې له ایراني بې پیلوټه الوتکو ګټه اخیستې ده چې ورسره میلیونونه وګړي بې برېښنا شوي دي.

د عکس سرچینه، PA Media
داسې وېره هم شته چې ایران دې د ۲۰۱۵ کال بندیزونو له کبله د اتومي وسلو فعالیتونه ډېر کړي وي. د بهرنیو چارو وزیر وویل، شاهي سمندري ځواکونو سږ کال له ایرانه د توغندیو د قاچاق له دوو پېښو سره مخامخ شو او ویې ونیول.
ده وویل: "ورځ تر بلې، د پوتین جګړه د سوریايي او یمني وګړو کړاو ډېروي، چې همدا اوس د انساني مرستو له نشتوالي سره مخامخ دي او پر هغو عامو لبنانیانو یې هم اغېز ډېر دی چې اقتصادي کړاو کې ایسار پاتې دي".
د روانې اونۍ پیل کې د بریتانیا حکومت پر هغو ایراني چارواکو بندیزونه لا ډېر کړل چې د حکومت ضد لاریونونو کې د لاریونیانو په دوامداره وحشیانه ځپنه کې ښکېل دي.
دوه میاشتې وړاندې په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته لاریونونه پیل شول.
پولیسو مهسا د حجاب د سختو قوانینو نه مراعاتولو له کبله ونیوله او په بند کې یې مړه شوه.
د ایران د بشر حقونو د فعالانو د رپوټونو له مخې، په ایران کې د روانو لاریونونو او تاوتریخوالي له کبله د ۵۶ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۶۲ کسان وژل شوي او ۱۶۰۰۰ نور نیول شوي دي.
د چارشنبې په ورځ د اېم ای ۵ استخباراتو عمومي مشر کېن مک کالوم وویل، د ایران څارګره اداره په بریتانیا کې ځینې کسان په نښه کوي.
دوی له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې ۱۰ ګواښونه مشخص کړي چې د بریتانویانو یا هغو کسانو چې د ایران د نظام مخالفان دي، د وژلو او تښتولو پلانونه هم پکې شامل دي.
کلیورلي به د بحرین ګاونډ قطر ته هم ولاړ شي او د انګلستان او ایران لوبه به وګوري.

























