ایران کې زنداني دوه بریتانوي کسان له خوشي کېدو وروسته بریتانیا ته ورسېدل

ایراني الاصله بریتانویان نازنین زاغري راټکلیف او انوشې اشوري چې تر کلونو پورې په ایران کې بندیان وو، له خوشي کېدو وروسته بریتانیا ته رسېدلي دي.
دا دواړه کسان له ځايي وخت سره سم تېره شپه څه باندې یوه بجه په اکسفورډشئیر سیمه کې د بریتانیا شاهي هوايي ځواک یوه هوايي ډګر ته ورسېدل.
دوی دواړه د ایران او بریتانیا حکومتونو له میاشتو - میاشتو خبرو وروسته خوشي شوي. دواړه کسان له الوتکې وتلو وروسته له کورنیو سره یو ځای شول، چې دې شېبې ته یې ورځې شمېرلې.
د ښاغلي اشوري لور الیکا اشوري پر خپله ټویټر پاڼه یو تصویر خپور کړی، چې ستانه شوي دواړه کسان له خپلو کورنیو سره پکې ولاړ لیدل کېږي او ورسره لیکل شوي ''خوښي په یوه تصویر کې. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په دې تصویر کې د مېرمن زاغري اووه کلنه لور ګبریلا هم لیدل کېږي، چې د خپلې مور پر اوږو یې لاس تاو کړی.
۴۳ کلنه زاغري په ۲۰۱۶ کال کې د ایران حکومت د نسکورولو دسیسې په تور نیول شوې وه، چې دا يې رد وي.
ښاغلی اشوري بیا ۲۰۱۷ کال کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی و چې دی یې ردوي.
مېرمن زاغري کور کې نظربنده وه او په روانه اونۍ کې بېرته بریتانوی پاسپورت ورکړل شوی و.
د نازنین مېړه ریچارډ ریټکلیف چې د لندن په همپسټډ کې له خپلې شپږ کلنې لور ګبریلا سره ژوند کوي، د تېر کال په اکتوبر کې د نه خوړلو اعتصاب په ګډون د هغې د خلاصون لپاره ډېر احتجاجونه کړي دي.























