پر یوټيوب د 'ماشومانو پالنې' مشورې ورکوونکې مېرمن پولیسو 'پر خپلو ماشومانو د ظلم په تور نیولې'

ښځې

د عکس سرچینه، CONNEXIONS YOUTUBE CHANNEL

په امریکا کې پولیسو هغه امریکایۍ ښځه نېولې چې خلکو ته یې د ویډيوګانو له لارې د ماشومانو د ښې پالنې مشورې ورکولې خو 'خپلو اولادونو ته نه رسېده.'

چارواکو ویلي د دې ښځې یو زوی د اړتیا وړ خوراکي توکو نشتوالي له کبله له کوره تښتېدلی او وروسته پر دې ښځې له خپلو اولادو سره د ناسم چلند نور تورونه هم پورې شوي.

روبي فرېنک او د هغې د کاروبار بله ملګرې جوډي نان هلډبرېنډ دا اونۍ د امریکا له یوټا نومې سیمې نيول شوې دي.

چارواکو د روبي فرینک لس کلنه لور هم د هغې د بلې همکارې په کور کې په داسې حال کې موندلې وه چې وږې وه او هېڅ لازمي خوراکي توکي هم ورته نه وو.

په دغو دواړو همکارو ښځو له ماشومانو سره د ناسم چلن شپږ تورونه لګېدلي دي.

بي بي سي له دغو تورونو له لګېدو وروسته له دواړو ښځو روبي فرینک او جوډي نان سره په اړیکه کې ده.

پولیسو ویلي د روبي فرینک ۱۲ کلن زوی د څه موندلو په لټه له کړکۍ تښتېدلی و.

له کوره له وتلو وروسته هغه له خپلو ګاونډیانو د اوبو او خوراک غوښتنه کړې وه او ورته یې ویلي وو چې سخت وږی دی.

د سانتا کلار د ټولنیزو خدماتو ادارې په یوه بیان کې د هغه ګاونډي له قوله چې دی ورته د خوراک په تمه ورغلی و دوی ته ویلي "دغه تنکی ځوان کمزوری او داسې ښکاري لکه د خوړو له کمښت سره چې مخ وي."

دوی د دغه تنکي ځوان په بدن لږ ډېر ټپونه هم لیدلي.

د چارواکو په وینا، سیمې ته د قانون پلې کوونکو ادارو له ورتګ وروسته دوی هم د ماشوم پر بدن زخمونه لیدلي او دا تنکی ځوان یې د لوږې په حالت کې موندلی دی.

وروسته دا ماشوم روغتون ته ولېږدول شو ځکه چې د چارواکو په وینا "په پړي د تړلو له کبله یې بدن ژوبل و او د خوړو له کمښت سره مخ و."

د روبي فرینک لس کلنه لور هم په روغتون کې بستر شوې وه.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د حکومتي بیان له مخې له دې موندنې وروسته په سیمه کې نورې څېړنې هم پيل شوې او په ټوله کې څلور ماشومان د کورنیو او ماشومانو پالنې ادارې په حواله ورکړل شوي.

دغه دوه ښځې چې په ټولنیزو رسنیو نورو خلکو ته د ماشومانو د ښې پالنې مشورې ورکوی د خپلو دوه ماشومانو سره د درې ډوله بد چلند تورونه دي.

پر دوی تور دی چې یو تنکی ځوان او بله لس کلنه نجلۍ یې وهلې ډبولې، دوی د خوړو د کمښت ښکار دي او دوی ته یې په خبرو کې هم زیان رسولی دی.

د واشنګټن اړوند یوې ادارې ویلي که په دوی له دې تورونو هر یو ثابت شي، دوی ته د لس کاله زندان او لس زره امریکایي ډالرو جریمه ورکول کېدای شي.

۴۱ کلنه روبي فرینک په ۲۰۱۵م کال کې د 'اېټ پېسنجرز' یا 'اته مسافرو' په نوم چینل له کبله هغه وخت مشهوره شوه چې د خپلو شپږو ماشومانو پالنې په اړه یې خبرې کولې.

د سږ کال په پیل کې د هغې چینل له دوه میليونو ډېر ګډونوال موندلي او خلکو یې پاڼه خوښه کړې ده.