بریتانیا وايي، ۲۰۰ پنا غوښتونکي ماشومان ورک شوي

د عکس سرچینه، AFP
د بریتانیا دولت ویلي، ۲۰۰ هغه پنا غوښتونکي ماشومان چې څوک ورسره نه وو او دولت په لنډمهالو استوګنځیو کې مېشت کړي وو، تري تم شوي دي.
دا ماشومان پرته له دې چې شا ته کومه نښه پرېږدي د استوګنې له ځایونو وتلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د بریتانیا د کډوالو وزیر رابرټ جنرېک ددغه هېواد پارلمان ته د سې شنبې په ورځ وینا کې وویل، څه باندې څلور سوه د ماشومانو د تري تم کېدو رپوټونه ثبت شوي چې په دوی کې د دوو سوو یې هېڅ څرک نه لګېږي.
نوموړی وايي، دا ماشومان په یادو استوګنځیو کې بند نه وو، بلکې ازاد وو او په خپله مخه تللي.
ده وویل، په دې تري تم شویو ماشومانو کې ۸۸ سلنه د البانیا او پاتې د ۱۲ سلنه یې د افغانستان، مصر، هند، ویتنام، پاکستان او ترکیې دي.
د بریتانیا ددغه وزیر په وینا، د ۲۰۲۱ کال له جولای میاشتې راهیسې تر څلورو زرو او شپږو سوو ډېر ماشومان د بریتانیا په هوټلونو کې ځای پرځای شوي دي.
د کډوالو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ پارلمان ته د زرغون ګوند له لوري ددې مسلې د وضاحت لپاره ورغوښتل شوی و.
رابرټ جنرېک وویل، په ۲۰۰ ورکو شویو ماشومانو کې د ۱۳ عمرونه یې تر ۱۶ کلونو ټیټ دي او یوه پکې نجلۍ ده.

د عکس سرچینه، AFP
د بریتانیا د زرغون ګوند استازې کارولین لوکاس چې دا مسله یې پارلمان کې وړاندې کړې ده، د ماشومانو دا ورکه "وحشتناکه" بللې او وايي چې "دغو رنځېدلو ماشومانو ته د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت سم پام نه دی کړی، نو ځکه ځینې یې ورک شوي...موږ له کورنیو چارو وزارت غواړو چې د دوی د ساتنې خیال وساتي".
د بریتانیا پر لومړي وزیر ریشي سوناک د کډوالو په تړاو له دوو لورو فشار دی، ځینې وايي چې هغه بریتانیا ته په کوچنیو بېړیو کې د کډوالو راوښتلو او د بریتانیا د پولې ساتلو کې پاتې راغلی او نور بیا وايي چې حکومت له راغلو کډوالو سره سمه رویه نه کوي.
تېر کال د بریتانیا پر وزیرانو نیوکه او فشار دا و چې کډوال په موقتو استوګنځیو کې د ژوندانه نامناسب چاپېریال کې تر اندازې ډېر اوسېږي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ګڼې افغان کورنۍ له هېواده ووتلې او د بریتانیا په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتې شوې.

























