د کلیفورنیا لوی ځنګلي اور په هر ساعت کې ۲۰ مربع کیلومتره مخته ځي

د ویډیو تشریح، د کلیفورنیا اور
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د شمالي کلیفورنیا په ځینو برخو کې یو لوی ځنګلي اور په یوه ساعت کې ۸ مربع مایله (۲۰ مربع کیلومتره) مخته ځي.

په کلیفورنیا کې د اوروژنې د مبارزې اداره وايي د پارک اور چې د چارشنبې په ورځ د مشکوک قصدي اور لګېدو له کبله بل شوی، د چیکو په شمال ختیځ کې له ۳۴۸ جرېبه ډېره ځمکه سوځولې او د شنبې په ورځ یوازې صفر سلنه کنټرول شوی دی.‌

شاوخوا ۲۵۰۰ اور وژونکي د اور پر کابو کولو بوخت دي اور مبارزه کوي.

یو ۴۲ کلن سړی د پنجشنبې په ورځ په بټ کاونټي کې د الیګیټر هول ته نژدې د سوځېدونکي موټر په خوشي کولو او ځغاستلو او د اور د پیلولو په شک نیول شوی دی.

دا سږکال په ایالت کې ترټولو لوی اور دی او د نیویارک ښار د پنځو ناحیو د اندازې ۱٫۵ برابره ډېره سیمه یې سوځولې ده.

اور سوځولې سیمه

د عکس سرچینه، REUTERS

اور

د عکس سرچینه، EPA

د اور وژنې د پېښې قوماندان بیلي سي وویل چې اور په یو ساعت کې ۵۰۰۰ جرېبه په سرعت سره خپرېږي.

د کالیفورنیا والي ګیوین نیوزوم د جمعې په ورځ د پارک د اورلګېدنې له امله په بټ او تیهاما ناحیو کې بېړنی حالت اعلان کړ.

هغه په یوه بیان کې وویل: "موږ د ژوند او ملکیت ساتلو لپاره له هرې موجودې وسیلې کار اخلو ځکه چې زموږ د اور وژنې او چټک غبرګون ټیمونه له دې ننګوونکي اور سره د مبارزې لپاره شپه او ورځ کار کوي. "

لږترلږه ۱۶ چورلکې د اور په کابو کولو کې مبارزه کوي، همدارنګه هوايي ډېری ټانکرونه له پاسه اوبه غورځوي.

د ځنګل اور په بټ کې خلک اجباري وتلو ته اړ کړي، په ۲۰۱۸ کې د کلیفورنیا تر ټولو وژونکي د "کمپ اور" له ۸۰ ډېر کسان وژلي وو.

اور

د عکس سرچینه، REUTERS

اور سوځولی ځای

د عکس سرچینه، EPA

د کوهاسیټ ۴۰۰ پیاوړي خلک لا دمخه لېږدول شوي ځکه چې اور له کنټروله وتلی دی.

اور تر اوسه ۱۳۴ جوړښتونه ویجاړ کړي او ۴۲۰۰ یې تر ګواښ لاندې دي.

د ۲۰۲۲ کال د جولای وروستیو کې د امریکا کلیفورنیا ایالت کې 'یوسېمیتي ملي پارک' ته نژدې ځنګلي اور په چټکۍ خپور شو چې زرګونه کورونه یې له خطر سره مخامخ کړل.

د نړۍ هوا د صنعتي کېدو د پېر یا عصر له پیله ۱ اعشاریه ۱ درجه توده شوې.‌

اندېښنه دا ده چې که دولتونه د کاربن ډای اوکسایډ غازو د خپرېدو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه وانخلي، نو د نړۍ هوا به لا ډېره پیسې توده شي.