امریکا او کاناډا کې میلیونونه انسانان د ځنګلیز اور لوګي له ګواښ سره مخامخ کړي

The Statue of Liberty is covered in haze and smoke caused by wildfires in Canada

د عکس سرچینه، Reuters

د کاناډا په ځنګلونو کې د طبیعي اور لګېدنې او دوام له کبله د امریکا متحده ایالاتو شمالي سیمو کې له میلیونونو انسانانو ناپاکه هوا چاپېره ده.

ځنګلونو کې د طبیعي اور لګېدنې لوګي د ټرنټو په ګډون د انتاریو او کبک په لویو ښارونو کې خواره شوي دي.

ډیری لوګي له کبک ښاره څخه ورځي، چې ۱۶۰ ځایه په کې اورلګېدلی دی.

د کاناډا د چاپیریال ساتنې ادارې د اټاوا په اړه د تېرې سه شنبې پر ورځ جدي خبرداری ورکړ او وايي، چې د پلازمېنې هوا د عامه روغتیا لپاره لوړ ګواښونه لري.

د ټورنټو او شاوخوا سیمو هوا هم روغتیا ته له ګواښه ډګې هوا په توګه ثبت شوې ده.

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنې ادارې (EPA) د خپل هېواد په شمال ختیځ کې د هوا کیفیت "ناسم" بللی، په ځانګړي توګه هغو کسانو لپاره چې د سږو ناروغي لري.

د نیویارک د ښار فضا د سه شنبې په سهار نارنجي رنګه ښکارېده، او دا د ځنګله د اور له کبله وه.

Toronto's skyline is seen with a blanket of smoke from wildfires in Ontario and Quebec,

د عکس سرچینه، Reuters

د عامې روغتیا چارواکو له خلکو غوښتي، چې په پرانیستې فضا کې سپورټ ونه کړي او د سګرټ له څکولو څخه ډډه وکړي.

دوی وايي، د هوا ناسم کیفیت سمدستي او اوږدمهاله روغتیايي ګواښونه رامنځته کوي.

کاناډا کې د معمول پرتله سږکال د طبیعي اور لګېدنې ډېرې پېښې رامنځ ته شوې دي.

هلته سیمه ییز چارواکي وايي، چې هېواد به یې سږکال د ریکارډ تر کچې د ناوړه ځنګلي اورونو شاهد وي.

دوی د هوا پېژندونکو د وړاندوینې پر بنسټ وايي، وچې او ګرمې هوا ته په کتو د سږ کال د دوبي تر پایه به ځنګلونو کې سخت طبیعي اورونه ولګېږي.

په یاد هېواد کې اورلګېدنې د سږ کال تر دې دمه څه باندې درې میلیونه او ۳۰۰ زره هکتاره ځمکه سوځولې ده، چې دا په تېرو لسو کلونو کې د کال د دې وخت پرتله د کلني اوسط ۱۲ برابره لوړه ده.

د کبک ښار په ګډون د هېواد شاوخوا ۲۰۰ زره هکتاره ځمکې د سوځېدو له کبله زرګونه وګړي بې ځایه شوي دي.

بریتانوي کولمبیا، البرټا، اونټاریو، نوا اسکوشیا او شمال لویدیز کې هم اورونه لګېدلي دي.