هند: د هندوانو او سیکانو د غصب شویو ځمکو راګرځولو لپاره د طالبانو حکومت پرېکړه "مثبت بدلون" ګڼو

ایران

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د هند بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا پرېکړه ستایلې او "مثبت بدلون" یې بللی چې وايي د هندوانو او سیکانو غصب شوې ځمکې ورته راګرځوي.

د هندي رسنیو رپوټونو کې راغلي، چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال د جمعې پر ورځ د خبري کنفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، "موږ په دې تړاو رپوټونه کتلي دي. که د طالبانو ادارې پرېکړه کړې وي، چې د خپلو هندو او سیک ټولنې د وګړو د مالکیت حقونه راوګرځوي، دا یو مثبت بدلون ګڼو."

د طالبانو په حکومت کې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غضب شویو ځمکو راګرځولو کمېسیون تېره میاشت په کابل او ولایتونو کې خپلو تخنیکي پلاوو ته امر وکړ چې د هندوانو او سیک هېوادوالو غضب شوې او هغه ځمکې تشخیص او مالومې کړي، چې د جعلي وکالت خطونو په وسیله یې د غصبېدو امکان موجود وي.

دغه کمېسیون ویلي چې د هندو باوره هېوادوالو د ځمکو د غصب موضوع په "بشپړ غور" څېړي او که غصب شوې سیمې تثبیت شي، نو "خپلو اصلي مالکانو ته به راوګرځول شي."

"موږ افغانان یو"

کابل

هند د ۲۰۲۲ کال جون میاشت کابل کې سیکانو پر یوه درمسال د داعش له مرګوني برید وروسته اعلان وکړ چې د افغانستان سلګونو سیکانو ته "بېړنۍ" ویزې ورکوي.

هندوان او سیکان له پېړیو راهیسې افغانستان کې اوسېدلي او دغلته پلرنۍ ځمکې او جایدادونه لري.

تر اویایمې لسیزې او جګړو مخکې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۲۵۰ زره هندو او سیک کورنیو ژوند کاوه.

له کورنیو جګړو سره د ګڼو نورو زیانګالو افغانانو په څېر د دوی کډوالي هم پیل شوه.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بېرته واک ته راګرځېدل، نو په ټول افغانستان کې له ۳۰۰ کم سیکان پاتې وو.

ایران

د عکس سرچینه، REUTERS

رپوټونه وايي اوس دا شمېر ۱۵۰ ته راکښته شوی او په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې لسګونه نور سیکان هم وتلي دي.

د افغانستان هندو او سیک وګړي تېرو څو کلونو کې په وار وار د داعش خراسان څانګې لخوا د مرګونو بریدونو هدف ګرځېدلي.

د جمهوریت پر مهال د افغانستان پارلمان کې د هندو او سیک ټولنې یوې استازې انارکلي هنریار د دوی پر عبادتځي تر برید وروسته وویل " افغان هندوان اوسیکان د دې خاورې اصلي اوسېدونکي دي. یو شمېر هېوادوال وايي چې هندوان او سیکان د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د نویو اړیکو له کبله د بریدونو هدف ګرځي. زه افغانه یم، موږ افغانان یو. له ویزې پرته او یا د ویزې له پای ته رسېدو وروسته ان هند کې د پاتې کېدو اجازه هم نه لرو. خو بیا هم د هند ټاپه راباندې لګول کیږي."