د طالبانو حکومت وايي، د افغان سیکانو او هندو لږکیو غصب شوې ځمکې ورته راګرځوي

افغان سیکان/هندوان

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو د بر رسۍ بهیر د هېواد په کچه پیل کړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کمېسیون د هېواد په کچه د غاصبینو او زورواکو په واسطه د غصب شویو حکومتي ځمکو د بر رسۍ، تشخیص او تثبیت مسؤلیت لري.

عدلیې وزارت وايي، دغه کمېسیون کوي "په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ته لارښوونه کړې ده چې د اهل هنود هېوادوالو ځمکې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر غصب لاندې نیول شوي او یا د جعلي وکالت لیکونو په واسطه د هغو د غصب احتمال وي، تثبیت او تشخیص کړي".

د ویډیو تشریح، د طالبانو حکومت د اهل هندو هېوادوالو د غصب شویو ځمکو په بر رسۍ کار کوي

یاد کمېسیون وايي، د یادو شویو هیئتونو راپور د غصب شویو ځمکو له تثبیت او تشیخص څخه وروسته، د کمېسیون له خوا بررسي کیږي او په دې هکله به لازم تصمیم ونیول شي؛ ځکه چې د لامالک ځمکې یعنې هغه ځمکې چې مالکان يې د هېواد په داخل کې حضور نه لري، حفاظت یې د نظام په غاړه دی.

هندوان او سیکان له څو پېړیو راهیسې په افغاستان کې اوسېږي، له ۷۰مې لسیزې وړاندې د افغانستان په څو ښارونو کې کابو ۲۵۰ زره سیک او هندو کورنۍ اوسېدلې،‌خو د کورنیو جګړو تاو دوی هم کډوالۍ ته اړ کړل چې دا لړۍ تر اوسه دوام لري.

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، په افغانستان کې له ۳۰۰ لږ سیکان پاتې شوي وو.

اوس د طالبانو عدلي چارواکي وايي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې به یې تخنیکي هیئتونه د اهل هنود هېوادوالو د ځمکو د غصب مسئله په بشپړ دقت سره بررسي کړي ترڅو که چېرې غصب شوی وي او یا هم د غصب هڅې وجود ولري، مخنیوی یې وشي او غصب شوې ځمکې د هغو اصلي مالکانو ته راوګرځي.

MOI/X

د عکس سرچینه، MOI/X

د عکس تشریح، په کابل کې د یوه سیک سړي پر سر د سیکانومقدس کتاب، جولای ۲۰۲۲

په تېرو څو کلونو کې افغانستان کې پر سیکانو او هندوانو څو ځلې خونړي بریدونه شوي.

تر ډېره دا بریدونه (اسلامي دولت) "داعش" نومې ډلې کړي چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو بریدونه یې تر ټولو ډېر خونړي وو.

په ۲۰۲۲ کې د افغانستان د تېر جمهوریت پرمهال پارلمان کې د سیکانو او هندوانو وکیلې انارکلي هنریار په کابل کې د سیکانو پر عبادتځای د برید په غبرګون کې ویلي وو چې "افغان هندوان او سیکان ددې خاورې اصلي اوسېدونکي دي".

هغې د برید د پړې ګوته داعش ډلې ته نیولې وه.‌

د ۲۰۲۳ کال لومړیو کې د طالبانو مشر د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته امر وکړ چې د هېواد په کچه خپل فعالیت پیل کړي.