پښتونخوا کې د ورښتونو د نوې څپې اټکل؛ کروندګر د فصلونو ویجاړېدو ته اندېښمن دي

KPK

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خیبرپښتونخوا نوښار کې د اپریل ۱۶مه هم سیلابونه راوتلي وو
    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي‌بي‌سي‌

خیبرپښتونخوا کې د هوا پېژندنې اداره وايي له نن جمعې ورځې نه د ورښتونو د یوې نوې لړۍ د پیلیدو احتمال شته.

دا په داسې حال کې ده چې په پښتونخوا کې کروندګر وايي تېرو ورښتونو د دوی د غنمو فصلونو ته ډېر زیان اړولی دی.

بزګران او د اقلیمي چارو شنونکي دا ورښتونه بې وخته بولي او وايي چې تېرو کلونو کې به په دې وخت کې د غنمو لو پیل و او داسې بارانونه نه کېدل.

د مردان د چاربانډې سيمې یو کروندګر اجمل خان د هرې ورځ په څېر خپل د غنمو فصل ته راوتی او ګوري چې لو ته تيار دی که نه؟

اجمل به تېرو کلونو کې په دې ورځو کې د غنمو لو پېل کړی و، خو وايي چې سږکال یې فصل د بارانونو له امله نه دی پوخ شوی او پر حاصلاتو یې هم اغېزه کړې ده.

د غنمو کروندې د اجمل د ټولې کورنۍ د ګټې وټې یوازینۍ وسيله ده.

دی وايي چې تر ټولو ډېره تمه یې هم د غنمو فصل ته وي.

خو د نوموړي په وینا له تېرو څو کلونو راهیسې د بې وخته ورښتونو له امله د غنمو فصلونه له اټکل سره سم حاصل نه ورکوي.

د روانې اپریل میاشتې له پنځلسمې راوروسته د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ډېرو سیمو کې د بارانونو، ږلۍ او سېلابونو له امله فصلونو او باغونو ته پر دروند زیان اوښتلو سربېره څه باندې سل کسان هم وژل شوي دي.

وروستیو سختو او بې‌وخته ورښتونو د چارسدې یو کروندګر ګلزار خان هم تاواني کړی دی.

دی وايي چې وروستیو ورښتونو یې د رومیانو یا ټماټرو فصل ته ډېر زیان رسولی دی.

کارپوهان دا بې وخته ورښتونه او ورسره مله سیلابونه د اقلیمي بدلون یوه جوته نښه بولي او وايي چې نه یوازې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوړي بلکې ناروغۍ هم ورسره خپرېږي.

چارسده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اپریل ۱۷مه - چارسده کې یوه سیلاب ځپلې کورنۍ مرستې ته منتظره ده

د خیبر پښتونخوا د کرنې ادارې یوه ارزونه ښيي چې د وروستیو ورښتونو له کبله تر ټولو ډېر زیان د غنمو فصلونو او د مېوې او سبزیجاتو باغونو ته اوښتی دی.

د کرنې ادارې د معلوماتو له مخې تېر کال په خیبر پښتونخوا کې د بې وخته بارانونو له کبله د غنمو تولید سل زره مېټرک ټنه کم شوی و او سږکال د یو اعشاریه څلور میلیونه مېټرک ټنه غنمو د ترلاسه کېدو اټکل شوی دی.

د ارزونې په رپوټ کې ویل شوي چې د غنمو تر ټولو ډېر فصلونه په مردان، پېښور او ډېره اسماعیل خان کې اغیزمن شوي دي.

د پېښور پوهنتون ښوونکي او د اقليمي چارو شنونکي عطاالله وايي د اقليمي بدلون دا اغېزې او په ځانګړې توګه هر کال د غنمو فصل ته اوښتونکی زیان د خوړو د کمښت لامل کېږي.

پښتونخوا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بې وخته بارانونو او سیلابونو سره ناروغۍ هم خپرېږي

پاکستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې شامل دی چې د اقلیمي بدلون له ډېرو ناوړه اغېزو سره مخامخ دي.

په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې بې وخته بارانونه، ږلۍ، توپانونه، سېلابونه، سخته ګرمي او ژمې کې بیا کمسارې سړه هوا لېدل شوې ده.

په ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان له نیمايي ډېره برخه سیمو کې سیلابونه راوتلي وو چې د چارواکو په وینا د هېواد اقتصاد ته یې څه باندې ۳۰ ملیارده ډالر تاوان واړوه.

شنونکي وايي د اقلیمي بدلون په پایله کې د پېښو مخنیوي ښايي شونی نه وي خو د حکومت او ولس چمتووالی کولای شي چې اغېزې یې کمې کړي.