د خیبر پښتونخوا وروستیو بارانونو کې د وژل شویو شمېر ۴۶ ته رسېدلی
د خیبر پښتونخوا ځايي چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د نورو ایالتونو په شان پښتونخوا کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي.
ددې ایالت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، سېلابونو د صوبې په بېلابېلو برخو کې د ۲۵ ماشومانو او نهو مېرمنو په ګډون له ۴۰ ډېر کسان وژلي او ۶۰ نور ټپیان شوي. سربېره پر دې سېلابونو یو شمېر کورونه او کروندې هم زیانمنې کړې دي.
په پيښور کې د طبعي افتونو پر وړاندې د مبارزي د ادارې يا پيډياېماې وياند انور شهزاد بي بي سي ته په پښتونخوا کې د بارانونو او سېلاونو له کبله د اوښتو زيانونو په اړه جزییات ورکړل.
ياده دې وي چې په پاکستان کې د بارانونو وروستو لړۍ د اپرېل له ۱۲مې نېټې تر۱۵ پورې روانه وه او بيا د دوه ورځو په وقفه د اپرېل په ۱۷مه نېټه په هېواد کې د بارانونو يوه بله لړۍ پیل شوه چې په ترڅ کې یې پاکستان کې تالندې او تېزو بارانونو وضعیت لا نور کړکېچن کړ.
د پيډيايماې د معلوماتو پربنسټ، د خېبر پښتونخوا مختلفو ضلعو کې د دېوالونو او چتونو لوېدو له وجهې ٢٨٧۵ کورونه ویجاړ او زیانمن شوي چې ۴٣۶ کورونه په بشپړ ډول او ٢۴٣۹ کورونه په جزوي توګه ویجاړ شوي.

د عکس سرچینه، RASCUE 1122
د بارانونو له کبله د خيبر، بر دير او ښکته چترال، سوات، باجوړ، شانګله، مانسهره، مهمند، ملاکنډ، کرک، ټانک، مردان، پېښور، چارسده، نوشهره، بونير، هنګو او بټګرام کې ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په لارښوونه د بارانو له کبله له زیانمنو شویو وګړو سره د ۱۱۰ میلیونه روپیو مالي او نورو مرستې امر هم شوی.
قبایلي زیانمنو شویو سیمو ته هم د ۹۰ میلیونونو روپیو د مرستې سپارښتنه شوې ده.
د اټکل له مخې، پاکستان کې د موجوده بارانونو لړۍ به د اپرېل میاشتې تر ۲۱ پورې په وقفهيي ډول روانه وي.
څو ورځې وړاندې، پاکستان کې د سېلابونو له کبله ۳۵ کسان وژل شوي وو.
افغانستان کې سېلابونو او د کوټې چت لوېدو لس تنه وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر واک لاندې خبري سرچینې وايي، وړمه شپه د هلمند کجکي په ابغول سیمه کې د سېلابونو راوتلو له امله د یوې کورنۍ اوه تنه وژل شوي.
بله خوا، د بامیانو ولایت مرکز په دهن خشکک کلي کې پر یوه کورنۍ د کوټې د چت رالوېدو پېښه کې دوې ښځې او یو سړی وژل شوي دي.
باختر خبري اژانس وايي، د هلمند کجکي په قاضي خېلو سیمه کې د دېوال نړېدو یوه بله پېښه کې درې ماشومان ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې، چمن او کوټه کې د سېلابونو له کبله د چمن-کوټې لویه لاره بنده ده.
رپوټونه وايي، هلته توپان هم د خزک او د چمن چم ګاونډکې لارې زیانمنې کړې دي.
همدا شان، د افغانستان د سوداګریزو توکو بار ګاډي کلا عبدالله او چمن ته څېرمه ایسارې پاتې دي او د لارې پرانستل کېدو ته په تمه دي.
د بارانونو دا لړۍ څو ورځې مخکې افغانستان او پاکستان دواړو کې پیل شوه چې د مرګژوبلې سربېره پراخو سېلابونو په لویه کچه مالي زیانونه واړول او سلګونه څاروي یې یووړل.
د طالبانو حکومت کې طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې د سېلابونو له کبله لسګونه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.


























