بریتانیا کې کڼه زېږېدلې ماشومه د جين درملنې وروسته غږونه اورېدلی شي

د عکس سرچینه، BBC NEWS
بریتانیا کې یوه ۱۸ میاشتنۍ ماشومه چې کڼه زېږېدلې وه، د جېن له لارې درملنې وروسته اوس غږونه اورېدلی شي.
د اوپال سنډي په نامه دې ماشومې درملنه ۶ میاشتې مخکې په کمبریج روغتون کې پیل شوې وه.
اوپال اوس د زمزمې په څېر ډېر ورو او ټیټ غږونه هم اورېدلی شي. هغه اوس تازه په خبرو راغلې او د "ماما" او "پاپا" په څېر کلمې وايي.
په دې درملنه کې غوږ کې یو جین د هغه معیوب ډي اېن ای پر ځای، ځای پر ځای کېږي چې د کڼېدو لامل شوی دی.
اوپال لومړنی کس دی چې له دې لارې بریالۍ درملنه یې کېږي.
ماشومانو کې تر نیمايي ډېر د اورېدو ستونزې جنیتیکي لاملونه لري.
ډاکټران تمه لري، چې له دې لارې د نورو هغو ناروغانو درملنه هم وکړي چې په اورېدو کې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.
اوس مهال په انګلنډ، امریکا او هسپانیه کې له دې لارې د درملنې ازمایښت روان دی او اوپل یوه له هغو ده چې ازمایښت پرې ترسره شوی دی.
ورته وخت کې د چین په ګډون نورو هېوادونو کې ډاکټران د جنیتیکي بدلونونو له امله د کڼو درملنې لپاره ورته لارې آزمايي.
د هغو کسانو د غوږونو درملنه چې کاڼه زېږېدلي وي، د ریجنران درمل جوړوونکي شرکت له خوا پیل شوه.

د عکس سرچینه، JO AND JAMES SANDY
د اوپل پلار او مور جو او جیمیز وايي، د جین درملنې پایلې حیرانوونکې دي.
دوی لپاره دا خورا ستونزمنه پرېکړه وه، چې اوپل دې د دې ازمایښت لپاره د لومړني کس په توګه وټاکل شي.
جو د بي بي سي روغتیا برخې خبریالې میشل رابرټس ته ویلي: "دا واقعا ویروونکې وه، خو فکر کوم په ورته وخت کې دا یو ډېر ښه فرصت وو چې مونږ ته راکړل شو."
د اوپال پنځه کلنه خور نورا هم چې په اورېدو کې یې ستونزه لرله، په غوږ کې د ځای پر ځای شوې د حلزون په بڼه یوې الکترونیکي آلې په مرسته اورېدلی شي.
دا آلې غږونه نه لوړوي بلکه د اورېدو عصب چې مغزو سره اړیکه لري تحریکوي، چې د اورېدو حس رامنځته کړي یا د اورېدو حس قوي کړي.
د اوپال ښي غوږ کې له عمومي بیهوښۍ وورسته جین ځای پر ځای شو او په چپ غوږ کې یې هم حلزون ډوله آله ځای پر ځای شوې ده.
له عملیات څو اوونۍ وروسته هغې په خپل ښي غوږ د چک چکو په بڼه لوړ غږونه اورېدلی شول.
له شپږو میاشتو وروسته ډاکټرانو ومنله، چې هغه ډېر ورو او ټیټ غږونه هم اورېدلی شي.
ډاکټرانو تمه ښودلی چې دا درملنه به د نورو هغو کسانو لپاره لا اغېزمنې پایلې ولري، چې په اورېدو کې ستونزه لري.
جنیتیکي کڼېدل هغه مهال تشخیص کېدای شي چې ماشوم دوه یا درې کلن شي.
ډاکټران وايي په ماشومانو کې د نه اورېدو ستونزه باید ژر تر ژره تشخیص شي.

























