د مینانو ورځ: کاڼه مینان

د ویډیو تشریح، ولنټاین ډې: کاڼه مینان

د لبنان کارول او حبیب چې پر یوه بل مین دي او واده کوي وايي، هیله یې دا ده چې ماشومان یې کاڼه نه وي او هغه ستړې ستونزې و نه ویني، چې دوی دواړو په ژوند کې لیدلې.

دوی وايي د سیمې خلکو ته لا نور وخت پکار دی، چې معلولو کسانو ته له ځان سره برابر ځای ورکړي.

د کڼو نړیوال فدراسیون وايي، ۸۰ سلنه داسې ماشومان چې نه اوري، له زدکړو بې برخې دي.

د بي بي سي عربي څانګې همکارانو د کارول او حبیب د واده تیاری له نژدې لیدلی.