ایران د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د لا ډېرې څارنې اجازه ورکړه

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او ایران یوې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې د دغه سازمان مفتشینو ته د تهران د اټومي پروګرام د تفیتش ډېرولو ته اجازه ورکوي.

دغه سازمان مشر ویلي، ایران ور سره منلې چې د اټومي پروګرام په ګڼو ځایونو کې به د څار کامرو بېرته فعالېدو ته هم اجازه ورکوي.

د دغه سازمان مشر رافایل ګروسي ګډه دوه اړخیزه هوکړه اعلان کړه چې پکې ویل شوي، ایران ومنله چې په دریو نا اعلان شویو ځایونو کې به د یورانیمو د ذرو موندلو په اړه دغه سازمان ته لا نور معلومات ورکوي.

د خبرپاڼې له مخې، "ایران په داوطلبانه ډول" دغه اژانس ته د لا نور نظارت اجازه ورکوي.

په خبرپاڼه کې په ښکاره په سلو کې د ۸۴ بډایه شویو یورانیمو د اثارو موندلو په اړه څه نه دي راغلي.

ښاغلي ګروسي تېره ورځ تهران ته سفر کړی او د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د اټومي انرژۍ سازمان له مشر سره یې جلا کتلي او خبرې کړې وې.‌

ایران ته د ښاغلي ګروسي دا سفر داسې مهال شوی چې په پام کې ده د مارچ پر شپږمه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس شورا ناسته وشي.

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

ښاغلي ګروسي د ایران له سفر تر ستنېدو وروسته په ویانا کې خبریالانو ته وویل، هوکړه مو وکړه چې د کامرو او د څارنې د سیستمونو فعالیتونه چې کم شوي وو، بېرته فعال او ډېر شي.

ښاغلي ګروسي همدا شان وویل، تر راتلونکو څو ورځو به یوه بله ډله ایران ته ولاړه شي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مشر زیاته کړه، هڅه یې د ایران د نا اعلان شویو یورانیمو د ځای په اړه یوه داسې حد ته رسېدل دي چې خپله ایران کې څېړنه پرې وکړای شي.

له ښاغلي ګروسي سره کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل، تهران هیله لري چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مسلکي او ناپېیلی کار وکړي او د ایران د سوله ییزو اټومي هڅو په اړه رڼښت ته ژمن پاتې شي او "د لوېدیځو قوتونو تر هغه اغېز لاندې را نه شي" چې شخصي سیاسي موخې لري.

رئیسي زیاته کړه، امریکا او اسراییل "د ایران له اټومي مسلې پر ایراني ولس د فشار راوړلو لپاره ګټه اخلي".