امریکایی چارواکی: ایران ۱۲ ورځو کې د اټومبم جوړولو اړین مواد تولیدولی شي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي، ایران په "نژدې ۱۲ ورځو" کې د یوه اټومبم د تولید لپاره لازم اټومي مواد تولیدولی شي.
رویټرز خبري اژانس دا څرګندونې د امریکا دفاع وزارت د مرستیال کالین کال له خولې -چې د کانګرس استازو جرګه ګۍ کې یې د جمهوریپالو پوښتنې ځوابولې – رپوټ کړې دي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جو بایډن اداره ولې غواړي د ۲۰۱۵ کال اتومي هوکړه بیا راژوندۍ کړي، وویل:
"دا ځکه چې د ایران د اتومي پروګرام پرمختګ له هغه وخت راهیسې چې موږ له برجام ووتلو، د پاموړ و. په ۲۰۱۸ کې کله چې مخکېنۍ ادارې هوکړه وکړه له برجام ووځي، د ایران لپاره نژدې ۱۲ میاشتې ته اړتیا وه چې د یوه اټومبم لپاره کافي اتومي مواد تولید کړي. اوس دا چاره نژدې ۱۲ ورځې وخت نیسي".
ښاغلي کال زیاته کړې: "نو زما په اند دا لیدلوری هم شته چې که دا مسله په دیپلوماسۍ حل او ددغه هېواد اټومي پروګرام مهار شي، تر نورو غوراویو به غوره وي. خو اوس برجام د درېدو په حال کې دی".
د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان (سي ای اې) مشر ویلیم برنز د شنبې په ورځ له یوه امریکايي تلوېزیون سره مرکه کې وویل، د ایران د یورانیمو بډایولو پروګرام ډېر پرمختګ کړی او داسې یوه ځای ته رسېدلی چې "په څو اونیو کې په سلو کې ۹۰ بډایه کولو ته رسېږي، چې دا کچ د یوه اټومبم جوړولو لپاره کافي دی".
په ورته وخت کې، هغه وویل، ددغه هېواد استخباراتي ارزونې ښيي چې ایران د اټومي وسلو جوړولو د پروګرام له سره پیلولو پرېکړه لا نه ده کړې.

د عکس سرچینه، @StateDeptSpox
هغه همدا شان وویل: "د اسلامي جمهوري توغندیز پروګرام چې د بشپړېدو په حالت کې به، د اټومي وسلو لېږدولو وړتیا ولري، هم ډېر پرمختګ کړی دی".
د امریکا استخباراتي ادارو وړاندې داسې پایلې سنجولې وې چې ایران به ۲۰۰۳ کال کې د اټومي وسلو جوړولو پروګرام درولی یا ځنډولی دی.
ایران تل ویلي چې اټومي پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزات ویاند نېډ پرایس د سې شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د څرګندونو په اړه د اتومي مذاکراتو له سره پیلېدو لپاره د امریکا د چمتووالي په تړاو وویل، "یوازې ایراني چارواکي ویلی شي چې ولې دغو دروغو ویلو ته دوام ورکوي".
ښاغلي پرایس زیاته کړه، د برجام د خبرو بېرته راژوندي کول له میاشتو راهیسې د کړنلارې برخه نه وه او امریکا ایران ته هېڅ پیغام نه دی ورکړی.
په ورته وخت کې، د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په دې ورځ ویلي، له ایراني چارواکو سره په ایراني تاسیساتو کې د موندل شویو په سلو کې د ۸۴ سلنې یورانیمو د بډایه کولو د اغېز په تړاو پر خبرو بوخت دی.

























