اوکرایین کې د ماشومانو پر روغتون برید ۳۱ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین پلازمېنه کيېف کې د ماشومانو یو روغتون د روسیې د بریدونو له امله سخت زیانمن شوی. د رپوټونو له مخې، د دغه هېواد په کچه سهار وختي مهال بېلابېلو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱کسان وژل شوي دي.
د اوهمتدیت په نامه د ماشومانو روغتون کې د دوو کسانو په ګډون ۱۷ نور کسان په کیېف کې وژل شوي.
د اوکرایین په مرکزي ښار کریمويریه کې د پوځي ادارې مشر اولیکسندر ویلکول ویلي، لږ تر لږه لس کسان دغه ښار کې وژل شوي، درې نور یې په ختیځ ښار پوکروفسک او یو یې په دنیپرو کې وژل شوی دی.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي چې پولڼد ته په سفر تللی او هلته یې یو امنیتي تړون لاسلیک کړی، ژمنه کړې چې د دې بریدونو غچ به اخلي.
ښاغلي زېلینسکي پر ټولنیزو رسنیو لیکلي و: "بېلابېل ښارونه، کیېف، دنیپرو، کریوی ریه، سلوویانڅک، کراماتورڅک کې له ۴۰ ډېر توغندي پر استوګنیزو ودانیو، زیربناوو او د ماشومانو پر روغتون لګېدلي دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ماشومانو د روغتون یوې ډاکټرې لیسیا لیسیاتسیا بي بي سي ته ویلي، د توغندیو د لګېدو شېبه "لکه د یوه فلم په څېر داسې وه، پیل کې لویه رڼا شوه او ورپسې یو ویروونکی غږ پورته شو."
نوموړې زیاته کړې: "د روغتون یوه برخه راونړېده او په بله کې یې اور ولګېد. واقعا ډېر زیانمن شوی دی، ښايي د روغتون ۶۰ یا ۷۰ سلنه برخه وي."
د پېښې له ځایه په یوه ویډیو کې یو ماشوم ښکاري چې کنوله یې لاسونو کې لګول شوې او له روغتونه بهر را ایستل شوی دی.
ښاغلي لیسیاتسیا وايي، اوهمتدیت یو لوی روغتون دی چې د سرطان درملنې او د بدن غړو د پیوندولو سربېره پکې نورې ډېرې درملنې کوي.
هغې ویلي: "اوس موږ نږدې بل روغتون ته د ناروغانو د ایستلو په حال کې یو، خو ډېر ناروغان تر مصنوعي تنفس دستګاه ګانو لاندې دي او بهر یې نه شو ایستلی یا نورو کسانو ته نه شي نږدې کېدلی."
د روغتون چارواکو اوکراییني تلویزیون ته ویلي، دې برخه کې شل ماشومان تر درملنې لاندې دي.
له لومړي برید څو ساعته وروسته یوې بلې چاودنې نږدې سیمه ولړزوله او په لسګونه خلکو په یوه زېرمتون کې پناه واخيسته.
زېلینسکي ویلي، خلک د روغتون تر ویجاړۍ لاندې بند پاتې دي.
نوموړي لیکلي: "اوس مهال ډاکټران او عام خلک ټول د برید په ځای کې د ویجاړیو او خځلو په پاکولو کې مرسته کوي."
د کیېف ښاروال ویتالي کلیتشکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا بمباري د جګړې له پیل راهیسې په پلازمېنه "تر ټولو بد برید" و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین د بېړني وضعیت خدمتونو ویلي، په کیېف کې د زېږون یو وارډ هم یوه اندازه ویجاړ شوی چې څلور کسان پکې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
پر اوکرایین د روسیې بمبارۍ داسې حال کې کېږي، چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي په دوه ورځني سفر مسکو ته رسېدلی او ټاکل شوې چې نن دوشنبه له ولسمشر ولادیمېر پوتین سره لیدنه وکړي.
روسیې د ملکي تاسسیاتو په نښه کول رد کړي او ټینګار یې کړی، چې بریدونو کې یې هدف پوځي تاسیسات و.
د اوکرایین دفاع وزیر رستم عمروف د دې بریدونو په غبرګون کې د دغه هېواد له متحدینو وغوښتل چې ژر تر ژره د هوايي دفاع په پیاوړي کولو کې وسره مرسته وکړي.
نوموړي ويلي: "زمونږ امکانات لا هم کافي نه دي، موږ د هوايي دفاع نورو سیستمونو ته اړتیا لرو."
اوکرایین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، وروستیو میاشتو کې د روسیې له خوا پر اوکرایین د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه لوړه ده. په یوه تازه رپوټ کې یې ویلي، د مې میاشت په نږدې یوه کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

























