روسیې اوکرایین کې د برېښنا پر تاسیساتو نور ځواکمن بریدونه کړي

د عکس سرچینه، REUTERS
اوکرایین کې چارواکو ویلي، چې روسیې یو ځل بیا د دغه هېواد د انرژۍ پر تاسیساتو ځواکمن بریدونه کړي دي.
د اوکرایین د انرژۍ وزیر وايي، دا په تېرو درېو میاشتو کې اتم ځل دی چې روسي ځواکونه د دوی د انرژۍ تاسیسات او زېربناوې په نښه کوي.
د اوکرایین هوايي ځواکونو ویلي، د روسیې له بېلابېلو سیمو دغو بریدونو لپاره ۱۶ توغندي توغول شوي وو چې ۱۲ ترې د دوی هوايي دفاع سیستمونو شنډ کړي دي.
شنبه ناوخته د اوکرایین شمال ختیځ کې د خارکیف سیمې چارواکو وویل، چې دغلته د روسیې د رهبري شویو توغندیو په بریدونو کې لږترلږه ۳ کسان هم وژل شوي او ۱۸ نور ټپي دي.
د رپوټونو له مخې د خارکیف بېلابېلو سیمو کې د څلورو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د خارکیف والي 'اولېح سېنيهوبوو' ویلي "دا یو بل ترهګریز برید دی، پر ملکي زېربناو دقیق برید. په دې ناحیه کې هېڅ پام وړ پوځي څه نشته."
اوکراییني چارواکي وايي، د شپې له مخې دغو ترسره شویو بریدونو په مرکزي زاپروژیا سیمه کې د انرژۍ د تاسیساتو دوه کارکوونکي ټپي او په لوېديز ښار لېفیف کې بیا وسایل زیانمن کړي دي.
په سویل لوېدیزه 'اېوان-فرانکیو' سیمه کې هم چارواکو یو کور او یوه وړکتون ته د زیان اوښتلو خبر ورکړی دی.
روسیې سږکال پسرلی او روان اوړی اوکرایین کې د انرژۍ پر زېربناو بریدونه له سره پیل کړي، چې له کبله یې د دغه هېواد لروبر ګڼې سیمې په تیارو کې ډوبې شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي په دې وروستیو کې وویل چې مسکو د تېر مارچ له وروستیو راهیسې د دوی هېواد کې د برېښنا د تولید نیم ظرفیت لمنځه وړی دی.
اوکراییني چارواکو تېره پنجشنبه هم ویلي وو چې د برېښنا پر څو تاسیساتو د روسیې بریدونو کې یو برېښنا کوټ له منځه تللی او اووه کارکوونکي یې ټپي شوي دي.
د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جان کربي پنجشنبه تر دغه برید وروسته وویل، واشنګټن د اوکرایین نوم د هغو هېوادونو د نوملړ سر ته راوستی چې د هوايي دفاع (پاتروېټ) سیستمونو فرمایش یې ورکړی.






















