د کانګرس له تصویب وروسته ټرمپ د امریکا د حکومتي چارو ځنډ پای ته ورساوه
د عکس سرچینه، Getty Images
لږه موده وروسته له هغه چې د امریکا د استازو جرګې د موقتي بودیجې لایحه د ۲۲۲ موافقو او ۲۰۹ مخالفو رایو په لرلو تصویب کړه، ډونلډ ټرمپ دا لایحه لاسلیک کړه او په رسمي ډول یې د دې هېواد د فدرالي حکومت تر ټولو اوږدې مودې لپاره د حکومتي چارو ځنډ ته د پای ټکی کېښود.
ټرمپ د لاسلیک پر مهال وویل چې حکومت به اوس، وروسته له هغې چې خلک د ۴۳ ورځو تعطیلۍ له امله سخت زیانمن شول، خپلې عادي چارې بېرته پیل کړي.
د فدرالي حکومت له تړل کېدو وروسته، د اکتوبر له میاشتې راهیسې ډېری دولتي خدمات ودرول شول، شاوخوا ۱.۴ میلیونه فدرالي کارکوونکي یا په بېمعاشه رخصتۍ ولاړل یا یې بېتنخوا کار ته دوام ورکړ. د خوراکي مرستو پروګرامونه هم وځنډېدل او د هېواد په کچه هوايي سفرونه ګډوډ شول.
ډېری پروګرامونه، ادارې او دولتي سازمانونه د بودیجې د نشتوالي له امله بند پاتې شوي وو.
د چهارشنبې ماښام (نومبر ۱۲مه) رایه اچونه کې شپږ دیموکرات استازي هم له جمهوريپالو سره یو ځای شول او د دې لایحې ملاتړ یې وکړ.
دوشنبې په ورځ، د امریکا سنا یوه لایحه تصویب کړه چې موخه یې د حکومت د تړل کېدو پای ته رسول او د بودیجې برابرول وو. دا لایحه بیا د تایید لپاره د استازو مجلس ته ولېږل شوه او له تصویب وروسته، ټرمپ دا په سپینه ماڼۍ کې په خپل دفتر کې لاسلیک کړه.
د فدرالي حکومت له بېرته پرانیستل کېدو سره، ټاکل شوې چې یو شمېر کارکوونکي او قراردادیان د پنجشنبې په سهار خپلو دندو ته ستانه شي، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ۴۳ ورځو اوږدې تعطیلۍ اغېز به د اونیو لپاره د امریکایانو پر ژوند پاتې وي.
د دوهګوندي سیاستي مرکز د راپور له مخې، نژدې ۶۷۰ زره دولتي کارکوونکي د تعطیلۍ پر مهال اجباري رخصت ته واستول شول او شاوخوا ۷۳۰ زره تنه نورو ته اړ شول چې بېمعاشه کار ته دوام ورکړي. اوس چې تعطیلي پای ته رسېدلې، تمه کېږي دغه کارکوونکي به په راتلونکو ورځو کې خپل ځنډول شوي معاشونه ترلاسه کړي او خپلو دفترونو ته ستانه شي.
ملي پارکونه، ځنګلونه، تاریخي ودانۍ او نور هغه ځایونه چې د فدرالي حکومت تر مدیریت لاندې دي، هم ورو ورو د خلکو پر مخ پرانیستل کېږي. لا هم د بېرته پرانیستلو دقیق وخت نه دی اعلان شوی، خو د پرتله کولو لپاره، پلازمېنه واشنګټن کې د سمېتسونین موزیمونو د تېرو تعطیليو پر مهال څلور ورځې وروسته بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي وو.
د حکومت د "SNAP" په نوم د خوراکي مرستو پروګرام هم سملاسي بېرته پیلېږي او ټاکل شوې چې شاوخوا ۴۲ میلیونه کسانو ته مرسته ورسوي.
د امریکا هوایي ډګرونو کې هم چارې ورو ورو عادي حالت ته راګرځي. د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) مخکې د دې لپاره چې ډېری د پروازونو د کنټرول کارکوونکي حاضر نه وو چې بېمعاشه کار وکړي، په هېواد کې د ۴۰ لویو هوايي ډګرونو د پروازونو د کمولو امر کړی و.
که څه هم د سنا د دیموکرات ګوند استازي په اقلیت کې وو، خو هغوی وتوانېدل چې د حکومت تړل کېدل پیل کړي، ځکه جمهوریپالو ته د بودیجې د موقتي لایحې د تصویب لپاره د دیموکراتانو رایو ته اړتیا وه.
دیموکراتانو په پیل کې له دې لایحې د ملاتړ کولو انکار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې جمهوريپال دې ومني چې د ټیټ عاید لرونکو امریکایانو د روغتیايي بیمې سبسایډي چې د کال په پای کې پای ته رسېږي، غځېږي.
خو جمهوريپالو یوازې دا ومنله چې د روغتیايي بیمې موضوع به د حکومت له بېرته پرانیستلو وروسته وڅېړل شي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته