د ایمیلونو خپرېدل ادعا کوي چې ټرمپ د جفري اپسټین له یوې قرباني سره څو ساعته تېر کړي، سپینې ماڼۍ دا "دروغجنه کیسه" بللې

جفري اپسټین او ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

وروسته له هغه چې د امریکا د استازو جرګې د دیموکرات ګوند غړو د جنسي مجرم جفري اپسټین ځینې ایمیلونه خپاره کړل چې په کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته اشاره شوې، ټرمپ ادعا وکړه چې دیموکراتان هڅه کوي د فدرالي دولت د تړلو له مسلې د خلکو "پام" واړوي.

په دغو برېښنالیکونو کې جفري اپسټین ویلي چې ښاغلي ټرمپ څو ساعته د هغه په کور کې له یوې داسې ښځې سره تېره کړې، چې د دیموکراتانو له نظره د اپسټین د جنسي قاچاق یوه قربانۍ وه.

سپینې ماڼۍ دا کیسه "دروغ" بللې ده.

جفري اپسټین، چې له کم عمره ښځو د جنسي ناوړه استفادې په تور نیول شوی و، په ۲۰۱۹ کال کې په زندان کې مړ شو او مرګ یې ځانوژنه بلل شوې وه.

ښاغلي ټرمپ تل د جفري اپسټین په اړه هر ډول تورونه رد کړي او ویلي چې تورونه پر "جعلي" تورونه لګول شوي.

دیموکراتان وايي دغه ایمیلونه، چې په اسنادو کې د جفري اپسټین په اړه موندل شوي، " د اپسټین په اړه د سپینې ماڼۍ د پټو چارو پر وړاندې یوه ضربه ده."

ډونلډ ټرمپ او جفري اپسټین کلونه کلونه ملګري وو، خو ولسمشر وايي د ۲۰۰۰مو کلونو په پیل کې یې له اپسټین سره اختلاف پیدا شو او اړیکي یې سره پرې شول.

په یوه برېښنالیک کې چې نن دیموکراتانو خپور کړ، د جفري اپسټین او ګیلین مکسول، د هغه همکارې او ملګرې، ترمنځ مستقیمه مکاتبه ده.

په یوه ایمیل کې چې د اپسټین له خوا د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په میاشت کې مکسول ته استول شوې، راغلي:

"غواړم پوه شې هغه سپی چې غپا نه کوي، ټرمپ دی… [د قرباني نوم] څو ساعته زما په کور کې له هغه سره تېر کړل… حتی یو ځل هم د هغه نوم نه دی یاد شوی. د پولیسو مشر… او نور… زما کار ۷۵٪ بشپړ شوی دی."

مکسول په ځواب کې لیکلي:

"ما په دې اړه فکر کړی…"

د امریکا د استازو جرګې د دیموکراتانو په خپل بیان کې، دې ایمیل او د اپسټین د جنسي قاچاق قرباني ته اشاره کړې ده.

هغوی وايي په بل ایمیل کې، چې په ۲۰۱۹ کال کې د جفري اپسټین او لیکوال مایکل ولف ترمنځ تبادله شوې، اپسټین ویلي ټرمپ "د نجونو په اړه خبر و او له ګیلین یې غوښتنه کړې وه چې دا کار ودروي."

دیموکراتان وايي نور ایمیلونه د اپسټین او ولف ترمنځ لېږنه رالېږنه ښيي چې دوی بحث کاوه ایا له سي اېن اېن سره د ټرمپ د راتلونکې مرکې لپاره "ځواب" چمتو کولی شي که نه او ولف پر ټرمپ د اپسټین د نفوذ یادونه کوي.

دیموکراتانو زیاته کړې چې دوی لا هم د اپسټین د بنسټ لخوا خپاره شوي ۲۳ زره اسناد څېړي.

ټرمپ: دیموکراتان د اپسټین له مسلې د خلکو د پام اړولو لپاره ګټه اخلي

جفري اپسټین هغه میلیاردر و چې له نابالغو نجونو د ناوړه استفادې او د انسان قاچاق تورونو بدنام کړ

د عکس سرچینه، Patrick McMullan

د عکس تشریح، جفري اپسټین هغه میلیاردر و چې له نابالغو نجونو د ناوړه استفادې او د انسان قاچاق تورونو بدنام کړ

د چارشنبې په ماښام، ډونلډ ټرمپ د جفري اپسټین د نویو خپرو شویو اسنادو په اړه لومړی ځواب ورکړ.

هغه په ټروت سوشال کې لیکلي:

"دیموکراتان بیا هڅه کوي د جفري اپسټین جعلي قضیه وړاندې کړي، ځکه چې د دولت د تړلو او نورو ستونزو په اړه د دوی کمزوريو فعالیتونو د پام اړولو لپاره هر څه کوي."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې:

"یوازې یو ډېر بد یا احمق جمهوريپال ممکن په دې دام کې راګیر شي. دیموکراتانو د خپلو وروستیو اقداماتو له لارې چې د هېواد د ظالمانه په ټپه درېدو حالت لامل شول، متحده ایالاتو ته ۱.۵ ټریلیون ډالره زیان واړاوه او باید عادلانه بیه یې پرې کړي."

ولسمشر ویلي، نن په سپینه ماڼۍ کې د اپسټین د نویو اسنادو په اړه غونډه هم شوې ده:

"باید اجازه ورنه کړل شي چې د اپسټین موضوع یا نور څه د خلکو د پام اړولو وسیله شي. هر جمهوريپال چې په دې لوبه کې ښکېل شي، باید یوازې د هېواد د بیا پرانیستلو او د دیموکراتانو لخوا د رامنځته شوي لوی زیان پر جبران تمرکز وکړي!"

له لومړي پیغام نیم ساعت وروسته، ټرمپ یو بل پیغام خپور کړ:

"په بله وینا، دیموکراتان د جفري اپسټین جعلي قضیه کاروي چې د خپلو لویو ناکامیو، په ځانګړې توګه د دولت د تړلو په اړه پام واړي"!

خو داسې ښکاري چې سپینې ماڼۍ تایید کړې د لوړپوړو چارواکو او لورین بوبرت، د کلراډو ایالت جمهوريپالې استازې ترمنځ غونډه شوې چې د اپسټین د قضیې اسناد وڅېړي.

سی‌اېن‌اېن راپور ورکړ چې په دې غونډه کې د متحده ایالاتو لوی څارنوال پام بانډي، د څارنوال مرستیال تاد بلانش او د اېف بي ای مشر کیش پټېل ګډون کړی و.

لورین بوبرت د استازو جرګې د یوې دوه‌ګوندیزې ډلې غړې ده چې له عدلیې وزارته غوښتنه کوي د اپسټین اړوند ټول اسناد خپاره کړي.

د سرچینو له مخې، د یوه نوي دیموکرات استازي له سوګند ادا کولو وروسته، دغه ډله به کافي رایې ولري چې د دولت د ټولو اپسټین اړوند اسنادو د خپرولو پروسه پیل کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت وویل دا غونډه د دولت د شفافیت نښه ده:

"دا چې موږ حاضر یو د کانګرس غړو سره کښېنو او د هغوی اندېښنې مستقیما وڅېړو، ایا دا د دولت د شفافیت یو نښه نه ده؟"

د جفري اپسټین او امریکایي لیکوال مایکل ولف ترمنځ نوي ایمیلونه افشا شول

ولف

د عکس سرچینه، essica Kourkounis/Getty Images

د عکس تشریح، ولف په پای کې وویل: "زه له ډېره وخته هڅه کوم چې د دې موضوع په اړه څه ووایم."

په اسنادو کې چې د چهارشنبې په ورځ، ۱۲ نومبر خپاره شول، د جفري اپسټین او امریکایي لیکوال مایکل ولف ترمنځ یو لړ ایمیلونه لیدل کېږي.

مایکل ولف مخکې ویلي وو چې د خپلو کتابونو د لیکلو پر مهال یې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په اړه، له اپسټین سره مفصلې خبرې کړې دي.

دغه لیکوال د اسنادو له خپرېدو وروسته لومړی ځل په خپل انسټېګرام کې په یوه ویدیو کې وویل:

"نن سهار، د استازو د مجلس د نظارت کمېټې داسې ایمیلونه خپاره کړل چې مستقیما د دونلډ ټرمپ او جفري اپسټین اړیکه ښيي."

هغه زیاته کړه:

"په حقیقت کې، له دې ایمېلونو ځینې یې زما او اپسټین ترمنځ تبادله شوې دي او اپسټین په کې له ټرمپ سره د خپلې اړیکې په اړه خبرې کړي دي."

ولف په پای کې وویل:

"زه له ډېره وخته هڅه کوم چې د دې موضوع په اړه څه ووایم."