د بريتانيا د ترهګرۍ ضد پولیس وايي د روسیې، ایران او چین عملیات په چټکۍ مخ په زیاتېدو

د بريتانیا پوليس

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو دوه مشران وايي، روسیه، ایران او چین د بریتانیا په خاوره کې د داسې کړنو او عملیاتو تر شا دي چې د خلکو ژوند ګواښي. دوی بریدونه او تښتونې کوي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مجرمین، حتی ماشومان کاروي.

د لندن د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر ډومېنېک مورفي وايي، د روسیې، ایران او چین لخوا د "دښمنانه عملیاتو" پیچلتیا او کچه هغومره لوړه شوې چې دوی، نړیوالو شریکانو او استخباراتي ادارو یې تمه نه درلوده.

نوموړي خبریالانو ته وویل، "موږ په زیاتېدونکي توګه ګورو دا دری هېوادونه داسې عملیات ترسره کوي چې په بريتانيا کې د خلکو ژوند ګواښي."

د بريتانيا د ترهګرۍ ضد ملي پولیسو لوړ پوړی همغږي کوونکی، ویکي ایوانز وايي، په ډېری قضیو کې، پراکسي کارول شوي، معمولا داسې مجرمین چې د دوی لپاره د کار په بدل کې پيسې ترلاسه کوي.

نوموړي وویل، دې کسانو کې زیان منونکي خلک هم شامل دي، ځینې یې مخکې نیول شوي یا پلټنې ترې شوې دي او ډېری يې ځوانان دي.

بریتانوي چارواکو په وروستیو کلونو کې په وار وار د دغو دریو هېوادونو لخوا په بريتانيا کې د ناوړه فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې دوی یې له دودیزې جاسوسۍ او د دولت د کمزوري کولو له هڅو نیولې تر ورانکارۍ او وژنې پورې ښکېل بولي.

د بريتانیا د کورنيو استخباراتو ادارې، اېم ای ۵ مشر، تېر کال وویل چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ راهیسې، امنیتي خدماتو او بریتانوي پولیسو "د ایران لخوا ملاتړ شوي ۲۰ دسیسې شنډې کړې چې هڅه کېده بریتانوي وګړي یا په بريتانیا کې مېشت خلک چې تهران يې ګواښي بولي وتښتوي یا ووژني."

ډومېنېک مورفي وویل، "موږ پوهېږو چې دوی [د ایران حکومت] د بریتانیا په سړکونو د تاوتریخوالي خپرولو ته دوام ورکوي. دوی د دې کار لپاره تر یوې اندازې پورې په جرمي نيابتي کسانو تکیه کوي."

د بریتانیا حکومت د جولای په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د پټ بهرني نفوذ سره د مقابلې لپاره یې د خپل "امنیت" د پیاوړتیا لپاره یو پلان پیل کړی دی. دا پلان د "بهرني نفوذ د راجستر پروګرام" په نامه یادېږي.

د کورنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې له دې لارې به وکولی شي د بريتانيا "اقتصاد او ټولنه د ایران او روسیې د پټو فعالیتونو څخه خوندي کړي."

د روان کال په مې مياشت کې د بریتانیا پولیسو د ترهګرۍ ضد په دوو جلا عملیاتو کې اته کسان نیولي وو چې اووه یې ایراني وګړي وو.

هغه مهال د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې یویټ کوپر دا عملیات په وروستیو کلونو کې په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد يو ترټولو ستر عملیات بللي او روانې پلټنې يې خورا مهمې يادې کړې وې.