د بریتانیا څارګرې ادارې (MI6) په ۱۱۶ کلن تاریخ کې په لومړي ځل یوه ښځه مشره وټاکله

بلېز میټراولي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، بلېز میټراولي پر ۱۹۹۰ کال له څارګرې ادارې سره یو ځای شوې او د روان کال وروستیو کې به د سر ریچارډ مور په ځایناستي کېدو سره د دې ادارې ۱۸مه مشره شي.
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د بریتانیا د استخباراتو ادارې په خپل ۱۱۶ کلن تاریخ کې اول ځل یوه ښځه د بهرنۍ برخې لپاره مشره ټاکلې ده. بلېز میټراولي پر ۱۹۹۰ کال له څارګرې ادارې سره یو ځای شوې او د روان کال وروستیو کې به د سر ریچارډ مور په ځایناستي کېدو سره د دې ادارې ۱۸مه مشره شي.

هغه اوس د څارګرې ادارې د ټېکنالوژۍ او نوښتونو برخې مشره ده او ویلي یې دي دا ورته "ویاړ او اعزاز" دی چې د ادارې د مشرۍ غوښتنه ترې شوې ده.

لومړی وزیر کېیر سټارمر د نوموړې ګومارنه ځکه "تاریخي" بولي چې د ده په ټکو "تر بل هر وخت د اوس په څېر زموږ استخباراتي اداره دومره مهمه نه وه."

اېم ای شپږ (اېم ای سېکس) د بریتانیا د امنیت د پیاوړتیا لپاره له بهر مالومات یا اطلاعات ټولوي او اصلي موخه یې د ترهګرۍ درول، د دوښمنو هېوادونو چارې شنډول او د سایبري امنیت پیاوړي کول دي.

د دې ادارې مشر چې په دودیز ډول سي "C" بلل کېږي، یواځنی کس وي چې عام خلک یې له نوم سره بلد او پېژني يې.

مېرمن میټراولي اوس ۴۷ کلنه ده او دا مهال د کیو "Q" یا د ټېکنالوژۍ او نوښت مهمې برخې مشره ده چې موخه یې د پټو څارګرو هویت پټ ساتل او د چین د بایو مېټریک څار په څېر له ورته دوښمنانو د خلاصون لپاره نوې لارې چارې برابرول دي.

هغه وايي، اېم ای شپږ له اېم ای پنځه او جي سي اېچ کیو سره په ګډه د بریتانویانو د خوندي ساتلو او په بهر کې د بریتانیا د ګټو پیاوړتیا کې مهم رول لري.

"زه له خپلو زړورو مامورانو او ایجنټانو او همدارنګه له خپلو ډېرو نړیوالو شریکانو سره په ګډه د کار جاري ساتلو ته په تمه یم."

ام ای ۶

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اېم ای شپږ (MI6) دنده د انساني جاسوسانو ګومارل دي چې د بریتانیا له دوښمنانو رازونه غلا کړي او په دې دوښمنانو کې هېوادونه او همدا راز د القاعده په څېر ډلې راځي.

مېرمن میټراولي په کمبرېج پوهنتون کې په انسانپوهنه کې زکړې کړې دي، مخکې په اېم ای پنځه یا د کورني امنیت برخه کې د مدیریت په رول کې په دنده بوخته وه او تر ډېره یې خپل مسلکي کار د اروپا او منځني ختیځ برخه کې کړی دی.

مېرمن میټراولي، چې له اېم ای پنځه سره د کې "K" مدیره یا مشره وه، پر ۲۰۲۱ کال یې ټلیګراف ته وویل، د بریتانیا ملي امنیت ته ګواښونه "واقعا ډول ډول دي. "

"هغه ګواښونه چې موږ ورته د لومړۍ درجې په سترګه ګورو، هغه د حکومت ساتنه، د رازونو ساتنه، د خلکو خوندیتوب یانې د وژنې پرضد ګامونه. د خپل اقتصاد، حساسې ټېکنالوژۍ او د مهمې یا حیاتي پوهې ساتنه ده."

هغې زیاته کړه: "د روسي حکومتي فعالیت، نه پخپله روسیه، لا هم پر خپل ځای ګواښ دی او چین چې د نړۍ ډول بدلوي بریتانیا ته یې هیښناک چانسونه او ګواښونه پیدا کړي دی."

ننګونې یې څه دي؟

میټراولي د داسې ادارې مشره کېږي چې له بې سارو او ګڼو ننګونو سره مخ ده.

د جعرافیا له مخې دغه ننګونې تر ډېره روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا رامنځ ته کړې، ځکه دغه څلور هېوادونه ورځ تر بلې خپله همکاري سره ډېروي، چې نړۍ کې د بریتانیا او لوېدیځ ګټې زیانمنې کړي.

خو تخنیکي ننګونې هم شته.

د اېم ای شپږ دنده د انساني جاسوسانو ګومارل دي چې د بریتانیا له دوښمنانو رازونه غلا کړي او په دې دوښمنانو کې هېوادونه او همدا راز د القاعده په څېر ډلې راځي.

په داسې وخت کې چې ډیجیټل نوښتونه په چټکۍ کېږي او اوس ډېر استخباراتي مالومات په انلاین بڼه او له فضا ټولېږي، نو اېم ای شپږ ته ډېره چټکتیا پکار ده چې له خپلو دوښمنانو مخکې پاتې شي او اخپل اهمیت وساتي.

تېر سپټمبر له دندې ګوښه کېدونکي مشر سر ریچارډ د سي ای اې له مشر ویلیم برنز سره په ګډه وویل، "نړیواله ټولنه له داسې ګواښونو سره مخ ده چې له سړې جګړې راهیسې مو لیدلي نه وو."

دې دواړو فاینېنشل ټایمز کې لیکنې سره وویل، چې د اوکرایین پر جګړې سربېره د امریکا او بریتانیا د بهرنیو استخباراتو ادارې "په ګډه کار کوي چې په اروپا کې د روسیې د استخباراتو تخریبي هڅو مخه ونیسي."

سر ریچارډ او ښاغلي برنز دې لیکنه کې ویلي وو، دوی د چین اوڅارېدل د روانې پېړۍ اصلي استخبارتي او جیوپولیټیکه ننګونه بولي. دوی دا هم ویلي و چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي کمولو او زغم لپاره "سختې" هڅې کوي.

سر ریچارډ چې له پنځه کاله مشرۍ وروسته په مني کې له دندې ګوښه کېږي، د یکشنبې په ورځ یې وویل، چې د خپلې همکارې پر "تاریخي ګومارنه سخت خوشال دی."

د هغه په خبره: "بلیز یوه ډېره مخکښه استخباراتي افسره او مشره ده او د ټېکنالوژۍ برخه کې زموږ یوه مفکره ده."

"زه په دې ډېر خوشال یم چې د اېم ای شپږ د لومړنۍ مشرې په توګه د هغې هرکلی کوم."

مېرمن میټراولي بهرنیو چارو وزیر ته د ځواب ویلو مسووله ده او دغه وزیر ډیویډ لامي وايي، چې نوموړې دې دندې ته "بې جوړې" کاندیده ده او دا ډاډمنوي چې بریتانیا له "اوڅارېدونکو امنیتي ګواښونو او د نړیوالې بې ټیکاوۍ له ننګونو" سره د مقابلې وړتیا لري.

هغه دا هم وايي، چې د سر ریچاډ مور "د خدمتونو او مشرۍ هم مننه کوي. "

"ما تېر یو کال کې له هغه سره نږدې کار وکړ او د ملي امنیت په پیاوړتیا او د بریتانیا د خلکو په ساتلو کې د هغه د مرستې مننه کوم. "

لومړي وزیر کېیر سټامر هم "د ځانګړو خدمتونو" له امله له سر ریچاډ مننه وکړه.

"زه پوهېږم چې بلیز به د اړتیا وړ غوره مشرۍ وړاندې کولو سره د هېواد دفاع او د زموږ د خلکو د خوندي ساتلو چاره جاري وساتي."