پوتین د دویمې نړیوالې جګړې په پرېډ کې بیا لوېدیځ ته ګواښ وکړ
د عکس سرچینه، YURI KOCHETKOV/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
په سره څلور لاره کې دا ځل پوځي پرېډ د نورو کلونو په پرتله ډېر توپیر درلود.
لامل یې دا نه و چې سږ کال په پسرلي کې د واورې ورېدو دا مراسم تت کړي وو.
د پلازمېنې مسکو په دې نوموتې څلور لاره کې یوازې ۹ زره پوځیانو پرېډ وکړ، په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې له یرغل وړاندې به دلته د پوځيانو شمېر څو ځله ډېر و.
دارنګه کمې درنې پوځي وسلې هم نندارې ته وړاندې شوې، د ټانکونو له منځه یوازې یو "ټي – ۳۴ " ټانک د دویمې نړیوالې جګړې د یادګار په توګه پکې وو.
له دې وضعیته د اوکرایین جګړې روښانه انځور مالومېده، په پرېډ کې هغه سرتېري هم وو چې تازه له جګړې راستانه شوي وو.
مراسمو ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: " موږ د بریا دا ورځ داسې مهال لمانځو چې همدا اوس هم ځانګړي پوځي عملیات کوو، هغوی چې د جګړې لومړۍ کرښه کې جنګېږي زموږ اتلان دي."
په وروستیو ورځو کې روسیې د بریتانیا او فرانسې په ګډون لویدیځ هېوادونه تورن کړي چې روسیه ته ګواښ پېښوي.
روسیه دا تور داسې مهال پورې کوي چې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون اوکرایین ته د ځمکنیو ځواکونو د استولو شونتیا نه ده رد کړې.
خو نن ولسمشر پوتین لوېدیځ ته یو ځل بیا د ډېرو اټومي وسلو کارولو کوتڅنډنه وکړه.
" روسیه به د نړیوالې شخړې د مخنیوي لپاره هر څه وکړي، خو په عین وخت کې به موږ هېچا ته اجازه ورنه کړو چې موږ ته ګواښ پېښ کړي، زموږ ستراتیژيک ځواکونو تل د تیارسئ په حال کې دي."
د عکس سرچینه، SPUTNIK/RAMIL SITDIKOV/KREMLIN VIA REUTERS
د ولادیمیر پوتین په واکمنۍ کې په نازي جرمني د بریا دا ورځ د ملي رخصتۍ په توګه په لوړه کچه لمانځل کېږي.
دا ورځ نه یوازې په نازي جرمني د پخواني شوروي اتحاد د بریا په توګه لمانځل کېږي، بلکې د هغو ۲۷ میلیونه روسي وګړو یاد هم پکې تازه کېږي چې د وطنپالنې په دې لویه جګړه کې یې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي وو.
خو اوس ددې ورځې لمانځل له مختلفو اړخونو د تېر په پرتله د روسیې په اوسني وضعیت را څرخي.
په دې هېواد کې اوس هر ډول ملي نظریه، یوازې د بریا یادونه کوي. تل روسانو ته ویل کېږي چې هېواد یې د تاریخ په اوږدو کې د بهرنیو دوښمنانو لکه ناپلیون او هیلټر له خوا تر برید لاندې راغلی، خو بریا یې تر لاسه کړې ده.
په روسیه دا مهال چارواکي یوازې تېر نه یادوي. د تېر وخت له یادولو یوازې دیوې وسلې په توګه کار اخلي او کوښښ کوي چې اوسني وضعیت ته توجیه ولټوي.
د دویمې نړیوالې جګړې له ویر او غم وروسته، لسیزي کېږي چې روسان وايي:" موږ کولای شو هر ډول بندیزونه او محرومیتونه وزغمو. یوازې تر هغې وخته پورې چې بیا کومه جګړه ونه شي."
دا اصطلاح: چې "نوره جګړه نه غواړو" به ددې لوی هېواد په هر ښار او کلي کې واورئ.
زما په یاد دي چې د پخواني شوروي مشر میخایل ګورباچوف داسې مهال چې سترګو کې یې اوښکې وې، راته ویل چې کله د پخواني شوروي مشر وو او ددې هېواد لرې پرتو سیمو ته یې سفر کاوه خلکو به راته ویل چې" نوره جګړه نه غواړو."
د عکس سرچینه، SEFA KARACAN/ANADOLU VIA GETTY IMAGES
خو دغه پیغام اوس بدل شوی.
د تېرې پنجشنبې په ورځ له مسکو بهر زه د جګړې په یاد د جوړ شوي یادګار د مراسمو پرانستې ته ورغلی وم. دا یادګار د پخواني شوروي د هغو سرتېرو په یاد جوړ شوی وو چې د افغانستان، چیچنیا او اوکرایین په جګړو کې وژل شوي.
هلته یوه ځایي چارواکي خبرې کولې. هغه هلته راټولو ماشومانو او ځوانانو ته څه وویل؟
"دلته هر کله جګړه وه او دلته به ټول عمر جګړه وي. دا د انساني فطرت غوښتنه ده."
دا مهال هغه څه چې په روسیه کې پېښېږي هلته د جګړې عادي کول دي، هغه هېواد چې په تېرو وختونو کې یې له جګړو ډېر زیان لیدلی دی.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته