پوتین: نړۍ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته له تر ټولو خطرناکې لسیزې سره مخامخ ده

ولسمشر پوتین وايي د نړۍ راتلونکی نظم زموږ د سترګو پر وړاندې ترتیب شوی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسمشر پوتین وايي د نړۍ راتلونکی نظم زموږ د سترګو پر وړاندې ترتیب شوی
    • Author, یاروسلاو لوکوف
    • دنده, بي بي سي

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین خبردرای ورکړی، چې نړۍ د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ''ښايي تر ټولو خطرناکې '' لسیزې سره مخامخ ده.

د پنجشنبې پر ورځ یوه وینا کې نوموړي هڅه وکړه، پر اوکرایین د یرغل توجیح وړاندې کړي، چې له کبله یې روسیه په نړیوال ډګر کې ګوښې شوې ده.

ښاغلي پوتین پر لوېدیځوالو تور پورې کړ، چې په وینا یې د روسیې پر ضد یې د اتومي وسلو موضوع داسې کارولې چې د مسکو متحدین ترې لېرې کړي.

د یادونې ده، چې لوېدیځوالو په دا وروستیو کې د روسیې اتومي ګواښونه غندلي دي. ناټو سازمان له دې مخکې د روسیې هغه بې ثبوته ادعا وغندله، چې ګواکې ښايي اوکرایین 'کثیف بم ' وکاروي. دا هغه چاودېدونکي توکي دي، چې رادیواکتیېف مواد ورسره شامل شوي وي.

د ناټو عمومي منشي یانز ستولتنبرګ وايي، ناټو سازمان ''دا تورونه ردوي ''او ''روسیه یې باید د تاوتریخوالي ډېرولو لپاره پلمه نه کړي. '' ولسمشر پوتین دا وروستۍ وینا په داسې حال کې کوي چې په اوکرایین کې یې پوځونه څو ځایه له ماتې سره مخامخ شوي او د اوکرایین جګړې لپاره د ۳۰۰ زره نورو روسیانو استولو پلان له کبله په روسیه کې دننه هم خلکو کې غوسه زیاته شوې ده.

له نننۍ وینا مخکې ولسمشر پوتین پرون د خپل هېواد اتومي ځواکونو هغه تمرینات وکتل چې د دښمن اتومي برید ته د پراخ غبرګون څرګندولو په نامه یاد شوي دي. نوموړي په خپله وینا کې زیاته کړه: ''موږ هېڅکله فعالانه د روسیې لخوا د اتومي وسلو احتمالي کارونې خبره نه ده کړې، موږ یوازې اشارتاً د لوېدیځوالو هېوادونو مشرانو څرګندونو ته غبرګون څرګند کړی دی. ''

نوموړي پر لوېدیځ خپل وروستي لفظي بریدونه تکرار کړل، په ''خطرناکې، خونړۍ او چټله لوبه '' یې تورن کړل او په وینا یې د نورو هېوادونو خپلواکي او ځانګړتیا ردوي. هغه وویل: ''موږ یوه تاریخي حد ته رسېدلي یو. مخکې مو د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ښايي تر ټولو خطرناکه، بې باوره او په ورته مهال خورا مهمه لسیزه پرته ده. ''

روسیې د معمول اتومي تمریناتو لړ کې پر چارشنبه دوه توغندي وتوغول

د عکس سرچینه، RUSSIAN DEFENCE MINISTRY

د عکس تشریح، روسیې د معمول اتومي تمریناتو لړ کې پر چارشنبه دوه توغندي وتوغول

ولسمشر پوتین د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې لیز ټرس هغو څرګندونو ته په اشارې سره د هغې نوم یاد کړ، چې د اګست میاشت کې یې یوه کمپاین کې ویلي و، که د شرایطو غوښتنه همدا وي، د اتومي وسلو تڼۍ به کېکاږي. نوموړی وايي، دی حیران شو چې د بریتانیا متحدینو ولې اعتراض و نه کړ: ''موږ باید څه کړي وای؟ پټه خوله پاتې شوي وای؟ داسې مو ښوولې وای چې ګواکې موږ هېڅ نه دي اورېدلي؟ ''

خو دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي څو ځله ویله روسیه به ''هره هغه وسیله چې لاسرسی ورته لري '' د ځان دفاع لپاره وکاروي او د نوموړي همدا څرګندونې په پراخه کچه د څرګند اتومي ګواښ په مانا بلل کېږي.