څنګه یوې ښځې خپل اصلي مور او پلار ۴۰ کاله وروسته پر فېسبوک وموندل؟

د عکس سرچینه، Tamuna Museridze
تامونا موسریډزه فکر کاوه چې ښايي اصلي مور او پلار یې بل څوک وي، په همدې فکرونو کې یې ژوره ساه واخیسته او د ټیلیفون یوې شمېرې ته یې زنګ وواهه.
دې غوښتل هغه ښځه پیدا کړي چې ښايي اصلي مور یې وي، هغې ته دا فکرونه د نکولونو په شان ښکارېدل.
خو هغه څه چې تامونا یې حیرانه کړه د ټیلیفوني اړیکې له بلې خوا د مېرمنې سوړ او قهرجن چلن و.
تامونا وایی: "هغې چیغې او فریاد پیل کړل، ویل یې چې هېڅکله یې ماشوم نه درلود او نه یې غوښتل چې له ما سره خبرې وکړي." تامونا د هغه حالت په اړه وايي، د هغې عکس العمل د خپګان پر ځای ډېره حیرانه کړم."
"زه د هر څه لپاره چمتو وم، خو د هغې غبرګون له هغه څه بهر و چې ما یې تصور کولای شو."
تامونا، چې ۴۰ کلنه ده، پوهېده، کله یې چې د اګست په میاشت کې خپلې مور ته ټیلیفون کاوه، ښايي مور یې هغه په خپل ژوند کې ونه مني. خو تامونا هم دومره ژر نه تسلیمېده. هغې غوښتل پوهه شي چې څنګه چا ته پر فرزندي ورکول شوې ده او بل هغه څه چې غوښتل یې پوه شي، پلار یې څوک دی او دا راز یې یوازې مور ورته ویلای شوای.
تامونا خپل لټون په ۲۰۱۶ کال کې پیل کړ. په داسې حال کې چې د مور کور یې پاکاوه، د زېږون یوه سند موندلو حیرانه کړه. په هغه سند کې د تامونا نوم لیکل شوی و، خو د زېږون نېټه یې غلطه وه.
دې چارې هغې ته شک پیدا کړ، چې ښايي هغه یوه فرزندي ماشومه وي. تر یو څه څېړنو کولو وروسته، هغې په فېسبوک یو ګروپ جوړ کړ، د خپل اصلي مور او پلار موندلو په هیله "زه په لټه کې یم."

هغې په همدې وخت کې په ګورجستان کې د ماشومانو له قاچاقه پرده پورته کړه چې د لسګونو زرو خلکو ژوند یې بدل کړ. له څو لسیزو راهیسې، د ماشومانو مېندو او پلرونو ته دروغ ویل شوي وو، چې د دوی ماشومان مړه شوي، په داسې حال کې چې هغه نوي زېدلي ماشومان پلورل کېدل.
تامونا چې خبریاله ده، د خپل کار له لارې یې سلګونه کورنۍ سره یو ځای کړې دي، خو لا هم نه وه توانېدلې د خپل تېر په اړه راز کشف کړي. هغې فکر کاوه، ښايي دا هم په ماشومتوب کې تښتول شوې وي.
هغه وايي: "ما په دې قضیه کې د خبریال په توګه کار کاوه، خو دا زما لپاره یو شخصي دنده هم وه."
د هغې د لټون چاره په دوبي کې یو ځای ته ورسېده. په دغه وخت کې هغې د خپل فېسبوک ګروپ له لارې پیغام ترلاسه کړ. د پیغام لیږونکي، چې د ګورجستان په کلیوالي سیمو کې اوسېږي، ادعا وکړه، یوه ښځه پېژني چې خپله مېندواري یې پټه کړې او د ۱۹۸۴ کال په سپټمبر کې یې په تبلیسي کې ماشوم زېږولی و.
د زېږون هغه نېټه چې دغه کس خپره کړې وه د تامونا د زېږون له نېټې سره برابره وه چې پر ټولنیزو رسنیو یې خپره کړې وه.
دا سړی په دې باور و، چې دا ښځه د تامونا اصلي مور ده، بله مهمه خبره دا وه چې د هغې نوم یې هم تامونا ته ورکړ.
تامونا سمدلاسه په انلاین بڼه د هغې په لټون پیل وکړ ، خو کله یې چې هېڅ ونه موندل، پرېکړه یې وکړه په فېسبوک کې یوه غوښتنه خپره کړي، چې پکې له خلکو وپوښتي، ایا څوک یې پېژني.
ژر یوې ښځې ځواب ورکړ او ویې ویل، هغه ښځه چې خپله مېندواري یې پټه کړې وه د هغې ترور ده. خو له تامونا یې وغوښتل، خپل پوسټ لېرې کړي او د ډي اېن اې له ازموینې سره یې موافقه وکړه.
په هغه موده کې چې دوی د ډي اېن اې پایلو ته په تمه وو، تامونا له خپلې مور سره اړیکه ونیوله.

د عکس سرچینه، Tamuna Museridze
یوه اونۍ وروسته، د ډي اېن اې پایلې راغلې او تائید یې کړه چې تامونا او د فېسبوک کاروونکې ښځه په حقیقت کې د تره لورانې دي. د دې شواهدو له موندلو سره تامونا وتوانېده خپلې مور ته قناعت ورکړي، چې حقیقت ومني او د پلار نوم یې ورته وښيي. د هغه پلار ګورکن خوراوا نومېده.
هغه وايي، "لومړۍ دوې میاشتې حیرانونکې وې. باور مې نه شو کولای چې دا هر څه له سره پېښیږي. باور مې نه شو کولای چې دوی مې موندلي دي."
د ګورګن نوم له ترلاسه کولو سره سم، تامونا ډېر ژر هغه په فېسبوک کې وموند. معلومه شوه چې هغه په ټولنیزو رسنیو کې د تامونا کیسې څاري. د کورنیو په یو ځای کولو کې د تامونا کار په ټول ګورجستان کې مشهور دی.
تامونا حیرانه وه چې ګورګن "له درېیو کلونو راهیسې د هغې د ملګرو په لیست کې و". ګورګن نه پوهېده چې هغه د تامونا د کیسې برخه و.
دوی ژر د ګورجستان په لوېدیځ زوګدیدي کې چې د زېږېدو ټاټوبی یې هم دی، لیدنه برابره کړه. دغه ځای د تامونا د اوسېدو له ځایه (تبلیسي) ۲۶۰ کیلومتره لېرې پروت دی.
تامونا چې تېر وخت وریادوي وايي، په هغه وخت کې په "شوک" کې وه. خو وايي کله چې د هغه د تمې خلاف د ګورګن د باغچې دروازې ته ور نژدې شوه، یو عجیب سکون یې احساس کړ.

د عکس سرچینه، Tamuna Museridze
کله چې ۷۲ کلن سړی راغی، دوی یو بل په غېږ کې ونیول، بیا یوه شېبه ودرېدل او یو بل ته یې په مسکا وکتل.
تامونا وايي، "دا عجيبه وه، کله چې هغه ما ته وکتل، پوه شو چې زه د هغه لور يم. موږ ډېر متضاد احساسات درلودل."
تامونا ډېرې پوښتنې درلودې او نه پوهېده له کوم ځایه یې پیل کړي. هغه وايي: "موږ یوازې سره کېښناستو، یو بل ته مو وکتل او هڅه مو وکړه خپلو کې ګډ ټکي پیدا کړو."
دوی د خبرو پر مهال وموندله چې خپلو کې ډیرې ګډې لېوالتیاوې لري. ګورګن یو وخت د ګورجستان "بلېټ" مشهور نڅاګر و، او په دې هم خوښ و چې د تامونا لوڼې (د هغه لمسیانې) هم له نڅا سره علاقه لري.
هغه په خندا سره وايي: "زما دواړه لوڼې پر نڅا مینې دي زما مېرمن هم."
ګورګن د تامونا د لیدلو لپاره خپلې ټولې کورنۍ ته په خپل کور کې بلنه ورکړه، هغه یې د خپلو خپلوانو له لویې ډلې سره معرفي کړه. میرني وروڼه او خویندې، ترونه ماما ګان، د ترونو او تریندو زامن او لوڼې یې وپېژندل.
ټولو ومنله چې په کورنۍ کې یې تامونا له پلار سره ډېر ورته والی لري، "د هغه په ټولو ماشومانو کې، زه ډېره د خپل پلار په څېر ښکارېدم."
دوی هغه ماښام د تېرو یادونو او خاطرو، ګورجستاني خوړو او ګورګن سندرو او اکارډین غږولو تېر کړ.

د عکس سرچینه، Tamuna Museridze
له خپل پلار سره د تامونا له لیدلو وروسته لا هم د هغې په ذهن کې یوه پوښتنه بې ځوابه پاتې وه، ایا هغه هم د زرګونو نورو ګرجستانیانو په څېر، د زېږون پرمهال له خپلې مور څخه تښتول شوې او پلورل شوې وه؟ دا چې د هغې پالونکی پلار او مور مړه شوي، هغې نه شو کولای په دې اړه کوم ځواب ترلاسه کړي.
بالاخره د اکتوبر په میاشت کې، تامونا له خپلې اصلي مور څخه د پوښتنې کولو فرصت پیدا کړ. یوه پولنډي ټلویزیون د تامونا په اړه مستند فلم جوړاوه او هغه یې له خپلې مور سره لیدو ته بوتله. د هغې مور موافقه وکړه چې له هغه سره په شخصي توګه خبرې وکړي.
د ډېری هغو کسانو بر عکس چې تامونا له خپلو کورنیو سره د هغوی په بیا یو ځای کولو کې مرسته کړې وه، هغې وموندله، چې هغه په ماشومتوب کې نه وه تښتول شوې. په حقیقت کې، د هغې مور هغه پرې اېښې وه او دا راز یې ۴۰ کاله پټ ساتلی و.
د هغې مور او پلار اړیکه نه درلوده او یوازې د لنډې مودې لپاره سره پاتې شوي وو. مور یې هغه وخت ډېره شرمېدلې وه او پرېکړه یې کړې وه چې خپله مېندواري پټه کړي.
د ۱۹۸۴ په سپټمبر کې یې د جراحۍ په پلمه تبلیسي ته سفر وکړ، خو په حقیقت کې یې هلته لور وزېږوله او تر هغه وخته هلته پاتې شوه، چې د تامونا د منلو پروسه بشپړه شوه.
تامونا په خواشینۍ وايي: "کله چې پوهه شوم، بل چا ته یې په فرزندي ورکړې یم او یوازې لس ورځې مې له خپلې مور سره تېرې کړي، ډېره دردونکې وه. هڅه کوم په دې اړه فکر ونه کړم."
هغه وايي مور يې ترې وغوښتل درواغ ووايي. خلکو ته ووايي چې تښتول شوې وه. "هغې راته وویل، که ونه وایم چې تښتول شوې وم، زموږ اړیکه به پرې شي، خو ما ورته وویل زه دا نه شم کولای."

د عکس سرچینه، Tamuna Museridze
د تامونا په اند، دا به له ټولو مېندو او پلرونو سره بې انصافي وي، چې ماشومان یې تښتول شوي دي. هغه زیاتوي، "که زه درواغ وایم، هېڅوک به د دې مېندو په خبرو باور ونه کړي."
وروسته یې مور ترې وغوښتل چې له کوره یې ووځي او له هغه وروسته یې بیا خبرې نه دي کړي.
"ایا چمتو یم چې بیا له دې ټولو پړاونو تېره شم؟" په حقیقت کې مې همدا کار کاوه، ما د خپلې نوې کورنۍ په اړه ډېر څه ترلاسه کړل."

























