د ورک شوي طوطي موندلو بدل کې زر ډالره جایزه ورکړل شوې

د ورک شوي طوطي کورنۍ
د عکس تشریح، کورنۍ یې د رستوما د موندلو لپاره ډېره هڅه وکړه

"له پنځو ورځو وروسته چې کله رستوما بېرته وموندل شوه ریو له ډېری خوشالۍ د هغه پر مخ مښوکه خښه کړه، او دا یې د خوشالۍ د اظهار تر ټولو عجیبه طریقه وه"

دا د شیټهي په نامه د یوې هندۍ کورنۍ خبرې دي چې د خپل ورک شوي طوطي (رستوما) له موندلو وروسته یې وکړې.

ریو او رستوما د دغې هندي کورنۍ دوه خړ رنګه افریقایي النسله طوطیان دي چې د دروازې له خلاصېدو سره سم یې یو له کوره الوتی او نادرکه شوی و.

د رستوما ورکېدل هغه مهال د خبرونو سرټکی شو چې د هند په کرناټک ایالت کې شیټهي کورنۍ د هغه د موندلو په بدل کې نغدي جایزه اعلان کړه.

کله چې رستوما وموندل شوه او خوندي کور ته راوستل شوه کورنۍ یې ډېره خوشاله وه او موندونکي ته یې ۸۵۰۰۰ هندي روپۍ چې شاوخوا (۱۰۶۵ امریکايي ډالر) کېږي انعام ورکړ.

طوطیان
د عکس تشریح، ریو او رستوما د شیټهي کورنۍ دوه خړ رنګه افریقايي النسله طوطیان دي

دا پیسې له هغې جایزې هم زیاتې دي چې دوی یې په پيل کې اعلان کړی و.

د شیټهي کورنۍ وايي، دوی درې کاله وړاندې د بنګلورو (بنګلور) له ښاره دوه خړ رنګه افریقايي النسله طوطیان اخیستي و.

هند کې دا ناقانونه چاره نه ده چې څوک دې دا ډول طوطیان وساتي، خو محافظه کارانو ډېر کله هند کې د بهرنیو مارغانو د نسل پر سوداګرۍ د محدودیت لګولو غوښتنه کړې.

د دغې کورنۍ یو غړی ارجن شیټهي وايي:

"موږ تل دوی سره د کورنۍ د غړو په څېر چلن کړی او هیڅکله مو پنجره یا قفس کې نه دي ایسار کړي."

د نوموړي په وینا:" طوطیان خوشاله وو او مینه یې وه چې ډېر وخت خپلې کورنۍ سره تېر کړي، په ځانګړې ډول زما اووه کلن زوی ویهان سره، او د هغو غږونو تقلید به یې کاوه چې د دوی شاوخوا به اورېدل کېدل."

کورنۍ یې وايي لس ورځې مخکې رستوما هغه مهال له کوره والوته چې فرنیچر مو کور ته راننویستل او دروازه پرانیستې پاتې وه.

رستوما
د عکس تشریح، د شیټهي کورنۍ د رستوما عکسونه او د کورنۍ مالومات پر بروشرونو چاپ کړي او پر لارو او کوڅو یې لګولي و

د شیټهي کورنۍ وايي، د جایزې سربېره یې ډېرې پیسې پر هغو بروشرونو یا اعلان پاڼو هم لګولې چې په کې یې د رستوما د کورنۍ مالومات او عکسونه چاپ کړي او لارو او کوڅو کې یې د جایزې له اندازې سره یو ځای لګولي و.

د شیټهي کورنۍ داسې مهال د رستوما د ورکېدو اعلانونه کول چې هغه د دوی له کوره یوازې (۱،۸۶ میله) لرې د سرینیواس او کریشنامورتي په نامه دوو کارګرانو په کور کې وه او هغوی یې پالنه کوله.

کرشنامورتي دا طوطۍ له خپل کوره له وتلو یوه ورځ ورسته موندلې وه چې د ونې په لوړ خاښ ناسته او د پیشو او سپیو له داړلو یې ځان خوندي کړی و.

رستوما
د عکس تشریح، رستوما دوو هندي کارګرانو موندلې وه او د شیټهي کورنۍ ته یې وسپارله

کرشنامورتي د اعلانونو له اورېدو او له جایزې خبرېدو وروسته رستوما خپل څښتن ته وسپارله او د شیټهي له کورنۍ یې خپل انعام واخیست.

ښاغلی شیټي وايي:" موږ یوه پادري سره مشوره وکړه او هغه وویل چې رستوما به درېیو ورځو کې بېرته کور ته راستنه شي خو که که د انعام اندازه زیاته کړو ښايي ډېره ژر وموندل شي."