اروپا کې تودوخه په ډېرېدو ده؛ چین او امریکا کې ۵۰ درجو ته رسېدلې

د عکس سرچینه، Getty Images
اروپا د ګرمېدو په حال کې ده او په چین او امریکا کې تودوخه ۵۰ سانتي ګراد درجې ته رسېدلې او تر اوسه د ځمکې د شمالي نیمايي برخې د هوا پېژندنې د تودوخې نوی ریکارډ ثبت شوی دی.
په پام کې ده چې اروپا او نوره نړۍ کې د تودوخې څپې په راتلونکو څو ورځو کې لا ډېرې سختې شي او د چارشنبې په ورځ به تودوخه خپل اوج ته ورسېږي.
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان – چې د ملګرو ملتونو اړوند یوه تخصصي اداره ده- خبرداری ورکړی چې په مدیترانه سمندر کې د تودوخې څپې به د روانې اونۍ تر نیمايي (جولای ۱۹مې) پورې لا ډېرې سختې شي.
اټکل دی چې د اروپا په ځینو برخو کې به دا شدیده څپه تر راتلونکې میاشتې پورې دوام وکړي.
د بریتانیا د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د افریقا شمالي هېوادونه هم د ګرمې هوا شاهدان دي او چین په موقت ډول د یکشنبې په ورځ ډېره ګرمه هوا لرله چې په سینکیانګ کې د تودوخې درجه ۵۲٫۲ درجو ته رسېدلې وه.
په ورته وخت کې، لسګونه میلیونه خلک د امریکا په سوېل لوېدیځ کې له ګرمې هوا ځورېږي چې کارپوهانو د تودوخې د درجې د څپې اوږدوالي او سختوالي ته هم اشاره کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځمکې په نیمه شمالي برخه کې هم د تودوخې لوړه درجه ثبت شوې ده چې چارواکو په ګرم حالت کې د پاتې کېدو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د اسپانیا جنوب هم د دوشنبې په ورځ ډېر ګرم و او په اندوخار کې د تودوخې درجه ۴۴٫۸ سلنې ته ختلې وه.
خو په په سیسیل کې بیا تودوخه ۴۳٫۵ سانتیګراد درجې وه چې د دواړو سیمو ترمنځ واټن ډېر نه دی.
په ایټالیا، یونان او ترکیه غوندې هېوادونو کې هم تودوخه تر ۴۰ سانتیګراد درجو اوښتې وه.
یونان کې ۱۲۰۰ ماشومان د رخصتیو له کمپونو نه د سختو اورونو له کبله ایستل شوي، په داسې حال کې چې ایټالیايي چارواکو ۱۶ ښارونو ته "سور خبرداری" ورکړی.
د چیک د سره صلیب ادارې د ډوبېدو په تړاو د خوندیتوب نوی کمپاین پیل کړی، هلته د ګرمې هوا له کبله خلکو لامبو ته مخه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تېرو جمعې، شنبې او یکشنبې په ورځو پنځه کسان ډوب شوي وو.
په کاناډا کې چارواکو ویلي چې سږ به له ډېرو اړخونو دا یو (کمساری) کال وي.
په کاناډا کې تر اوسه د سوځېدلې ځمکې کچه ۲۴ میلیون هکټاره ته رسېدلې ده.
د اورونو له کبله تر ۱۵۵ زرو ډېر خلک له خپلو مېنو ایستلو ته اړ شوي چې دا په وروستیو لسیزو کې له خپلو کورونو د ایستل شویو خلکو تر ټولو لوړ شمېر دی.
هلته ۳۲۰۰ نړیوال اور وژونکي د اور وژلو لپاره ګومارل شوي دي.
د امریکا "فینیسک" ورځپاڼې په وینا، اریزونا دا اونۍ له تاریخي اړخه تر ټولو ګرمه وه.

























