کابل کې نېکبخته ۲۵ کاله کوټه کې زندانۍ وه

د عکس سرچینه، Taliban
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د نیکبختې په نامه یوه ښځه چې اوس د پاخه عمر لرونکې ده هله په کابل کې د طالبانو پولیسو وژغورله چې د سیمې خلکو پولیسو ته د هغې په اړه احوال ورکړ.
پولیس وايي ورور یې هغه د کورنیو لانجو له امله په کوټه کې زندانې کړې وه او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې هغې لمر نه دی لېدلی. نیکبخته چې له رواني او فیزیکي پلوه ډېره ناتوانه شوې اوس د پولیسو په حضور کې د شیخ زاید روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
په هغه ویډیو کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغې د ژغورنې په تړاو جوړه کړې او رسنیو ته استولې هغه وايي:
"زه له هېچا سره څه کار نه لرم، چا سره غرض نه لرم، پر هغوی زما زور نه رسېږي. زما امنیت ونیسئ".
د کابل په چار قلا سیمه کې د شیخ علي په نامه کوڅه کې نېکبخته پنځه ویشت کاله په یوې تیاره کوټه کې چې یوازې یوه کوچنۍ کړکۍ یې لرله زنداني ساتل شوې وه او د کوټې دروازه ورپسې په خټو بنده کړای شوې وه.
د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت له خوا یو پلاوی هله د نیکبختې د ژغورنې لپاره وګومارل شو چې د سیمې مشرانو د کابل د لسمې حوزي پولیسو ته د هغې په اړه احوال ورکړ.
د سیمې مخور او مشر ګل اغا په دې اړه وايي:
"ګاونډیانو یې هېچا کوم راپور نه و ورکړی، بالاخره د کوڅې استازي وموندله چې دغسې یوه ښځه په بند کې ساتل شوې، موږ ته یې خبر راکړ او موږ بیا د لسمې حوزې له پولیسو سره په اړیکه کې شوو، پولیس راغلل او ښځه یې له کوټې نه وایسته".
نیکبختې ویلي چې د بند پرمهال د خپل ورور د کورنۍ غړو وهلې ټکولې ده، هغه اوس د روغتون د جدي مراقبت یا څارنې په خونه کې هم د وېرې احساس کوي.

د عکس سرچینه، Taliban
له تېرو پنځو ویشتو کلونو راهیسې د نیکبختې د حالت نه څوک خبر نه و، هغې ته د بندې کوټې له کړکۍ نه یوازې دومره خواړه ورکول کېدل چې هغه پرې ژوندۍ پاتې شي. د نیکبختې وریندار وايي غوښتل یې چې هغه بهر کړي خو مېړه یې اجازه نه ورکوله:
"خپل مېړه ته مې وویل چې له کوټې نه به یې بهر کړو، هغه وویل نه که بهر یې کړو شور ماشور کوي او خلک به بیا وايي چې خپلې خور ته ډوډۍ نه شي ورکولای، له کړکۍ نه مو ډوډۍ ورکوله، ژمی او اوړی به په کوټه کې وه، موږ ته نه معلومېده چې پر څه شي څملاسته، موږ چې به ور نژدې شوو موږ یې وهلو، خپل تشناب یې هملته په کوټې کې کاوه. له کوټې بهر نه راوتله".
خو د چارواکو د معلوماتو له مخې نیکبخته په داسې کوټه کې زنداني کړای شوې وه چې بهر ته ترې د وتلو لاره نه وه. ورور یې غلام سخي مني چې له خپل خور سره یې ظلم کړی او ځان ملامت ګڼي:
"خور مې پنځه ویشت کاله په کوټه کې بندي وه، بیا نو د اسلامي امارت کسان راغلل او هغه یې بهر راوایسته او روغتون ته یې بوتله، خدای او بنده ګان یې ټول پوهېږي چې زه پر خپل دې کار پښېمانه یم، خدای او بنده ګانو ته یې ملامت یم".
اوس مهال د نیکبختې ورور غلام سخي او درې ورېرونه د طالبانو پولیسو نیولي او په توقیف کې دي.
د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي د نېکبختې لپاره یې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او له ورور او ورېرونو سره به یې له قانون سره سم چلن وشي.

























